کندهار (پژواک، ۳ لړم ۹۷): ټاکل شوې ده راتلونکې شنبه په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې وشي چې د چارواکو په وینا، بشپړ چمتووالی ورته نیول شوی دی.
له کندهار او غزني پرته په ټول هېواد کې تېره شنبې ورځ ټاکنې وشوې، خو په کندهار کې ټاکنې دغلته د یوې خونړۍ پېښې له امله یوه اوونۍ وځنډېدلې.
په دې ولایت کې ټاکنې له هغه وروسته وځنډېدلې چې دد غه ولایت په ودانۍ کې دننه په وسله وال برید کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت رييس جنرال مومن حسین خېل ووژل شول او والي زلمى ویسا ټپي شو.
دغه برید تېره پنجشنبه په کندهار ولایت مقام کې د ناټو د عمومي قوماندان په ګډون د امنیتي او ملکي چارواکو تر هغې غونډې وروسته وشو چې د ټاکنو او د ټاکنو د امنیت په اړه په کې بحث کېده.
له دغې پېښې د یوې اوونۍ له تېرېدو وروسته، اوس چارواکي وايي چې ټاکنو ته بشپړ چمتووالی لري.
په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ډاکټر نعمت الله وردګ پژواک خبري اژانس ته وویل، د ټاکنو لپاره چمتووالی نیول شوی او امنیتي ارګانونو د رایې ورکولو د مرکزونو د امنیت ساتنې ډاډ ورکړی دی.
هغه زیاته کړه، له دوو ولسوالیو معروف او نېش پرته چې هلته هیڅ نوم لیکنه نه ده شوې، نور به په ټولو ولسوالیو کې ټاکنې تر سره شي.
خو ده د کندهار یو شمېر نورې شمالي او سرحدي ولسوالۍ لکه شاولیکوټ، میانشین، غورک، خاکرېز، رېګستان او ښوراوک هم یادې کړې چې امنیتي ګواښونه به په کې وي، ولې د امنیتي ارګانونو په مرسته به په کې ټاکنې وشي.
ده خبر ورکړ چې د ټاکنو په ورځ به په کندهار کې د ۲۲۵ ټاکنیزو مرکزونو له جملې ۱۷۳ مرکزونه پرانیستي وي چې د محلونو شمېر ۱۱۸۳ ته رسېږي.
دی وايي، په دې ورځ به ۵۲ ټاکنیز مرکزونه تړلي وي چې ډېر یې په دوو ناامنو ولسوالیو نېش او معروف کې دي.
وردګ یادونه وکړه، که څه هم د کندهار وروستۍ خونړۍ پېښې ټاکنې یوه اوونۍ وځنډولې، خو بیا هم د خلکو لېوالتیا ډېره ده او تمه ده چې په پراخه کچه به برخه په کې واخلي.
دی وايي، کندهار ته د اړتیا وړ حساس او غیر حساس توکي وار له مخه را رسېدلي چې کارکوونکو ته یې په اړه روزنه هم ورکړل شوې ده.
په ځینو ولایتونو کې د یو لړ تخنیکی ستونزو او له بایومټریک سیسټم سره د کارکوونکو د نه بلدتیا له امله ټاکنې یا خو ناوخته شروع شوې او یا هم له ځنډ او خنډ سره مخ شوې.
خو کندهار کې اړوند چارواکي وايي، هغو تجربو ته په پام هڅه کوي ورته ستونزې کندهار کې تکرار نه شي.
ده خبر ورکړ چې نږدې ولسوالیو ته به د ځمکې له لارې او هغه چې لارې یې ناامنه دي، د هوا له لارې دغه توکي ورسول شي.
بل خوا امنیتي چارواکي هم خبر ورکوي چې ټول امنیتي ارګانونه په ګډه د ټاکنو د خوندي تر سره کېدا لپاره لاس په کار شوي او په دې برخه کې هر اړخیز امنیتي پلان جوړ شوی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ وینا ضیا دراني پژواک ته وویل، د ټاکنو د پروسې د امنیت چارې په عادي توګه پر مخ ځي او دا د پولیسو دنده ده چې د خلکو امنیت وساتي.
نوموړي خبر ورکړ چې د ټاکنو په ورځ هیڅوک حق نه لري د ټاکنیز مرکز ۵۰۰ مترۍ ته له وسلې سره داخل شي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې د ټاکنو له ورځې تر ۷۲ ساعتونو هیڅوک د لاریون، اعتصاب، لارې بندونو او نورو فعالیتونو حق نه لري.
د کندهار اوسېدونکي هم وايي، که څه هم وروستۍ بدې پېښې خلک خپه کړي، خو بیا هم په ټاکنو کې برخه اخلي.
د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکي نجیب الله پژواک اژانس ته وویل، د شنبې ورځې په ټاکنو کې برخه اخلي او هیله یې داده چې دا ځل د رڼو او عادلانه ټاکنو په وسیله وړ کاندیدان تر ولسي جرګې ورسوي.
دا ځل د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو روڼتیا ته د خلکو هیله مندي زیاته ده او وايي چې د بایومټریک سیسټم له مخې د ټاکنو کېدل په افغانستان کې نوې تجربه ده او دوی تمه لري چې د پخوا په پرتله به ټاکنې رڼې وي.
له کندهار ولسي جرګې ته نوماند نثار احمد صالح پژواک خبري اژانس ته وویل، کاندیدان او خلک دواړه د بایومټریک سیسټم له مخې ټاکنو ته خوشبین دي.
هغه زیاته کړه، په دې توګه حکومت پر ځای ګام واخیست او د پخوا په پرتله به دا ځل په ټاکنو کې درغلي کمه وي.
د یادونې ده چې تېره اوونۍ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس عبدالعزیز اریايي کندهار ته سفر کړی و او ویلي یې وو چې دواړه کمېسیونونه په ټول توان هڅه کوي چې رڼې ټاکنې تر سره کړي خو دا یوازې د دغو ادارو دنده نه ده.
د ده په باور، د ګڼو نورو مواردو تر څنګ په خپله د خلکو پراخ ګډون د ټاکنو روڼتیا تضمینوي، له همدې امله قومي مخور او کاندیدان باید له خلکو وغواړي چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
له کندهاره ولسي جرګې ته ۱۱۲ کسانو ځانونو نوماند کړي چې ۱۲ تنې یې ښځې دي.
دغه راز د ټول کندهار په کچه د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره ټولټال ۵۶۷ زره کسانو نوم لیکنه کړې چې ۷۳ زره تنې یې ښځې دي.

 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.