د ختيځ په نا امنو سيمو کې پوځي عمليات پيلېږي

جلال اباد (پژواک، ۲۶ زمری ۹۴): د ۲۰۱ سېلاب قول اردو چارواکي وايي، د خپلو يو شمېر سرتېرو پر حمايه کولو سربېره په ممکنه نا امنو سيمو کې پوځي عمليات پيلوي.
د يادې قول اردو مرستيال جنرال محمدعلي شجاعي د زمري په ۲۶مه په دې قول اردو کې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۹۶مې کليزې د نمانغونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل د ښه عملياتي پلان پر بنسټ يې د وسله والو د تحرکاتو مخه ډپ کړې ده.
په دې نمانځونډه کې د يادې قول اردو پر منسوبينو سربېره د لغمان او ننګرهار يو شمېر امنيتي چارواکو برخه لرله چې په ترڅ کې يې د ملي اردو ځينو سرتېرو او افسرانو ته ترفېع او ستاينليکونه هم ورکړل شول.
جنرال شجاعي وويل: ((وسله والو په ډېرو سيمو کې هڅه وکړه چې بريدونه او پېښې ترسره کړي، خو موږ د کشفي راپورونو پر بنسټ د هغوی بريدونه شنډ کړل؛ تاسو د کونړ د مرورې ولسوالۍ د طالبانو وروستي بريد ته وګورئ چې موږ يې مخه ونيوله.))
نوموړي داعش او وسله وال طالبان دواړه د امنيت پر وړاندې خطر وبلل، خو هم مهال يې يادونه وکړه چې نه شي کولی امنيت وګواښي او د افغان سرتېرو پر وړاندې وجنګېږي.
هغه زياته کړه‌: ((د خوږياڼو عمليات ځکه بريالي دي چې ډېرې سيمې په کې د وسله والو له نفوذه پاکې شوې، خوږياڼي، حصارک او شېرزاد امن دي، لارې يې خلاصې شوي او لا هم په کې عمليات روان دي.))
شجاعي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د اړتيا پر مهال به خوږياڼو کې د پوليسو پوستې ډېرې شي، موږ په نورو سيمو کې هم ورته عمليات کوو. دا پلان هم لرو چې په نورو سيمو کې خپل سرتېري حمايه کړو.))
د ۳۰۱ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال ولي خان شينواري يادې غونډې ته په خبرو کې د غازي امان الله خان د کارنامو يادونه وکړه او له افغانانو يې هيله وکړه، چې يووالي ته کار وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((د تاريخ په اوږدو کې جنګ د افغانانو نه وو، موږ د ګاونډيو هېوادونو د ګټو په بدل کې قرباني شوي يو، نو هيله ده افغانان سره يو اوسي او اتفاق ولري.))
د سرحدي پوليسو دغه جګپوري چارواکي هم افغان سرتېري د دې جوګه وبلل، چې د خپلو سيمو امنيت خوندي کړي.
بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر ناصر کامه وال وويل، افغانان په ځانګړې ډول افغان سرتېري بايد تېرو تجربو ته په کتو د خپل هېواد ساتنه وکړي.
په ياده غونډه کې ځينو ديني علماوو هم برخه لرله چې له افغان سرتېرو يې د ملاتړ د اعلان ترڅنګ له هغوی غوښتنه وکړه چې د خپلې خاورې په ساتنه کې د دښمن پر وړاندې چپه خوله پاتې نه شي.
 
 
 
 
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.