جلال اباد (پژواک، ۱۹ تله ۹۷): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، که د هر کانديد په تړاو ورته د نا مسووله وسله والو ډلو درلودو اسناد وړاندې شي، دوی به يې نوم د ټاکنو له لېسته لرې کړي.
د دغه کمېسيون منشي او وياند ډاکتر علي رضا روحاني د تلې په ۱۹مه جلال اباد ښار کې د ننګرهار له والي سره د يو ګډ خبري کنفرانس پر مهال دا خبرې وکړې.
هغه زياته کړه چې د ټاکنيزو کمپاينونو له پيله تر اوسه ورسره په ټول هېواد کې د ټاکنيزو سرغړونو سل موارد ثبت شوي چې تر ډېره د ټاکنيز کمپاين پر مهال د نورو کانديدانو پر عکسونو د خپل عکس لګول، سرېښ لرونکو عکسونو لګول او نور موارد شامل دي.
دی وايي، د هغو کانديدانو لپاره چې ټاکنيزې سرغړونې کوي، قانوني جزاګانې، نغدي جريمې، اخطاريې او توصيې په پام کې نيول شوي خو د هغو کانديدانو لپاره چې د وسله والو ډلو د درلودو اسناد يې موجود وي، د ټاکنو له لېست يې نومونه ايستل کېږي.
هغه دا څرګندونې په ننګرهار کې د ټاکنو له نوملړه د يو کانديد د لرې کېدو په ځواب کې وکړې؛ خو د دغه کانديد د لرې کېدو موضوع يې روښانه نه کړه.
نوموړي زياته کړه، په مرکز او ولایتونو کې د دوی دفترونه تلپاتي دي، د رایې اچونې پر مهال به هر مرکز کې د شکایتونو کمېسيون استازی شتون ولري او خپلې پرېکړې به د شفافیت په موخه د قانون په چوکاټ کې په قاطع ډول ترسره کړي.
د ننګرهار والي حيات الله حيات په دغه ولايت کې ټاکنو ته د چمتووالي، ټاکنيزو غونډو او رايې اچونې په موخه په امنیتي او نورو برخو کې له بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، جدي پلان لري څو په دغه ولایت کې په شفاف ډول ټاکنې ترسره شي او له همدې امله یې خپل ورور له نوماندۍ تېر کړ.
هغه وایي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه وکړي او سرغړوږنکو سره به د قانون له مخې چلند ترسره شي.
د ننګرهار ړ ټاکنو شکاياتو کمېسيون رييس شکيب کامجو وويل چې په دعخ ولايت کې د نوماندانو له کمپاين وړاندې له دوی سره د نوماندانو سرغړونې ۲۶ او له هغې وروسته ټولې ۴۵ قضيې ثبت شوې دي چې ۱۱ نوماندان له پنځوس زره څخه تر سل زره افغانيو جريمه شوي، لس نوماندانو ته توصيه او پنځو نورو ته اخطاريه ورکړل شوې ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.