کابل ( پژواک، ١٧ وږى ٩١): د خوست والي وايي، چې نور په دې ولايت کې اسناد نه لرونکو موټرو او موټرسايکلونو ته د ګرځېدواجازه نه ورکول کيږي.
د خوست ولايت د عامه اړيکو مسوول بريالي روان نن پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه څرګندونې د خوست والي عبدالجبارنعيمي د وږي په ١٦مه دخوست ولايت دبارګينونو له يو شمېر استازو سره په ناسته کې وکړې.
دده په وينا، نعيمي ويلي ، چې په دې تړاو يې په وروستۍ امنيتي جلسه کې يوې کمېټې ته دنده ورکړې ، ترڅو دخوست ښار په مرکز او ولسواليو کې د اسناد نه لرونکيو موټرو او موټرسايکلونو د ګرځېدو مخه ونيسي.