مزارشريف (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۷): د بلخ يو شمېر معترضو نوماندانو او د هغوی پلويانو د لاريون پر مهال د ټاکنو له کمېسيونه د دغه ولايت د رایو د بیا شمېرلو غوښتنه وکړه او د ټاکنو د ولايتي دفتر دروازه يې وتړله
دوی همدا راز نيوکه کوي چې د پولي او سياسي معاملو له مخې د بلخ په لومړنيو پايلو کې يو شمېر نوماندان د خيالي او تقلبي رايو په واسطه کامياب شوي دي.
له بلخه ولسي جرګې ته نوماند محمد عبده چې په لومړنيو پايلو کې ناکام دی، د لېندۍ په ۲۷مه د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفتر مخې ته د خپلو سلګونو پلويانو منځ کې رسنيو ته وويل چې بې انصافي ورسره شوې ده.
هغه زياته کړه چې حکومت د ډېر مالي لګښت په ورکړې په انتخاباتو کې د بايومتريک سيستم رامنځته کړ؛ څو د ټاکنو پروسه په شفاف ډول ترسره شي؛ خو د هغه په خبره چې اوس د بلخ هغه رايې هم شمېرل شوي چې له بايومتريک پرته کارېدلي دي.
نوموړي همدا راز نيوکه وکړه چې يو شمېر کسان د خيالي او پولي معاملو په پايله کې د ټاکنو کمېسيون لخوا کامياب کړای شوي دي.
عبده زياتوي چې خلکو د ډېرو ستونزو سربېره بيا هم په ټاکنو کې ګډون وکړ خو ادعا يې وکړه چې په رايو يې معامله وشوه.
د هغه په خبره، قانون ته مراجعه کول د ټولو ستونزو د حل ريښه ده او هر عمل چې له قانون او عدالت پرته ترسره کېږي، نورې ستونزې هم ورسره پيدا کېږي.
نوموړي وويل چې په انتخاباتي کمېسيونونو کې د معاملو په تړاو بشپړ اسناد ورسره دي او هيله يې وکړه چې بايد رسيدګي ورته وشي.
عبده غوښتنه وکړه چې د بلخ کارول شوې رايې بايد د ناظرينو پر وړاندې بيا ځلي وشمېرل شي.
هغه ګواښ وکړ، څو چې حق حقدار ته ونه سپارل شي، دوی به غلي نه شي او خپلو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي.
بل معترض نوماند ډاکټر وکيل متين په خپلو خبرو کې وويل چې دوی په ټاکنيزو کمېسيونونو کې د فساد او درغليو پر ضد راټول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، هر هغه کانديد چې له مشروع لارو کامياب شوی وي، ملاتړ ترې کوي خو هغه کسان چې په وينا يې د زر او زور له لارې ځان کامياب کړی وي، خلک به يې ونه زغمي.
د هغه په وينا هر هغه شخص چې په ټاکنو ملي پروسه کې خنډونه جوړ کړي، ملي خاينين دي.
متين وويل: ((موږ د دې لپاره نه يو راټول شوي چې ولې ناکام شوي يو، موږ ځکه اعتراض کړی چې په د ټاکنو شفافيت تر پوښتنې لاندې دی او بايد چې د قانون پلي کېدو پر وړاندې هېڅ ډول ستونزه نه وي.))
نوموړي له عدلي او قضايي ارګانونو څخه د ټولو هغو کسانو د عدلي تعقيب غوښتنه وکړه چې له غير مشروع لارو کامياب شوي او همدا راز د ټاکنو ملي پروسې اعتبار ته يې صدمه رسولې ده.
د متين په خبره هر هغه چا چې په ټاکنو پروسه کې يې خنډونه جوړ کړي بايد په تور ليست کې واچول شي او د تل لپاره له رای ورکولو څخه محروم کړای شي.
هغه وويل چې هغه کسان هم بياله بلخ څخه پارلمان ته کامياب شوي چې په تېرو اتو کلونو کې د ولسي جرګې غړي وو؛ خو يوه ورځ ېې هم د خلکو د حقونو په تړاو غږ نه دی پورته کړی.
نوموړي زياته کړه چې بلخ ولايت کې د انتخاباتي سرغړونو په تړاو ۸۰۰ شکايتونه ثبت شوي؛ خو وايي چې شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون هېڅ ډول پاملرنه او رسېدګي ورته نه ده کړې.
سوريا باور عمري د بلخ بله کانديده ده چې په ابتدايي ليست کې يې نوم نشته.
هغې د لاريون پر مهال رسنيو ته وويل چې د بلخ ټاکنې د سياسي او پولي معاملو قرباني شوي دي.
نوموړې زياته کړه چې د خلکو پاکو رايو ته هېڅ ډول ارزښت نه دی ورکړل شوی.
د هغې په خبره خلک بايد راپورته شي او له خپلو پاکو رايو او حقونو څخه دفاع وکړي .
هغه وايي؛ څو چې يې غوښتنې ونه منل شي او په ټاکنيزه پروسه کې عدالت پلی نشي؛ نو خپلو مدني اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
هغې وويل: ((موږ ميراثي پارلمان نه غواړو، تر پرونه يې پلرونه په دولتي څوکيو ناست وو او نن يې پر بچيانو د پارلمان څوکۍ ويشل کېږي، دا حالت د زغملو نه دی او بايد بدلون ورکړل شي.))
مېرم عمري له ټاکنو کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، څو هغو کسانو ته د بريا چانس ورکړي چې د خلکو باور پرې کړی او رايه يې ورکړې.
هغې ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون باندې هم نيوکه وکړه چې شکايتونو ته يې پر وخت رسېدنه نه ده کړې.
په ورته وخت کې د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس عزت الله ارمان له لاريون کونکو سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې ټولو ستونزو ته به رسېدګي وکړي.
هغه زياته کړه چې د اعتراض کونکو وړانديزونه يې اورېدلي او د حل لپاره يې اقدامات هم پيل شوي دي.
ارمان وويل چې د رايو بيا ځلي شمېر يې پيل کړی او هڅه يې دا ده څو ټولې ناپاکې رايې له پاکو هغو څخه جلا او لغو کړي.
نوموړي زياته کړه چې د ۲۳۱ محلونو په تړاو شکايتونه ورته رسېدلي او خلک دې ډاډه اوسي چې تورې رايې به له سپينو رايو څخه جلا کوي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس وويل چې ټولې هغه رايې باطلوي چې له بايومتريک پرته کارېدلې وي.
هغه زياته کړه چې کمېسيون به هغه کسان پارلمان ته استوي چې د خلکو په پاکو رايو کامياب شوي وي.
معترضو نوماندانو د لاريون په پای کې د بلخ د ټاکنو کمیسيون دروازه هم وتړله.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.