جلال اباد (پژواک ۱۰ تله ۹۷): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د يوه کانديد پر دفتر ځانمرګی بريد شوی، چې چارواکي وايي، له امله يې ۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د معلوماتو له مخې، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې د ناصر خان مومند په نوم د ټاکنو د يوه نوماند په دفتر کې تر يوې ټاکنيزې غونډې وروسته خلک ډوډۍ خوړلو کې مصروف و.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ځانمرګ بريد د کامې ولسوالۍ په ګهيک سيمه کې د ولسي جرګې د نوماند ناصر خان مومند د کمپاين دفتر کې شوی دی.
دی وايي، د پېښې پرمهال ياد کانديد په دفتر کې موجود نه و؛ خو ډېر سپين ږيري او ځوانان د ډوډۍ خوړلو ته راټول شوي وو.
بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال پژواک ته وويل، چې د پېښې له ځايه د کامې ځايي او د جلال اباد حوزوي روغتون ته ۱۴ جسدونه او ۴۱ ټپيان انتقال شوي دي.
دی وایي، ټپيان ډېر د پاخه عمر کسان دي؛ خو د يو شمېر روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی او ښايي د مړو شمېر ډېر شي.
د پېښې يو عيني شاهد جمال پاچا وايي، دوی تر يوې لويې څپرې لاندې ناست وو چې د درز اواز شو او وروسته پر ناستو کسانو څپره راولوېده او مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړه.
هغه وايي، خبر نه دی چې پېښه د چاودنې او که ځانمرګي بريد له امله رامنځ ته شوې؛ خو وايي چې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د عيني شاهدانو د معلوماتو له مخې، په چاودنه کې د وژل شويو کسانو په ډله کې د ولسي جرګې د ياد کانديد د کمپاين د دفتر مشر ملک پتنګ هم شامل دی.
دا په روانو ټاکنو کې لومړی ځل دی چې د ننګرهار ولايت د ولسي جرګې د کانديدانو دفتر له دومره لويې پېښې سره مخامخ کېږي.
له بلې خوا ولسمشر غني دغه برید غندلى او ويلي يې دي، افغانان غواړي د قانون مطابق  ډيموکراتیکو میکانیزمونو څخه په استفادې خپل استازي وټاکي او د پرمختګ پر لور ګامونه واخلي، خو د ولسواکۍ دښمنان او د هغوی بهرني ملاتړي چې د ولس له دغې بیدارۍ څخه وېره لري، د  تروریستي بریدونو له لارې  د دغه بهیرمخه ونیسي.
ده زياته کړې: "تررویستان او د هغوی حامیان په دغسې وحشیانه بریدونو سره بې له دې چې د ځان په اړه د خلکو کرکه  زیاته کړي، په روښانه راتلونکي او ولسواکیز بهیر زموږ د خلکو باور نه شي کمولی."
نوموړي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ټاکنیزو غونډو د امنیت د ښه تامین د لارښوونې ترڅنګ له خلکو هیله کړې چې امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ له لارې د دښمن دا ډول دسیسې شنډې کړي.
تر اوسه د دغه ځانمرګي بريد مسووليت چا نه دى منلى.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.