Pakistan accused of aiding Nangarhar rebels

 

جلال اباد (پژواک ٩ چنګاښ ٩٢): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، چې پاکستان په مستقيم او غير مستقيم ډول په ننګرهار کې له وسله والو سره مرستې کوي.

دغه څرګندونې د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم هاشمي د چنګاښ په ٩مه له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغه زياته کړه، چې پاکستاني استخباراتي او يو شمېر نورو کړيو په دې وروستيو کې په ننګرهار کې له وسله والو مخالفينو سره مرستې زياتې کړې دي.
سمونوال هاشمي وايي، دوى ته په ثبوت رسېدلې ده چې پاکستان په ننګرهار کې له وسله والو کړيو سره مرسته کوي او ورانکاره کړنو ته يې هڅوي.
نوموړي زياته کړه: ((پاکستاني وسله وال مو نيولي دي، د هغوى جسدونه زموږ تر لاسو را رسېدلي دي، همدا راز نور شواهد هم موږ ته په لاس راغلي چې پاکستان په ننګرهار کې وسله وال تمويلوي.))
د امنيه قوماندانۍ د امنيت د امر په خبره، چې پخوا هم د پاکستان له لوري يو شمېر وسله والې کړۍ په ننګرهار کې تمويلېدې او د هغوى په اشاره يې ورانکاره فعاليتونه کول، مګر په دې وروستيو کې يې فشارونه زيات کړي، خو افغان ملي پوليس او ملي اردو د امنيت د ټينګولو توان لري.
ده زياته کړه: ((له موږ سره ايساف ځواکونه نشته، خو کولى شو، امنيتي ستونزې په خپله له منځه يوسو.))
سمونوال معصوم خان هاشمي وړاندې وايي، چې وسله والو مخالفينو او د هغوى تمويلوونکي هېواد پاکستان په دې وروستيو کې د ننګرهار په ګوشته، دوربابا، اچين،نازيان، لعلپوره او يو شمېر نورو سرحدي ولسواليو کې هڅې پيل کړې، تر څو امنيتي وضع ګډه وډه کړي مګر دوى يې پر وړاندې کلک امنيتي تدابير لري.
نوموړى زياتوي، چې پاکستان غواړي له دې لارې د ننګرهار ولايتي اداره او ننګرهاريان مشغول وساتي او په خپله په پټ ډول سرحدي تجازونه ترسره کوي.
ده زياته کړه: ((موږ هر څه درک کړي دي، هېڅ وخت به د پاکستان شوم اهداف ترسره نه شي.))
نوموړى پر ټولو هېوادوالو غږ کوي چې د چا په خبرو دې نه غوليږي او د خپلو امنيتي ځواکونو سره دې د امنيت په راوستو کې مرسته وکړي.
د پوځي چارو کارپوه محمدانور سلطاني هم  پژواک ته تاييد کړه چې په دې وروستيو کې پاکستاني استخباراتي کړيو په ننګرهار کې له وسله والو سره مرستې زياتې کړې دي.
هغه هم وايي چې پاکستان غواړي د ننګرهار ولايتي اداره او اوسېدونکي په داخلي ګډوډيو مشغوله وساتي او په خپله په سرحد کې خپل اهداف لاسته راوړي.
ده زياته کړه: ((دا هغه وخت دى چې پاکستان تر اخره بريده کوښښ شروع کړى، نور يې له دې وړاندې هېڅ وس نه کېږي، خو موږ بايد هوښيار ووسو.))
سلطاني په مرکزي ادارې غږ کوي چې لاس تر زنې دې نه کيني او د ننګرهار د امنيتي وضعې د بيا جوړېدو په اړه دې جدي اقدامات وکړي.
د يادونې ده، وسله وال طالبان تر دې وړاندې دا ډول تورونه او ادعاوې رد کړې دي.
په دې وروستيو کې په ننګرهار کې امنيتي وضع يو څه خرابه شوې، د يوې امنيتي سرچينې په حواله په تېره يوه مياشت کې له دېرشو ځلو زيات لويي او واړه جنګونه د ننګرهار په بيلابيلو ولسواليو کې رامنځته شوي، چې لسګونو وسلوالو مخالفينو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.