جلال اباد(پژواک۲۳غبرګولى٩٢): په ننګرهار کې په تېرو اتو کلونو کې سلګونه لويې او وړې پراختيايي پروژې پلې شوې دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزى وايي، چې په تېرو اتو کلونو کې په ننګرهار کې د بيارغونې په برخه کې ډېر پرمختګ شوى ، سلګونه کيلومتره سړکونه پاخه شوي ، چې په کې د شاوخوا شلو ولسواليو سړکونه هم شامل دي او دغه راز  له  تورخم څخه تر لغمان  پورې عمومي لوى سړک هم له سره رغېدلى دى.
عبدالزى وايي: (( د سړکونو په جوړېدو سره د خلکو ستونزې کمې شوي او تګ راتګ اسانه شوى دى.))
د نوموړي په خبره ، سږ کال په پام کې لري، چې د تورخم-جلال اباد دويم سړک هم جوړ کړي،    چې دغه سړک بايد شاوخوا درې کاله وړاندې جوړ شوى واى، خو هغه کمپنۍ،  چې قرارداد ورکړل شوى و  تښتېدلې ، چې اوس د فوايدعامې وزارت غواړي يوې بلې کمپنۍ ته يې قرارداد ورکړي .
دى دا هم وايي ، چې د جلال اباد ښار دننه ٦٠% سړکونه  پاخه شوي ، ويالې او نورې ګڼې کوڅې هم په پاخه ډول سره جوړې شوې دي او د سړکونو ستونزه اوس ډېره کمه شوې ده.
نوموړى وايي: ((يو شمېر نورې پروژې هم موږ سږ کال لرو، چې دا به هم پلي کيږي.))
 عبدالزى وايي، چې د شاوخوا ٣٠٠   ښوونځيو ودانۍ جوړې شوي ، چې په جوړېدو سره يې د زرګونو زده کوونکو د سرپنا ستونزه هواره شوې ده، د ده په خبره چې لا هم د ځينو ښوونځيو په ودانيو کار روان دى .
همداراز نوموړى زياتوي ، چې له شپتو د زياتو کلينيکونو ودانۍ هم په پاخه او اساسي ډول جوړې شوې دي او دا مهال په ټولو ولسواليو کې روغتيايي کلينيکونه موجود دي.
عبدالزى وايي: ((د ننګرهار په پوهنتون کې د ساينس ، زراعت ، اقتصاد، انجينري پوهنځيو ،کتابتون ، ليليو او ځينو نورو پوهنځيو ودانۍ جوړې  او د پوهنتون د ټولې ځمکې احاطه هم شوې ده.))
د ده په وينا، چې په تېرو اتو کلونو کې په ننګرهار کې د لسو  رياستونو لپاره ودانۍ جوړې شوي او همداراز د ګردو لپاره يو ډېر ستر روغتون هم جوړ شوى، چې ځينې چارې يې لا بشپړې نه دي.
د نوموړي په خبره ، چې د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې  د کرزي په نوم  يو لوى تالا او د ښاروالۍ مېلمستون هم جوړ شوي دي.
ده زياته کړه: (( دوه لوى  ورزشي لوبغالي هم جوړ شوي  او د ننګرهار شاهي ماڼۍ هم له سره ترميم شوې ده.))
د والي وياند وايي ، چې په تېرو کلونو کې د شېرزي په نوم يو لوى لوبغالى  هم جوړ شوى  او ورسره په خوا کې يې د ځوانانو لپاره يو لوى پارک هم جوړ کړى، چې سلګونه ځوانانو ته په کې د کار او چکر زمينه برابره شوې ده.
نوموړى وايي ، چې د کډوالو لپاره درې مېشت غالي هم جوړ شوي او دغه راز د غازي امان الله خان په نوم يو شخصي ښارګوټى ، چې په نړيوالو معيارونو برابر دى ، په دغه ولايت کې  د جوړېدو په درشل کې دى .
عبدالزى وايي: (( په تورخم کې ټولې  دولتي ودانۍ جوړې شوي  او  همدراز دوه ستر صنعتي ښارګوټي هم موږ جوړ کړي دي.))
نوموړي زياته کړه، چې سږ کال د تورخم-جلال اباد د دويم سړک تر څنګ د بهسود پول  هم جوړيږي او يو شمېر نورې وړې او لويې  پروژې په پام کې لري ، چې کارونه يې پيل کړي.
