MP lends support to govt’s anti-Taliban push

جلال اباد (پژواک،۱۱ تله ۹۴): د ختيځو ولايتونو د جهادي شورا مشر او د ولسي جرګې غړي حضرت علي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې يو شمېر وکيلان په خپلسري ډول په امنيتي برخه کې ونډه اخلي.
دا ګونګسې وروسته له هغې ډېرې شوې چې د ننګرهار ځينو وکيلانو په شينوارو ولسواليو کې د داعش د نفوذ پر ډېرېدو اندېښنه وښوده او د خپلو ولسونو په ملاتړ يې د جګړې ليکې ته د تلو اعلان وکړ.
خو جهادي مشر او د ولسي جرګې غړي حاجي حضرت علي د تلې په ۱۱مه د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې قومي غونډې ته وويل چې د حکومتي سرتېرو ملاتړی دی او همکاري ورسره کوي.
د سيمې د امنيت او په امنيت کې د ولسي ونډې په نوم په ياده غونډه کې د دره نور ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو او لسګونه اوسېدونکو برخه لرله.
حضرت علي دغه غونډې ته وويل: ((حکومت شکمن و چې دا وکيلان څه کوي، موږ هېڅ هم نه کوو، د خلکو عزت غواړو. بل حکومت نه غواړو، د شته حکومت ملاتړ او همکاري ورسره کوو.))
د ولسي جرګې دغه غړي زياته کړه چې حکومت د ولسونو او سرحداتو د ساتلو مسووليت لري او دوی به ورسره همکاري کوي، خو که اړتيا شوه ولس به يې تر شا ودرېږي.
حضرت علي زياته کړه: ((په ولسوالۍ کې امنيه قوماندان او ولسوال وي، موږ به يې تر شا ولاړ يو او که دوی خبر نه کړو او په خپلسر يې کار وکړ، بيا به ستونزې پيدا کېږي.))
نوموړي په خپلو خبرو کې يادونه وکړه چې په دره نورو کې يې له وسله والو سره د همکارۍ تحرکات لېدلي خو هيله يې وکړه چې بايد د دغو کارونو مخنيوی وشي.
نوموړي قومي مشرانو ته په اشاره وويل: ((څوک چې د طالبانو همکار دي، دا کار بايد پرېږدي او تاسو هم بايد داسې خلک اصلاح کړئ، که نه زه ورپسې امنيتي ادارې راولم چې وې نيسي. هغه کس به وژل کېږي چې طالب ته لاره او ډوډۍ ورکوي.))
د يادې ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک شاه والي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسي جرګې ياد استازي په غونډه کې غوښتنه ترې کړې چې له حکومت سره همکاري ډېره کړي او په خپلو سيمو کې وسله والو ته ځای ورنه کړي.
هغه زياته کړه: ((ژمن يو چې په دره نور سربېره په نورو سيمو کې هم له حکومت سره همکاري کوو او وسله والو طالبانو ته اجازه نه ورکوو څو دلته نفوذ وکړي.))
د دره نور ولسوالۍ قومي مشر او د ولايتي شورا پخواني غړي ضابط اميرمحمد پژواک ته وويل چې  حکومت بايد د وسله والو مخه ونيسي او پرې نه ږدي چې په سيمه کې يې نفوذ ډېر شي.
نوموړي يادونه وکړه چې د خپلو سيمو په امنيت ساتنه کې ونډه اخلي او له حکومت سره همکارۍ ته ادامه ورکوي.
تر دې مخکې د ننګرهار امنيتي چارواکو ويلي وو، افغان سرتېري د دغه ولايت پر امنيت برلاسي دي او کولی شي د خلکو امنيت وساتي.
د ملي امنيت رياست په ګډون دغو چارواکو خبردارى ورکړی و چې سياسي کړۍ بايد له امنيتي ادارو سره متقابل نه شي؛ ځکه د دوی په وينا "د لښکرکشۍ دوره پای ته رسېدلې او حکومت مجهز دفاعي ځواک لري."

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.