د ولسي جرګې منشي: د ټاکنو د نه کېدو په اړه اوازې بې معنا دي

 
جلال اباد (پژواک ١٨ زمرى ٩٢): د ولسي جرګې منشي انجنير سيد اکرام وايي، چې د افغانستان دښمنان په هېواد کې د ټولټاکنو د نه ترسره کېدو اوازې خپروي.
سيداکرم باچا له پژواک خبري ژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې ټولټاکنې شونې دي او هر هغه څوک چې وايي ټاکنې ناشونې دي، د خلکو ذهنيتونه خرابوي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي، خو يو شمېر کړۍ د دغو ټاکنو د نه ترسره کېدو خبرې کوي.
خو د ولسي جرګې منشي وايي، هر هغه څوک چې دا ډول اوازې خپروي، هغوى د افغانستان راتلونکى روښانه نه غواړي او دا يوازې او يوازې د هېواد د دښمنانو شوم تبليغات دي.
ده زياته کړه: ((ټاکنې که په هر ترتيب وي، کېږي، مګر هغه د ټاکنو نه کېدل بېخي ناشونې خبره ده، کېداى شي د ځينو تخنيکي ستونزو له امله يوه مياشت وروسته يا مخکې شي.))
د نوموړي په وينا، په اوس وخت کې د نوم ليکنې بهير په يو شمېر ولايتونو کې ډېر سست روان دى او په کار ده چې ټول افغانان په راتلونکو ټاکنو کې د ونډې لپاره د رايه ورکونې کارتونه تر لاسه کړي.
انجينر سيداکرام اندېښنه وښوده، که چېرې د نوم ليکنې بهير همداسې روان وي نو لرې نه ده چې په ټاکنو کې به د افغانستان ډېر کم خلک برخه واخلي.
دى وايي: ((راتلونکې سياسي پروسه زموږ لپاره ډېره مهمه ده او بله دا چې بايد موږ ټول په کې برخه واخلو.))
د ولسي جرګې منشي وايي، راتلونکى کال ځکه مهم دى، چې له يوې خوا پوځي لېږد بشپړيږي او له بلې خوا سياسي انتقال هم رامنځته کيږي.
نوموړى د نا امنۍ خبره هم کوي چې د يو شمېر ولايتونو په ځينو ولسواليو کې امنيتي ستونزو  خلک دې ته اندېښمن کړي چې ښايي هلته به ټاکنې ونه شي.
دى وايي، چې په دې وروستيو کې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو په کلکه پتېيلې چې په ټول هېواد کې به د ټاکنو لپاره امنيتي زمينه برابروي او په هرې ولسوالۍ کې به ټاکنې ترسره کيږي.
هغه زياته کړه: ((له امنيتي ستونزو نه ټاکنې نه پاتې کېږي او نه به پاتې شي، موږ فوځ لرو او هېڅ ډول مشکل په دې برخه کې نشته.))
نوموړى وايي، چې يو شمېر کړيو ځينې نورې افواګانې هم خپرې کړې چې ګواکې د هر کانديد تر شا د نړيوالې ټولنې تمويل موجود وي، که هغه رايه واخلي او که کاميابيږي.
د سيداکرام په خبره، چې يو شمېر کانديدانو او ځينو نورو کړيو د خپلو ګټو په خاطر داسې افواګانې خپرې کړې او د افغانانو ذهنيتونه په دا ډول پوچو خبرو خرابوي.
هغه وويل: ((هېڅوک د افغانستان په ټاکنو کې مداخله نه شي کولى او دا خبره بېخي بايد له ذهنه و ايستل شي، هغه کس به کاميابيږي له چا سره چې د ولسونو همکاري دي.))