فراه (پژواک ، ٣٠ مرغومى ٩٢) : د فراه ولايت د کانونو رياست وايي ، چې  په دې ولايت کې ګڼ شمېر کانونه شته او ډېرى يې له دوى سره ثبت هم دي، خو تر اوسه استخراج شوي نه دي.
ددې ولايت د کانونو رييس انجنير جمعه خان جويان پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په ۲۰۰۷ م کال کې د امريکا د پرمختياد نړيوالې ادارې USAID او د امريکا خلايي ادارې ناسا له خوا په يوه ګډه ترسره شوې سروې هم په دې ولايت کې د ګڼ شمېر کانونو يادونه شوې ده.
هغه زياتويو چې په دې ولايت کې د مسو، وسپنې، سرب، سپين زر، مالګه، قلعي، سيماب، مولبديم، تورمالين، استانيم، يورانيم، ګرانيټ، تيل ګچ، سمنټ، د ډبرو سکاره، کرومايټ، کاشي خاوره(فلدسپار) او سليکان کانونه شته دي.
۱-مس:
مس د فراه ولايت د اناردرې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې لکه: مارکو، چاى عروس، غوري صدف، کوه ميرزاعرب او سرکورو او ګلوغي سيمو کې ستر کانونه شته دي، خو داچې په دغو سيمو کې په کومه کچه مس شتون لري او يا هم د اکتشاف او استخراج له پلوه په کوم حالت کې قرار لري، د دې ولايت د کانونو اداره، چې نوې رامنځته شوې ، معلومات نلري.
۲-وسپنه:
د فراه ولايت په کاريزک سيمه کې د وسپنې کان شته، همداراز  د  پشت کوه ولسوالۍ اړوند سوېل لوېديځ لور ته په ٧٨ ميله واټن کې د اتشخانه نومي غر کې هم د وسپنې کان موجود دى، دغه غر، چې په کال ١٣٧٥ لمريز کې د ايراني انجنيرانو له خوا تشخيص شوى ، څرګند شوې ده، چې په پراخه کچه وسپنه په کې شته، خو دا لا معلومه نه ده، چې په کومه کچه وسپنه لري او يا هم څو فيصده ده.
د دې ولايت په يوه بله ولسوالۍ ګلستان کې هم د دوربس او رود دزد په سيمو کې د وسپنې ستر او د پام وړ کانونه موجود دي.
همداراز د فراه ولايت د ولايتي شورا مرستيال عبدالحميد حميد پژواک ته وويل، چې د دې ولايت په پرچمن ولسوالۍ کې د وسپنې کانونه شتون لری.
۳-سرب( PB):
د فراه ولايت د اناردرې ولسوالۍ په سياه کوته او د بالابلوک ولسوالۍ په صاحب سيمه کې د سربو کانونه شته، خو د دې ولايت د کانونو اداره يې په اړه نور معلومات نه لري،  همداراز د بالابلوک ولسوالۍ په ځينو سيمو کې هم د سربو اټکل شوى دى، خو په دقيقه توګه معلوم شوي نه دي.
سپين زر(AG):
د فراه ولايت د انار درې ولسوالۍ په سياه کوته سيمه کې سپين زر شتون لري، خو په اړه يې پوره معلومات د دې ولايت د کانونو ادارې سره نشته.
۴- مالګه:
مالګه د فراه ولايت د جوين ولسوالۍ په دغال  سيمه کې د مالګې لويه زيرمه شته، چې رسوبي مالګه ده اوهرکال له اوبو سره راځي او په دغه سيمه کې ذخيره کيږي.
د فراه ولايت د کانونو رييس وايي، چې له لسګونو کلونو راهيسې د سيمې خلک په غير قانوني او غير مسلکي ډول دغه مالګه قاچاق کوي.
همداراز د پشت کوه ولسوالۍ په داغه تندي سيمه کې د مالګې ستر او د اهميت وړ کانونه شته دي، د دې ولسوالۍ د مالګې له کانونو شاوخوا ٤٠ کاله مخکې مالګه استخراج او پلورل کېده ، خو دغه کار وروسته له هغه په ټپه ودرېد، چې ايرانۍ او پاکستانۍ مالګې د هېواد بازارونو ته راغلې دي.
که څه هم د فراه ولايت د کانونو اداره په دې ولايت کې د مالګې د زيات شمېر کانونو يادونه کوي، خو لاهم په دقيقه توګه معلومه نه ده، چې په مجموعي ډول دا ولايت په کومه کچه د مالګې کانونه لري او يا هم څومره ارزښت لري.
