نيلي(پژواک، ٩ سلواغه ٩٢): دايکنډي دهېواد له نويو تاسيس شويو ولايتونو څخه دى او تر اوسه يې د کانونو د کشف لپاره تخصصي سروې نه ده شوې، خو ځايي سروې ګانې څرګندوي، چې په دې ولايت کې د مسو کانونه په  زياته کچه شتون لري.
دايکنډي د هېواد له مرکزي ولايتونو څخه دى او تر دې وړاندې د اروزګان ولايت له ولسواليو څخه يوه وه او په ١٣٨٤ لمريز کال کې د ولايت کچې ته اوچت شو.
په دې ولايت کې د کانونو رياست نه شته او په تازه ډول يې تشکيلات منظور شوي ، خو تر اوسه يې خپل فعاليت نه دى پيل کړى.
د مسو عمده کانونه په اشترلي ولسوالۍ کې دي او ځايي چارواکي په دې باور دي، چې که تازه زېرمې کشف شي، نو د مسو سم تثبيت به تر سره شي، چې ارزښت به يې ميليونو ډالرو ته ورسېږي.
 د دايکنډي ولايت استازي دا ولايت د مسو په ګډون د نورو کانونو څخه يو سرشاره ولايت ګڼي او څرګندوي، چې ددې کانونو استخراج دې ژر تر سره  شي، چې دا به خلکو او دولت ته زياته ګټه ورسوي.
دوى وايي، چې ددې کانونو او ځمکنيو زېرمو پېژندنه او استخراج به د خلکو په اقتصادي وده او کارموندنه کې زيات اغېز ولري، خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ کار نه دى شوى.
د دوى په خبره، ځينې ځايي لومړنۍ سروې ګانې څرګندوي، چې په اشترلي کې به د مسو کان د لوګر د مسو کان په کچه وي.
 د لوګر ولايت د مسو کان نږدې څلور ميليونه ټنه او ددې کان د مسو انداز له ١،٢ څخه تر ١.٥ سلنې پورې محاسبه شوې ده.  د لوګر د مسو کان د پېشبيني شويو کاني زېرمو اندازه له شپږ ميليونو څخه زياته اټکل شوې ده.
افغانستان د لوګر مسو کان داستخراج لومړى قرار داد د متالوژي او مسو جيانګزى شرکت چينايي ګروپ سره د ٢٠٠٨ زيږديز کال د مۍ په ٢٥ مه نېټه لاسليک کړى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د کانونو وزارت د وسپنې، مسو او ډبرو سکرو درې نوي کانونه په دايکنډي او باميانو ولايتونو کې تثبيت کړي دي.
 د کانونو پخواني وزير انجنيرابراهيم عادل، چې په ١٣٨٩ لمريز کال کې يې  د کورنيو او بهرنيو متخصصينو له يوې ډلې سره دايکنډي ته سفر کړى و، د اشترلي ولسوالۍ په سرخ قول سيمه کې يې د مسو د کان له کشف  خبر ورکړ او ويلي يې وو، چې د کانونو وزارت پلټنه د ځايي خلکو د معلوماتو او احتمالاتو پر بنسټ په ياده سيمه کې تر سره شوه ، چې پايلې يې د توقع خلاف نه وي.
دده په خبره ، په دايکنډي کې د مسو تازه زېرمې کشف شوي، چې که سم تثبيت يې  وشي، نو ارزښت به يې نږدې ٣٠٠ ميليارده ډالرو ته ورسېږي.
 د کانونو پخواني وزير زياته کړې وه، چې خلک کولى شي له دې کانونو د سلګونو کلونو لپاره کار واخلي او دولت ته به يې د استخراج د عايد کچه نږډې يو ميليارد ډالر وي.
د مسو په ګډون فلزات د اقتصادي اړخه اوچت ارزښت لري، چې په بېلابېلو برخو کې ترې کار اخيستل کېږي.
 
 له بلې خوا د دايکنډي د اقتصاد رياست چارواکي هم وايي، چې د وسپنې، سربو او د ياقوتو، مرمر ډبرو، رخام ، شاه مقصود، ګچ او ډبرو سکرو په څېر د ګران بيو ډبرو کانونه  ددې ولايت په مرکز نيلي او د ميرامور او کجران ولسواليو کې موندل کېږي.
 خو تر اوسه پورې ددې کانونو د اندازې او نوعيت په اړه د سروې د يوه څرګند پروګرام د نشتوالي په سبب معلومات نه دي تر لاسه شوي.
د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي يواځې د شاه مقصود په نامه يوې ډبرې څخه تسبيح جوړوي او بيايې بازار ته وړاندې کوي، خو له نورو ګران بيه ډبرو څخه تر اوسه کار نه دى اخيستل شوى .