کلات ( پژواک ٢٧ زمرى ٩٢ ) : د زابل ولايت  چارواکي وايي ، چې په تېرو لسو کلونو کې ددې ولايت په بېلابېلو برخو کې د بيارغونې په برخه کې پراخه کارونه ترسره شوی، خو اوسېدونکي يې بيا ترسره شوي کارونه لږ ګڼي او وايي ، چې د بيارغونې بهير بايد ولسواليو ته هم وغځول شي .
چارواکي وايي، چې په تېرو کلونو کې د بيارغونې د پروژو په تطبيق سره د عامو خلکو په ژوند کې ژور بدلونونه رامنځ ته شوي  او هم خلکو ته کار  پيدا شوی و.  
د زابل مرستيال والي محمدجان رسوليار وايي ، چې په دې ولايت کې تر ټولو مهم د حلقوي سړکونو د جوړولو پروژې دي، چې ددې ولايت بېلابېلو ولسواليو ته غځول شوي، چې ځينې يې بشپړ دي او د ځينو لا هم کارونه روان دي .
نوموړي زياته کړه، چې د شاه جوى او شهرصفا ولسوالۍ د کابل - کندهار د لويې لارې په وسيله له مرکز کلات سره نښلول شوي، چې کار يې ان د حکومت په لومړيو کلونو کې بشپړ شوی او اوس يې خلک کومه ستونزه نه لري.
دده په خبره ، چې له کلات څخه تر شينکۍ ولسوالۍ پورې د سړک د جوړولو کار هم پيل شوی ، چې اوس يې تر نيمايي زيات کار بشپړ شوی  او لږه برخه يې پاتې ده .
د هغه په وينا، اوس حکومت هڅه کوي ، چې د دغه سړک د جوړلو چارو د درېدلو لامل پيدا کړي او دغه سړک بشپړ شي.
رسوليار وايي ، چې همدارنګه له کلات څخه تر ميزان ولسوالۍ پورې د شاوخوا ۵۰ کيلومتره سړک نږدې  ۹۰ سلنه کار  بشپړ شوی او پاتې ۱۰ سلنه به يې هم  ډېر ژر بشپړ شي.
د هغه په وينا، د بېلابېلو مرستندويه ادارو په مرسته په کلات ښار کې سړکونو، پليو لارو، د چټلو اوبو د ويستلو ، د لښتيو، پلونو او پلچکونو د جوړولو سلګونه پروژې بشپړې شوي  او د کلات ښار په ځينو برخو کې لا دغه کار دوام لري.
د والي مرستيال وويل ، بله برخه چې پکې زياته بيارغونه شوې، هغه د دولتي ادارو لپاره د ودانيو جوړول دي،چې تقريباً د ټولو ادارو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې دي او ورسره د دولتي ادارو د ځای د نشتوالي ستونزه تر ډېره ځايه هواره شوې ده.
رسوليار زياته کړه ، چې يواځې د پنځو دولتي ادارو د ودانيو جوړېدل پاتې دي، چې ولايتي ادارې ورته امر کړى، چې بايد ژر تر ژره د خپلو ودانيو لپاره بوديجه پيداکړي .
نوموړي وويل چې په کلات ښار کې د زرګونو کورنيو لپاره د برېښناد چمتو کولو يوه پرمختللې او عصري پروژه هم بشپړه شوې، چې اوس مهال د کلات ښار په عصري ډول ورڅخه ګټه پورته کوي.
د هغه په وينا، د د غو پروژو تر څنګ ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې ګڼ شمېر ښوونځي، روغتونونه، مسجدونه، پلونه او پلکچونه، د بېلابېلو ولسواليو او امنيه قوماندانيو لپاره ودانۍ جوړې شوې،چې شمېر يې سلګونو ته رسيږي.
مرستيال والي وايي ، چې د کرنې په برخه کې هم بېلابېلې لويې او وړې پروژې عملي شوي او لا هم د يو شمېر ادارو له خوا په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر پروژې تر لاس لاندې دي .
د زابل د عامې روغتيا رييس ډاکتر لعل محمد توخی وايي، چې د روغتيا په برخه کې دوی ګڼې لاسته راوړنې لري او د خلکو ستونزې ورسره هوارې شوې دي.  
هغه پژواک ته وويل ، چې دوى د زابل په بېلابېلو ولسواليو کې د شپږو روغتيايي مرکزونو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړي، لسګونه قابلې او روغتيايي کارکوونکي يې روزلي او ګڼ شمېر نوي روغتيايي مرکزونه يې تاسيس کړي دي.