د فراه ولايت نور کانونه:
همداراز په فراه ولايت کې زيات شمېر کانونه، چې د اکتشاف، استخراج، قرارداد او يا هم د زيرمو په اړه يې پوره معلومات نه دي ترلاسه شوي، يواځې د اړوند کان د موقعيت په اړه يادونه کولاى شو:
مولبديم(W) او استانيم(SN) کانونه د اناردرې ولسوالۍ په بصير او کلکر سيموکې او همداراز په بالابلوک ولسوالۍ کې هم شتون لري.
سيماب(HG) کانونه د بالابلوک ولسوالۍ په زرمردان سيمه کې او د ګلستان ولسوالۍ په چشنک سيمه کې هم شته، همداراز د پرچمن ولسوالۍ د دوبا او مشکان په سيمو کې د سيماب کانونه شته دي، خو په دقيقه توګه معلوم نه دي.
زنګ(قلعي)، تورمالين د اناردرې ولسوالۍ سياه کوته سيمه کې کانونه لري، تورمالين يو ډول مواد دي، چي په برقي يا بريښنايي وسايلو کې ترې ګټه اخيستل کيږي، چې بيه يې لوړه او په ډيرو کمو ځايونو کې پيدا کيږي، چې په فراه ولايت کې په بې ساري ډول شتون لري.
يورانيم: د فراه ولايت د کانونو ادارې د معلوماتو له مخې، د يورانيمو کان د بالابلوک او پرچمن ترمنځ  په پرته سيمه کې هم شته.
ګچ: د فراه ولايت مرکز اړوند د کهدانک کلی سوېل خوا ته د ګچو کان شته ، خو د ذخيرې او ارزښت په اړه يې کره معلومات نشته.
د سيمي د خلکو نظرونه:
يو شمېر سيمه ييز خلک بيا وايي، چې ځينې داسې نور کانونه هم شته، چې مسوولين ترې خبر نه وي.
عبدالرشيد لک زهی قومي متنفذ، چې د فراه ولايت د جوين ولسوالۍ اوسېدونکى دى، پژواک خبري اژانس ته   وويل، چې د پشت کوه ولسوالۍ اړوند سيمو کې د ۷۸ ميل سوېل لوېديځ خواته د آتشخانه غر لوېديځ خوا کې د ګرانيت لوی کان شتون لري.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه غره کې په ۱۳۷۵ کال کې د ايرانی انجنيرانو له خوا ګرانيت ډبرې په کې تثبيت شوې دي.
سرچينې وويل، چې د داودخان د حکومت په وخت کې د ترسره شوې سروې له مخې څرګنده شوه، چې د پشت کوه او جوين ولسواليو تر منځ سيمه د آتشفشان غره سوېل ختيځ خوا کې د تېلو يوه څاه شتون لري.
عبدالشکور د پشت رود ولسوالی د اخترخان د برنګکي سيمې اوسېدونکى وايي: د دوی کلي ته نږدې د بچه باران(بيبچه باران) په نوم مشهوره غره کې د زنګ ضد لپاره مواد شته ، چې پخوا به کوچيانو او مالداره خلکو د خپلو پسونو په رنګولو کې ترې ګټه اخيستله.
د فراه ولايت د ولايتی شورا مرستيال او د پرچمن ولسوالی اوسېدونکي عبدالحميد حميد پژواک ته وويل، چې په فراه ولايت کې د پرچمن ولسوالۍ يوه غرنۍ سيمه ده له همدې کبله د دې ولسوالۍ په بېلابېلو  سيمو کې په پراخه کچه کانونه شتون لري.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې د سمنټو، وسپنې، يورانيمو، ډبرو سکرو، کرومايټو او سليکان کانونه شتون لري.
ځوان ليکوال او د پشت کوه ولسوالۍ د اُور د کلي اوسېدونکي عبدالجليل جوينده  پژواک ته وويل، چې په پشت کوه ولسوالۍ کې د مالګې څلور کانونه شته، چې يو يې د رباط په سيمه کې، دويم يې د هاروت د پلي شا خواته، درېيم يې د توندي په نوم ياديږي او څلورم يې د چاه ګنده په نامه ياديږي، چې توندي تر ټولو لوی او چاه ګنده تر ټولو کوچنى د مالګې کان دى.
د جوينده په وينا ، د مالګې دغو څلورو کانونو نږدې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ جريبه ځای نيولى دى.
که څه هم اوسمهال له دې کانونو څخه راوړل شوې مالګه د فراه د ښار په ځينو ځايونو کې ليدل کيږي، چې خلک يې د خپلو ژوو لپاره ترې ګټه اخلي، خو داچې تصفيه شوې نه ده، نو ځکه په خوړلو کې ترې ګټه نه اخيستل کيږي.