دولت مزارع کوکنار را در کنار سرک مى بيند اما تخريب نمى کند

فيروزکوه (پژواک ١٤ زمرى ٩٤): دولت سږ کال په غور ولايت کې د نا امنيو او د وسله والو طالبانو او غيرقانوني وسله والو د نفوذ د زياتېدو له امله په دې نه دى توانېدلى چې ان تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د کوکنارو کروندې له منځه يوسي.
د غور د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې چارواکي وايي چې يادې ستونزې له تېرو دريو کلونو راهيسې د دې لامل شوې چې دغه ولايت د کوکنارو له پلوه د صفروالي امتياز او هر کال د يو ميليون ډالرو مرسته له لاسه ورکړي، په داسې حال کې له دې وړاندې څلور کاله د کوکنارو کچه صفر وه او د غور خلک له يادو امتيازونو برخمن کېدل.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت هر ولايت ته چې د کوکنارو کښت په کې صفر شي، د پراختيايي پروژو د غوره چارو د ترسره کولو په موخه ورته هر کال يو ميليون ډالر ورکوي.
چارواکي وايي چې که څه هم په غور کې د سوېلي ولايتونو په پرتله د کوکنارو کچه کمه ده، خو د نشه يي توکو ياد بوټى په دغه ولايت کې د طالبانو او غير قانوني وسله والو تر کنټرول لاندې سيمو کې ډېر کرل کېږي.
د غور د سيمه ييزې ادارې شمېرې په ډاګه کوي چې په دغه ولايت کې د طالبانو اټکليز شمېر ٢٦٠٠ کسانو او دغه راز د سلو ګروپونو په چوکاټ کې د غيرقانوني وسله والو شمېر ٤٥٠٠ کسانو ته رسېږي.
د غور د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مشر محمديوسف وکيلي وويل چې سږ کال د کوکنارو په بوټي کې د ناروغۍ رامنځته کېدو له امله د ياد بوټي حاصلات ښه نه وو، خو بيا هم سيمه ييزه اداره د نا امنيو د زياتېدو له امله په دې ونه توانېده چې د کوکنارو د کروندو د اړولو په اړه ګام واخلي.
هغه زياته کړه چې د دوى د شمېرو پر بنسټ، سږ او پروسږ کال د کوکنارو د کښت کچه يو شان وه او هر کال شاوخوا زرو هکټارو ته رسېده، خو د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) هغه ٤٩٣ هکټاره اعلان کړې، په داسې حال کې چې د دوى او ملګرو ملتونو راپور سم نه دى او کېداى شي له يادې شمېرې ډېر يا کم وي.
د وکيلي په وينا، تر ټولو ډېر کوکنار په چارسدې، دولتيار، پسابند ولسواليو او د غور مرکز فيروزکوه په شاوخوا او د طالبانو او غيرقانوني وسلوالو تر کنټرول لاندې سيمو کې کرل شوي وو او د سږ کال د چنګاښ مياشتې تر وروستيو پورې يې د حاصلاتو راټولول پاى ته ورسېدل.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مشر څرګنده کړه: "امنيتي ځواکونه پر دې نه دي توانېدلي چې له وسله والو مخالفينو سره په جګړه کې د ډېرې بوختيا له امله ان د دوى تر کنټرول لاندې په سيمو کې کوکنار له منځه يوسي."
د غور ولايتي شورا وايي چې که چېرې کوکنار په وروستيو دريو کلونو کې صفر شوي واى نو درى ميليونه ډالره نور هم ترلاسه کېدل او په دغه ولايت کې به لسګونه ټولګټې پروژې عملي شوې وې.
د غور د ولايتي شورا مشر فضل الحق احسان وويل چې په يوه کال کې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو ټول ارزښت نيم ميليون ډالر هم نه کېږي، خو تېر کلونه چې په غور کې د کوکنارو کچه صفر وه، هر کال يو ميليون امتياز ترلاسه کاوه او د بيارغونې لړۍ ډېره پياوړې کېده، خو په وروستيو دريو کلونو کې د بيارغونې چارې هم ټکنۍ شوې دي.