د زابل د پوهنې رياست هم وايي، چې دوى په تېرو لسو کلونو کې ګڼې لاسته راوړنې لري، چې ورسره د دې ولايت پوهنيز بهير ډير پرمختګ کړی دی .
د پوهنې رييس رحيم الله لودين  وايي،چې د دوى د رياست لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو تر څنګ ددې ولايت په يو شمېر سيمو کې تر ۵۰ زيات د ښوونځيو او ديني مدرسو لپاره نوې و دانۍ جوړې شوي او په ځينو سيمو کې لا هم د ښوونځيو د ودانيو د جوړېدو چارې روانې دي .
د زابل د کليو پراختيا د ر ياست د پلان مدير عبدالرحيم پژواک ته وويل ، چې د دوى د رياست له لوري هم په بېلابېلو برخو کې د بيارغونې ګڼې پروژې عملې شوې دي.  
نوموړي زياته کړه ، چې د خپل رياست لپاره د ودانۍ تر څنګ يې په کلات ښار کې د سړکونو، کانالونو سترې پروژې تطبيق کړي  او همدارنګه  يې په مرکز کلات، شهرصفا او شاه جوى ولسواليو کې د ملي پيوستون په پروګرام کې د دوى د رياست له لوري په سلګونو پروژې تطبيق شوي ، چې د  خلکو پر ژوند يې ډير مثبت اغېز درلود.
د زابل ولايت عام وګړي که څه هم په دې ولايت کې د بيارغونې کارونو ترسره کېدل مني ، خو وايي چې دا کار بسنه کوي او ډير يې  يواځې تر کلات ښارې پورې محدودي.
د داى چوپان ولسوالۍ اوسېدونکی محمديوسف وايي ، د بيارغونې کوم کارونه چې د زابل په ولايت کې ترسره شوي، ډيرى يې دولت د خپل ځان لپاره کړي  او د خلکو لپاره ډېر کار نه دی شوی .
نوموړي زياته کړه ، چې دولتي ودانۍ د دولت لپاره مهمې دي ،د خلکو لپاره  د اوبو بندونه،  برېښنا ،د ښوونځيو ودانۍ  او کانالونه جوړ شي.
هغه وايي، چې د داى چوپان په ولسوالۍ کې تراوسه پورې هېڅ داسې پروژه نه ده عملي شوې، چې د خلکو پر ژوند دې مثبت اغېزه ولري.
د اټغر ولسوالۍ اوسېدونکي هم شکايت لري او وايي ، چې په ولسوالۍ کې هېڅ کار نه دی شوی او پروژې چې تطبيق شوي هغه په کلات ښار کې دي.
د کمال الدين په نوم د دغې ولسوالۍ يو اوسېدونکی وايي، چې د حکومت په لومړيو څلورو پنځو کلونو کې امنيت سم و او حکومت هرې ولسوالۍ ته لاسرسی درلود ، خو هغه وخت يې هم هېڅ فعاليت ونکړ
دده په وينا ، د ولسواليو خلکو زياتې هيلې درلودې، چې بيارغونه به وشي، خلکو ته به کارونه پيدا شي ، خو داسې ونه شول، خلک مايوسه شول او بېرته نا امني زياته شوه .
د کلات ښار اوسېدونکی عبدالجليل وايي، چې که څه هم په کلات ښار کې يو شمېر د بيارغونې پروژې تطبيق شوي، خو نوموړی وايي، چې د دغو پروژو کيفيت ډېر خراب دی او ډيری له منځه تللې دي
هغه زياتوي، چې يو شمېر سړکونه، دولتي ودانۍ او ځيې نورې د بيارغونې پروژې بې کيفيته جوړې شوي، چې زياتره يې بېرته له منځه تللې دي .
د زابل يو قومي مشر حاجي حميدالله وايي، چې د بيارغونې د پروژو له امله په زابل کې ګڼ شمېرمثبت بدلونونه رامنځ ته شوي، خو وايي چې پر اوږد مهالو پروژو کار نه دی شوی .
هغه پژواک ته وويل، چې د يوه پلچک يا د اوبو د يوې څاه کيندل د خلکو اوږد مهاله ستونزې نشي هوارولی او نه هم د دولتي ادارو لپاره د ودانيو جوړول د عامو خلکو پر ژوند مثبت اثر کوی.
نوموړى وايي ،چې زابل يو کرنيز ولايت دى او پکار ده ، چې د دې ولايت د کرنې په برخه کې لويې پروژې عملي شوې وای .
نسيم هوتک