بلخوا د ننګرهار د اطلاعات او کولتور رييس اورنګ صميم وايي، چې په تېرو اتوکلونو کې په ننګرهار کې له سلو زيات جوماتونه  جوړ  او دغه راز  د جوماتونو تر څنګ په ښار کې يوه لوعيدګاه هم جوړه شوې ، د عازي امان الله خان مزار جوړ  او  د ملنګ جان مزار له سره رغول شوى او  په بهسودو ولسوالۍ کې د شهيدانو د څلي په نوم يو څلى  هم جوړ شوى دى.
صميم وايي: ((د سراج العمارات تاريخي ودانۍ او بڼ هم په منظم ډول سره جوړ شوى دى.))
 د ننګرهار د کانال رييس انجينر زيارت ګل راحل پژواک ته وويل ،چې د ننګرهار د کانال په برخه کې هم ډېر پرمختګ شوى، په زرګونه جريبه ځمکه کې يې يو ځل بيا مالټې،نارنج او د ليمو بوټي ايښي دي.
دى وايي: (( د زيتونو زرګونه جريبه ځمکه مو پاک کاري کړې ، چې اوس حاصل ته جوړيږي.))
د ده په خبره، چې د زيتونو فابريکه يې يو ځل بيا فعاله کړې او همداراز يې هغه شپږ سوه هکټاره ځمکه ، چې اوبه يې نه لرلې، بند شوى کانال يې ورته بېرته پرانيستى دى.
د کانال رييس  زياتوي ، چې سږکال ډېرې لويې پروژې لري ،چې په مختلفو برخو کې به يې عملي کړي.
د ننګرهار د کليو د بيارغونې او پراختيا رييس حضرت بلال نورستاني پژواک ته وويل، چې  په ګڼو ولسواليو کې يې سلګونه څاه ګانې کيندلي، استنادي ديوالونه او بندونه يې جوړ کړي ، په يو شمير ولسواليو کې يې د برېښنا واړه توربينونه جوړ کړي ، چې سلګونه کورنۍ يې له برېښنا څخه برخمنې کړې دي.
نو موړى دا هم وايي ، چې په اوس وخت کې لسګونه نورې پروژې هم  تر لاس لاندې لري، چې کار  پرې روان دى .
ده زياته کړه: (( موږ په مختلفو برخو کې له خلکو سره مرسته کړې، غرنيو سيمو کې مو په غره کې د اوبو نلونه تېر کړي دي.))
د ننګرهار د برېښنا رييس محيب الرحمان مومند پژواک ته وويل، چې په تېر کال کې  يې دغه ولايت ته د نغلو ١٢ ميګاواټه برېښنا رانتقال کړې ده، چې پېسې يې د نړيوال بانک له لوري ورکړل شوې دي.
مومند وايي ، چې که څه  هم د دغې برېښنا په رارسولو کې ګڼ شمېر ستونزې موجودې وې ، خو بيا هم تر ننګرهاره رارسيدلې ، چې اوس مهال يې په جلال اباد ښار کې د وېش چارې روانې دي.
نوموړى  زياتوي، کوښښ کوي چې د درونټې د برېښنا په بند کې ، چې کومې ستونزې موجودې دي، هغه په روان کال کې حل کړي.
د ننګرهار د ولايتي شورا رييس اغاجان پژواک ته وويل، چې  د پخوا په پرتله په دغه ولايت کې د بيارغونې په برخه کې ګڼ شمېر کارونه تر سره شوي .
دى زياتوي ،چې په وروستيو پنځو کلونو کې د ولسواليو په پرتله مرکز ته ډير پام شوى  په داسې حال کې،چې د مرکز په پرتله د ولسواليو او لرې پرتو سيمو خلک ډېرې اړتياوې لري.
د ده په خبره،چې په ولسواليو کې د لويو پراختيايي پروژو او دغه راز د ملي پيوستون ګټور پروګرام پر وړاندې اصلي خنډ د وسله والو موجوديت او ناامني ده،چې پراختيايي چارې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.
اغا جان وايي: ((د ولسواليو سړکونه پاخه شوي ،پخوا کلينيکونه نه وو، اوس کلينيکونه هم جوړ شوي دي.))
