جلال اباد (پژواک، ۱۵ تله ۹۷): په ننګرهار کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي وايي چې دغلته د ټاکنيز کمپاين تر پيل وړاندې او د کمپاين په تېرو څو ورځو کې د سرغړونو ۳۲ شکايتونه ثبت شوي دي.
د ټاکنيز کمپاين تر پيلېدو مخکې کمپاين ترسره کول، د کمپاين پر مهال په شخصي او دولتي ملکيتونو او د نورو کانديدانو پر عکسونو د پوسټرونو لګول هغه موارد دي چې دلته د شکايتونو کمېسيون کې ثبت شوي دي.
د ننګرهار د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر شکېب کامجو د تلې په ۱۵مه د خپل کار په دفتر کې د يو رسنيز کنفرانس پر مهال په دې اړه له خبريالانو سره معلومات شريک کړل.
هغه وويل: ((ننګرهار کې له موږ سره له وخت څخه مخکې د کمپاينونو په اړه ۲۶ موارد ثبت شوي، چې ټولو ته يې رسېدنه شوې، له دې جملې ۱۱ يې نغدي جريمه شوي، ۵ تنو ته جدي اخطاريه ورکول شوې او ۱۰ تنو ته هم توصيه شوې ده.))
د کامجو په خبره، د کمپاينونو له پيلېدو وروسته ورسره تر دې مهاله ۶ شکايتونه ثبت شوي، خو دغو ټولو ته د کمپاين تر پای ته رسېدو وروسته رسېدنه کېږي.
د نورو کانديدانو پر عکسونو خپل عکسونه لګول، خصوصي ملکيتونو کې د پوسټرونو لګول او ځيني نور مسايل هغه څه دي چې دغه کمېسيون ته له کانديدانو شکايتونو شوي دي.
د ننګرهار د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر له نوماندانو وغوښتل چې په خپلو ټاکنيزو مبارزو کې د ټاکنيز قانون، طرز العملونو، مقررو او ټاکنيزو اخلاقو ته پاملرنه وکړي، کنه نو د شکايتونو په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.
هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې د هر کانديد د ټاکنيزې سرغړونې په اړه شکايت ولري، له اسنادو او مدارکو سره دې دغه کمېسيون ته مراجعه وکړي، دوی به يې په اړه د قانون په چوکاټ کې ګام پورته کړي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ټاکنيزو مبارزو مهمې سرغړونې په ۱۹ مواردو کې ذکر کړې چې حتی د سريښ لرونکي عکسونو نصبول يې هم په دغو مواردو کې راوستلي دي.
ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې دوه اونۍ وروسته د روان لمريز کال د تلې په ٢٨مه ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.