هغه زياته کړه: "نشه يي توکي خلکو ته له زيان اړولو بله ګټه نه لري، خلک بايد د کوکنارو له کښت لاس واخلي او نور په نشه يي توکو د خپلو بچيانو د روږدي کېدو او له دوښمنانو سره مرسته ونه کړي."
د ولايتي شورا مشر وويل چې کوکنار په غور کې حاصل نه ورکوي، د ټول کال په اوږدو کې يو بزګر هڅه کوي او يوازې دوه يا درى کيلو ترلاسه کوي او يا هم خرابېږي، په داسې حال کې چې له حلال کښت او کار څخه پاتې کېږي او خلک د کوکنارو پر ځاى بايد غنم وکري او د خپل ولايت په امنيت او ثبات کې دې مرسته وکړي.
احسان پر دولت نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې بيارغونې، امنيت او خلکو ته د کاري زمينې نه برابرولو له امله د دولت بې غوري؛ د دې لامل شوي چې خلک د کوکنارو کرلو ته مخه کړي.
هغه وويل چې ډېرى ځوانان د بېوزلۍ او بې روزګارۍ له امله يا ايران ته مخه کوي او له هغه لوري بيا پر نشه يي توکو روږدي راستنېږي، يا هم له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى کېږي چې دولت بايد يادې ستونزې ته پام وکړي.
د غور يو شمېر اوسېدونکي وايي چې که چېرې دولت ورته پام وکړي او د بيارغونې پروژې پلې کړي او دوى ته د کار زمينه برابره او د کوکنارو بديل ورته وړاندې کړي نو د کوکنارو د کښت له کرلو به لاس واخلي.
د پسابند اوسېدونکي محمدګل پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دولت زموږ ولسوالي ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې، نه يې بيا رغونه کړې او نه يې هم له کروندګرو سره مرسته، وړم کال ټوله ولسوالي د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله، دوى خلک د کوکنارو کښت ته وهڅول او دولت نن هم د نشه يي توکو له کروندګرو او چاق وړونکو سره کار نه لري.))
د ده په خبره، که چېرې دولت اصلاح شوي کرنيز تخمونه وويشي، د کرنې او بڼ جوړولو په برخه کې مرسته وکړي، نو له نشه يي توکو سره د خلکو لېوالتيا به له منځه ولاړه شي.
 د دولتيار ولسوالي اوسېدونکى سيد نسيم وويل: ((خلک په ګڼو سيمو کې د کښت د خرابۍ په سبب کوکنار نه کري، کنه له دولت وېره نه لري، کوکنار د غور په نږدې کلو او عمومي لارې په اوږدو کې کرل شوي، پوليس يې هره ورځ تر څنګ تېرېږي، خو د ماتولو توان يې نه لري.))
هغه زياته کړه چې د دې ولسوالۍ په ځينو برخو کې هم کوکنار کرل شوي وو چې دولت ورسره کار نه درلود، خو يوه برخه کې د ناروغۍ خورېدو په سبب له منځه ولاړل او له بلې برخې يې حاصل واخيستل شو.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې په غور کې له نشه يي توکو سره د مبارزې کمپاين د ځايي سپين ږيرو او مخورو په ګډون په غور کې جوړ شو او له دې پديدې سره د مبارزې لارې چارې ولټول شوې.
د غور والي سيما جوينده د نشه يي توکو کښت او قاچاق يوه ناوړه او بدنامه پديده وبلله او ويې ويل چې دې ښکارندې اوسمهال ګڼې ټولنيزې او امنيتي ستونزې را پيدا کړې چې د غور د يو ميليوني اټکليز نفوس له ډلې ٥٠ زره روږدي دي او که چېرې هر روږدى د ورځې ٥٠ افغانۍ ولګوي، نو دوه نيم ميليونه افغانۍ کېږي.
د هېواد په کچه دې دويمې ښځينه والي زياته کړه، هر روږدى پر يوه کورنۍ پورې اړه لري، پنځوس زره کورنۍ له اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره مخ دي، دا کسان اړ دي چې غلاوي او جنايي جرمونه تر سره کړي، د دې ناوړې ښکارندې ګټه قاچاق وړونکو او د وسله والو مخالفينو جېبونو ته ځي، دا کسان په نا امنيو او د خلکو پر وړاندې په تاوتريخوالي کې ښکېل دي.
