جلال اباد (پژواک، ۲ مرغومی ۹۷): د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ولسي جرګې د لومړنيو پايلو له اعلانه خوښ نه دي او وايي د رايو په پرتله جوړ جاړي ته ډېره پاملرنه شوې ده.

تر اوږده ځنډ وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ننګرهار ولايت د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې تېره شپه اعلان کړې چې د ١٤ کسانو له ډلې نيمايي نوي دي.

د ټاکنو کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي، عبدالکریم کریمي د ۱۰۵۸۵ رایو، فريدون خان مومند د ۷۷۲۱ رایو، عبدالرووف شپون د ۷۳۴۲ رایو، امیرمحمد یار د ۷۱۹۸ رایو، میرویس یاسیني د ۶۶۹۸ رایو، حضرت علي د ۶۴۵۲ رایو، نبی الله باز د ۶۳۰۹ رایو، عبدالناصر مومند د ۶۰۰۸ رایو، ابرارالله مراد د ۵۵۰۴ رایو، لعل محمد درانی د ۵۴۲۰ رایو، ارین یون با ۴۴۴۴ رایو، لیلما ولي حکیمي د ۳۲۵۳ رایو، سایمه خوګیاڼۍ د ۲۶۷۱ رایو او ډېوه نیازۍ د ۱۶۸۸ رایو په ترلاسه کولو مخکښ نوماندان دي.

فريدون خان مومند، امیرمحمد یار، میرویس یاسیني، حضرت علي، ارین یون، لیلما ولي حکیمي او ساېمه خوږیاڼۍ د ولسي جرګې د اوسنۍ دورې غړيتوب هم لري او پاتې اووه کسان نوي دي.

حاجي ظاهر قدير، عصمت شينوارى، سيد اکرام، اميرجان دولت زى، عبدالغفار قايل، فرشته انوري او پيربخش ګرديوال د ولسي جرګې هغه غړي دي چې په دې دوره ټاکنو کې یې ولسي جرګې ته لار نه ده موندلې.

د يادو پايلو په تړاو د ننګرهار ولايت اوسېدونکي تر ډېره خوښ نه دي او وايي، ټاکنو کمېسيون داسې کسان هم ناکام کړي چې د خلکو د ډېر باور وړ کسان وو او رايه يې هم وړې وه.

دوی وايي، په اعلان شوو پايلو کې د رايو پر ځای جوړ جاړي ته ډېره پاملرنه شوې او تر ډېره پخواني کسان بيا بريالي شوي دي.

محمد اشرف ادريس د سره رود ولسوالۍ د فتح اباد سيمې اوسېدونکی وايي، په اوسنيو پايلو کې تر ډېره پخواني وکیلان کامياب شوي او تېر ته په کتو ترې د خدمت تمه نه شي کېدلی.

خو نوموړى څلورو نارینه او يوې ښځينه نوو کانديدانو ته هيله مند دی چې خپلو کړو وعدو ته به ژمن پاتې شي او د خلکو خدمت به وکړي.

د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکې هيلۍ اسد پژواک اژانس ته وويل، وروستۍ پايلې د خلکو د هيله مندۍ خلاف اعلان شوې، خلک خپه دي چې بيا ولې زاړه نوماندان کامياب شوي دي.

هغې زياته کړه، پخوانيو ښځينه وکيلانو د دوی ښه استازيتوب نه دی کړی او دا ځل ترې هم د خدمت تمه نه کېدای شي او نه باوري دي چې دوی دې د خلکو په رايه راغلي وي.

مدني فعال برهان الدين سيرت وايي، د ټاکنو له ترسره کېدو وړاندې يې د ټاکنو په تړاو له يوناما او نورو نهادونو سره اندېښنې شريکې کړې وې، لويه ستونزه دا وه چې خلکو خپل حق ترلاسه نه شو کړی، نومونه يې نه وو او بېرته کورونو ته ولاړل.

دی وايي، هغوی چې د ولس له منځه حقيقي رايې اخيستې، هغوی نه دي کامياب شوي، بلکې هغوی بريالي شوي چې د ټاکنو له کمېسيون سره يې جوړجاړی کړی دی.

د نوموړي په خبره، ډېر کم کسان به د خپلو رايو مطابق اعلان شوي وي، نه د رايو اخيستو ته کتل شوي، نه هم سمتي او قومي جوړښت ته؛ ځکه يوې ولسوالۍ نه څلور کسان کامياب شوي خو ډېرې ولسوالۍ په کې هېڅ استازی نه لري.

د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې دي او د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د ننګرهار په ګډون د ۳۰ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي او د کابل، بغلان، پکتیا ولایتونو او د کوچیانو حوزې د ټاکنو لومړنۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

د یادونې ده، په غزني ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې د ځینو ستونزو له امله ترسره نه شوې او ټاکل شوې چې راتلونکی کال ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.