خو نوموړى پر يو شمير پرمختيايي پروژو نيوکه کوي، چې کيفيت يې ښه نه دى  او  ولايتي اداره  بايد د پروژو کيفيت ډير پام کړى واى .
د ولايتي شورا يوه بله غړې محترمه امين بيا وايي، چې که څه هم په ننګرهار کې ګڼ شمېر  د بيارغونې کارونه شوي .
دى وايي: ((بنسټيز کارونه ډېر کم شوي دي،موږ لويو پروژو ته اړتيا لرو.))
د محترمه امين په وينا ، چې په ننګرهار کې د پرمختيايي پروژو وېش هم په عادلانه ډول نه دى شوى.
هغې وويل ، چې په يو شمير ولسواليو کې د بيارغونې کارونه ډېر شوي،  مګر برعکس يې په ځينو ولسواليو کې نه دي شوي، د  بيلګې په ډول د دور بابا ولسوالي ياده کړه ، چې بيارغنيزې چارې په کې کمې ترسره شوې دي.
قومي مشر حاجي محمد علي پژواک ته وويل ، چې په ډېرى پروژو کې درغلۍ  شوې دي او هغه پېسې چې کومې ځانګړې پروژې ته بېلې شوي ، هغه په پوره ډول نه دي مصرف شوي.
ده وويل ، چې د خوګياڼو ولسوالۍ کږې بازار ته نږدې د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوې، چې د ټيټ کيفيت او  درغلۍ له امله اوس په يوه اړخ کږه شوې ده.
نوموړى زياتوي: (( درغلي په کې شوې وه، مواد يې کم په کې استعمال کړي وو، ودانۍ کيناسته.))
د ښځو چارو پخوانۍ رييسه شيلابابړي پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې ګڼ شمېر د بيارغونې کارونه شوي،  چې په يو شمېر کې يې ښځو هم ونډه اخيستې ده او وخت په وخت ښځو ته هم د کار زمينه په کې برابره شوې ده.
هغه وايي: ((د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې لسګونه ښځې مصروفې وې او کار يې کاوه.))
شيلابابړي هم پر يو شمير پروژو نيوکه کوي او وايي چې بې کيفيته پاى ته رسېدلې دي، لکه  د بهسودو  ولسوالۍ د مياګانو سړک  چې سر له اوسه خراب دى او د کيفيت په برخه کې يې هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
په يادو پروژو کې تر نيمايي د زياتو ،چې سړکونه،روغتيايي مرکزونه او ښوونځي په کې راځي  مالي لګښتونه يې د  ولايتي بيارغونې ډلې ( پي ار ټي  ) له لوري او همداراز د يو شمير نورو موسساتو له لوري  ورکړل شوي دي.
د دې تر څنګ په پراختيايي چارو کې ،فوايد عامې،کرنې او مالدارۍ او دغه راز د ننګرهار ښاروالۍ په خپلو اړوندو ناحيو کې يو شمېر پراختيايي پروژې پلې کړې دي.
دغه راز د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د تورخم – جلال اباد پر لويه لار د حصار شاهي په ډاګه کې لوى صنعتي ښارګوټى تېر کال د لوړو پوړو دولتي چارواکو له خوا پرانيستل شو، په دې ښار ګوټي کې سوداګرو ته  د پانګې اچونې لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې شوې دي.
په ننګرهار ولايت کې په دې وروستيو کې د چرګانو او کبانو فارمونو هم وده کړې او د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې ٦٠٠ د چرګانو او لسګونه د کبانو فارمونه شته ، چې پکې سلګونه کسان نه يواځې په کارونو بوخت دي، بلکې له دې فارمونو څخه کابل او نورو ولايتونو ته  چرګان او ماهيان هم ليږدول کيږي .
د ننګرهار هوايي ډګر چې اوسمهال د ناټو تر واک لاندې دى، يواځې د نظامي پروازونو لپاره ترې کار اخيستل کېږي، د ترانسپورټ وزارت وايي ، چې دوى له ايساف څخه غوښتي، چې دغه هوايي ډګر ورته وسپاري، څو ملکي الوتنې هم ترې پيل کړي.
د ننګرهار تقريباً په ټولو ولسواليو کې دولتي تاسيسات جوړ شوي ، ددې ترڅنګ په ځينو سرحدي ولسواليو کې پوځي تاسيسات هم جوړ شوي او په ځينو نور يې کار روان دى.