Badghis water, power problems to be resolved

 
د بادغيس والي احمدالله عليزي دغه څرګندونې د وږي په ٤مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړه، چې امنيت راوستل، د فساد له منځه وړل، د قاچاق مخنيوى، د بيارغونې د کارونو ترسره کول، ښونې او روزنې ته وده ورکول د ده په کاري لومړيتوبونو کې راځي.
نوموړي وويل، په بادغيس کې د بيارغونې کارونه په چټکۍ سره روان دي او داسې کومه جدي امنيتي ننګونه نشته چې د دغه ولايت امنيت له ګواښ سره مخ کړي او يا هم د بيارغونې د کارونو د مخنيوي په مخ کې خنډونه رامنځته کړي.
عليزى وايي، بادغيس ته له ترکمنستان څخه د برېښنا د لېږد په برخه کې تر ډېره کار شوی او په پام کې ده چې دغه ولايت په نږدې راتلونکي کې له برېښنا برخمن شي.
د بادغيس والي په دغه ولايت کې د پاکو اوبو ستونزه جدي وګڼله او زياته يې کړه، چې په دې برخه کې کار روان دى او په پام کې ده چې په قادس ولسوالۍ کې څلور لويې څاه ګانې وکيندل شي.
دى وايي، له دغو څاه ګانو به د يوه کانال له لارې اوبه له دې ولسوالۍ د ولايت مرکز قلعه نو ښار ته ولېږدول شي.
د هغه په وينا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به په قلعه نو کې ياده ستونزه ختمه شي او خلک به له پاکو اوبو برخمن شي.
والي دغه راز زياتوي، له کومې ورځې چې ولايت ته راغلی، د ولايت مقام په داخل کې يې د بيارغونې کارونه پيل کړي، چې د سړکونو قير، د پارک رغول، د اوبو فوارې جوړول، موټرو ته تم ځاى جوړول او د ولايت د مقام د عمومي دورازې رغونه په کې شاملېږي.
عليزي وويل، چې په دغه ولايت کې تر اوسه د سولې له پروسې سره ١٦٠٠ وسله وال طالبان يوځاى شوي، له جنګ يې لاس اخيستى او خپل عادي ژوند يې پيل کړ ى دى.
والي زياته کړه، چې د کار په لومړيتوبونو کې يې دا هم دي چې د دولت له مخالفو وسله والو سره به خبرې کوي او هغوى به سولې ته رابولي.
د نوموړي په وينا، تر ټولو مخکې به د امنيت د ټينګښت په برخه کې کار کوي او هغه مرور طالبان وروڼه چې له دولت سره په مخالفت کې دي، د هغوى د پخلا کولو لپاره به په ټول توان سره هڅه وکړي.
 هغه وويل، چې په دغه ولايت کې به خپلسرو وسله والو ته د دې اجازه ور نه کړي چې قانون په لاس کې واخلي، پر خلکو ظلم وکړي او يا يې مالونه چور کړي.
عليزى وايي، ټول خلک د قانون پر وړاندې يو ډول حقوق لري او که څوک د هېواد له نافذه قوانينو سرغړونه وکړي نو سخت قانوني چلند به ورسره وشي.
والي په دغه ولايت کې د بيارغونې، ښونيزو پروګرامونو، د امنيت تامين او پرمختګ په برخو کې د خلکو همکاري اړينه وبلله.
نوموړي زياته کړه: (( که چېرې ولسونه له دولت سره مرسته ونه کړي، نو دولت په يواځې ځان څه نه شي کولى.))
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې په ازاده او خپلواکه توګه خپلې ستونزې د ولايت له مقام سره شريکې کړي.
هغه زياته کړه: ((زه والي نه بلکې د خلکو خدمت کوونکى يم.))
د يادولو ده، د کابل پخوانى والي احمدالله عليزى د روان لمريز کال د غويي د مياشتې په ۱۵مه د ولسمشر کرزي د حکم پر اساس د بادغيس د والي په توګه وټاکل شو.