کندهار (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۹۷): د کندهار ولایت د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې چې ډېر بریالي شوي کسان په کې نوې څېرې دي او په اړه یې د دغه ولایت اوسېدونکي بېلابېل نظرونه لري.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د خپاره شوي لومړني نوملړ له مخې حاجي سید احمد خادم د ۸۱۸۶، سید مقتدا میران د ۷۴۱۹، ډاکټر محمود خان نصرت د ۷۰۴۱، روح الله خانزاده د ۶۴۷۱، ګل احمد کمین د ۵۰۸۲، محمد عمر شېرزاد د ۴۴۹۷، سید احمد سېلاب د ۴۱۴۳، انجنیر محمد عارف نورزی د ۳۹۷۶، فریبا احمدي کاکړ د ۴۹۶۵، ملالۍ اسحاقزۍ د ۲۹۰۰ او ارزو صافۍ د ۱۸۴۸ رایو په وړلو مخکښ کاندیدان اعلان شوي دي.
په یادو مخکښو ۱۱ کاندیدانو کې یوازې ډاکټر محمود خان نصرت او فریبا احمدي کاکړ بیا ځلې بریالي شوي چې د ولسي جرګې په تېره دوره کې یې هم غړیتوب درلود.
له دې ډلې ملالۍ اسحاقزۍ بیا د ولسي جرګې په لومړۍ دوره کې د کندهار د خلکو استازې وه چې اوس بیا بریالۍ شوې ده.
دغه راز په دغه نوملړ کې حاجي سید احمد خادم او سید احمد سېلاب د کندهار ولایتي شورا غړي وو چې ولسي جرګې ته یې ځانونه کاندیدان کړي وو او بریالي شوي دي.
خو د ولسي جرګې مخکنيو غړو حاجي ملا سید محمد، عبدالخالق بالاکرزی، عبدالرحیم ایوبي، حمیدزی لالی، عطاالله حبیب، محمد عمر ننګیالی، خالد پښتون، شکېبا هاشمي او بي بي حمیده یوسفي دغه ځل هم ځانونه کاندید کړي وو، خو کمې رایې یې وړې او ناکام شوي دي.
د کندهار عام اوسېدونکي او مدني فعالان د دغه ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنیو پایلو ته په کتو وايي، خلک اوس هوښیار شوي او د ولسي جرګې هغو پخوانیو غړو ته یې رایه ور نه کړه چې د دوی ښه استازیتوب یې نه و کړی.
د کندهار ښار اوسېدونکی او مدني فعال عبدالواسع هڅيال وايي، که څه هم ټاکنې له پراخو درغلیو ډکې وې او ډېری هغه وړتیا لرونکي کسان چې د بریالیتوب تمه یې کېده ناکام شوي، خو بیا هم د مخکښو کاندیدانو کوم لېست چې اعلان شوی، ډېری یې نوې څېرې دي.
ده پژواک اژانس ته وویل، په بریالي شوو کسانو کې یوازې دوه یې د تېرې دورې دي او پاتې نور ټول نوي کسان دي.
دی زیاتوي: ((دا موږ ته راښيي چې ولس نور ويښ دی، قومي تمایلات، پیسې او زور نور کار نه ورکوي، ځکه د ولسي جرګې ځینو پخوانیو غړو چې دا هر څه یې لرل او ځانونه یې بیا هم کاندیدان کړي وو، رایې نه یووړلې ځکه خلکو ته یې کار نه و کړی.))
د ده په خبره، په بریالیو مخکښو نوماندانو کې ډېری ځوانان دي چې ځینې یې لوړې زده کړې هم لري او تمه ورڅخه کېږي چې دا ځل به په ولسي جرګه کې د خلکو غوره استازیتوب وکړي.
خو دی ګیله من هم دی او وايي، دا ځل ولسي جرګې ته یو شمېر وړ او پوه کسان هم کاندیدان وو چې له بده مرغه په لومړني لېست کې یې نومونه نه لیدل کېږي.
د کندهار ښار د دویمې ناحیې یو بل عام اوسېدونکی رفیع الله هم ورته نظر لري او وايي، دا ځل ولسي جرګې ته نسبتاً وړ کسان بریالي شوي خو مهمه دا ده چې دوی خلکو ته ښه کار وکړي او په پارلمان کې یې ښه استازیتوب وکړي.
نوموړي پژواک ته وویل، داسې ښکاري چې خلک کرار کرار پوهېږي چې چا ته د کومو وړتیاوو له مخې رایه ورکړي او څوک د خپلو مشرانو او استازو په توګه وټاکي.
دی زیاتوي، دغه حالت په تدریجي توګه موږ هغه ځای ته بیايي چې په راتلونکې کې به ولسي جرګې ته یوازې هغه کسان ځي چې پاک وي، لوړې زده کړې ولري او خپلو خلکو او خاورې ته ژمنتیا او رښتینولي ولري.
نوموړی له بریالیو کاندیدانو غواړي چې په رښتینې توګه د خلکو او خاورې خدمت وکړي کنه نو په راتلونکو دورو کې به داسې ناکامېږي لکه د ولسي جرګې مخکني غړي چې خلک ورڅخه خوښ نه وو او رایې یې ور نه کړې.
د کندهار ښار یو بل مدني فعال سخي نوریوال هم ورته نظر لري او وايي، د خلکو هيله دا ده لکه څنګه چې اړوندو کمېسیونونو ژمنه کړې چې پاکې او ناپاکې رایې به سره بېلوي، پر همدې بنسټ په وروستيو پایلو کې هغه کسان ولسي جرګې ته لار پیدا کړي چې په رښتینې توګه یې وړتیا لري.
خو دی وايي، د لومړنیو اعلان شوو پایلو له مخې له کندهار څخه ولسي جرګې ته په نسبي توګه نوو کسانو لار پيدا کړې چې ځینې ځوانان په کې لوړې زده کړې او ښه نوم لري.
دی وايي، دا ځل تر ډېره بریده په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د قومي پولو او بریدونو وتلې وې، ځکه خلکو د هغو لویو قومونو کاندیدانو ته چې په مخکنۍ دوره کې یې خلکو ته کار نه و کړی، بیاځلې یې رایې ور نه کړې.
نوموړی زیاتوي، دا ځل د خلکو هیلې ډېرې دي او غواړي داسې یو نمانیده پارلمان ولري چې د خلکو له رښتینو استازو جوړ وي، څو په ښه توګه خلکو او هېواد ته خدمت وکړای شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.