"که پر تذکرو د افغان او اسلام کلمې ونه ليکل شي، نه يې اخلو"

فراه (پژواک، ٢٧ زمری ۹۴): په فراه کې یو شمېر مدني فعالان وايي، په برېښنايي تذکرو کې بايد د اسلام او افغان کلمې وليکل شي او که دا کار ونه شي دوى "بې هویته تذکرې" نه اخلي.
د نفوسو د احوال د ثبت قانون طرحه ملي شورا تصويب کړه او وروسته د ١٣٩٣ کال د ليندۍ په ٩مه ولسمشر توشېح کړه، خو د ملي شورا د يو شمېر غړو ترڅنګ ځينې مدني ټولنو، سياسي ګوندونو او خلکو د تذکرې پر مخ د "افغان" کلمې د نه ليکل کېدو له امله اعتراضونه وکړل.
خو ځينو نورو بيا ويل چې د دغه قانون له مخې د تذکرې پر پاڼه "د افغانستان د اسلامي جمهوريت د تابعيت تذکره" ليکل کېږي او دغه ليکنه همدا مانا لري چې دغه تذکره د يو افغان ده.
نن په فراه کې لسګونه مدني فعالان او خبریالان د عروج خصوصی راډیو په انګړ کې راغونډ شول او اعتراضیه غونډه يې وکړه.
د فراه ولایت د ولایتی شورا پخوانی غړی او مدنی فعال ضیاالدین شیوانی په دې غونډه کې وویل، د افغانستان د اساسی قانون پر اساس هر هغه څوک چې په افغانستان کې ژوند کوي او د افغانستان تابعیت لری، د افغان په نوم یادیږی، او افغان د افغانستان د ټول ولس ملي هویت دی.
ده وویل چې افغانستان په خپل تاریخ کې د "افغان" په نوم او په همدي هویت سره زیاتي ویاړنی لری؛ نو که دا نوم د افغانانو له تذکرو څخه و اېستل شي، د افغانستان ټول تاریخی افتخارات له منځه ځي.
ده زياته کړه چې د افغانانو تر منځ بايد نفاق ته لمن ونه وهل شي.
مدني فعال او ازاد خبریال احمدشاه فطرت وویل، د نړۍ په کچه ډېر داسې هېوادونه شته چې ګڼ شمېر قومونه په کې اوسېږي خو د هغوى هویت ثابت او یو دى او په تذکرو کې يې خپل ملي هویت لیکل شوی دی.
فطرت زياته کړه: "افغانستان د نفاق له امله داسې خراب شوی او اوسمهال بهرني مغرض هېوادونه او داخلي مغرضې کړۍ دې ته لمن وهي چې له برېښنايي تذکرو څخه د افغان او اسلام کلمې لرې شي، تر څو خپل هغه شوم هدف  ته چې د افغانانو نفاق او د افغانستان بربادي ده، ورسېږي."
هغه وايي: "که په برېښنایي تذکرو کې د اسلام او افغان کلمې نه وي، موږ ټولو هوډ کړى چې هېڅکله داسې بې هویته تذکرې وانه خلو."
د فراه د خبریالانو ټولنې مشر عبدالرحمن ژوندی وویل: "موږ غواړو چې دولت دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او پنځه زره کلن ویاړلی افغان ولس دې نه بې هویته کوي."
ژوندي زیاته کړه چې که چېرې يې غوښتنو ته پام ونه شي، په پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و چې د برېښنايي تذکرو د ازمايښتي وېش لړۍ به څو ورځې وروسته د هېواد متنفذينو او سياسي مشرانو په ګډون په شاندارو مراسمو پيل شي.
 
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.