مېرمن جوينده له نشه يي توکو سره مبارزه پر ټولو خلکو او په ځانګړي ډول علماو پورې اړوند وبلله او ويې ويل که خلک پاملرنه ونه کړي، نو هره کورنۍ به له ستونزې سره مخ شي او دا پنځوس زره روږدي به پنځوس زره نور کسان پر دې بلا واړوي.
يوه تازه سروې څرګندوي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د روږدو او د دغو توکو د بېلابېلو ډولونو د کاروونکو شمېر په ٢٠١٢ کال کې له ١،٦ ميليونو څخه دريو ميليونو ته زيات شوي چې پر دې بڼسټ د افغانستان د نفوسو شاوخوا ١١ سلنه پر نشه يي توکو روږدي دي.
د ځينو ښځو ژوند هم د روږدو مېړونو په سبب تريخ شوى دى.
يوې مېرمنې د نوم له اخيستو پرته وويل: ((د پلار د ماما زوى مې ديارلس کاله وړاندې ايران ته د کار لپاره تللى و. کله چې راغى روږدى شوى و، خو پوه نه وو. زه يې ورکړم، له واده وروسته پوه شوم چې روږدى دى.))
هغې زياته کړه چې اوسمهال شپږ اولادونه لري، خاوند يې ساختماني کارونه کوي، ښه عايد لري، خو خپل ټول عايد د نشه يي توکو په پېرلو لګوي او خلک ورته د خپل خاوند په سبب پېغور ورکوي.
دا مېرمن چې ځان غور ته د څېرمه کلو اوسېدونکې راپېژني، وايي: ((لومړى مو په کلي کې کوم روږدى نه و، خو اوس يې شمېر لسګونو ته رسېږي، پوهېږم چې خاوند به مې تر څو راتلونکو کلونو پورې د کار وړتيا ونه لري، همدا اوس يې وضعيت خراب دى او د کورنۍ ټول بار زه وچتوم، تاسې پوهېږئ چې د غور په دوديزه ټولنه کې د ښځو کار کول ستونزمن دي.))
په غور کې د روږدو زياتېدو ګڼې ستونزې پيدا کړې او يواځې يو شل بستريز روغتون په کې دى او دا مرکز د ټولو روږدو د درملنې وړتيا نه لري.
خو له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي چې پخوا په هېواد کې د روږدو د درملنې ظرفيت کچه يو سلنه وه، خو د نشه يي توکو د تقاضا کمښت د کړنلارو له جوړولو وروسته دا کچه شاوخوا شپږ سلنې ته رسېدلې او په پام کې لري چې تر پنځو راتلونکو کلونو پورې د روږد د درملنې ظرفيت ٣٠ سلنې ته لوړ شي.
د سرچينې په خبره، پخوا په ټول هېواد کې د روږدو درملنې ٥٠ مرکزونه فعال وو، خو اوسمهال د دغو مرکزونو شمېر له ١٦٠ زيات دى چې د زرګونو روږدو درملنه په کې کېږي.
د غور امنيه قوماندان پاسوال غلام مصطفى محسني وويل چې د غور پوليسو سږ کال ١٩٥ کيلو ترياک له څلورو شکمنو او درى ميله وسلو سره نيولي او د قاچاق وړونکو پر وړاندې مبارزه دوام لري.
محسني له پوليسو سره د خلکو د همکارۍ غوښتلو تر څنګ وويل: ((د نشه يي توکو کرنه او کښت جرم دى، که څوک ونيول شي، قانوني چلند به ورسره وشي.))
هغه وويل چې د نا امنيو زياته برخه کې د نشه يي توکو له کښت او کرکېلې تمويلېږي چې تر ټولو زيات په کې وسله وال مخالفين او غير قانوني وسله وال ښکېل دي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، سره له دې چې په هېواد کې زيات کوکنار کرل کېږي، خو درى سلنه ګټه کروندګرو ته رسېږي او ٩٧ سلنه نوره يې د وسله والو مخالفينو او بهرنيو چاق وړونکو جېبونو ته لوېږي.
د (UNODC) ادارې او د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د سروې پر بنسټ په ٢٠١٤ کال کې د هېواد په کچه د کوکنارو د کښت کچه ٢٢٤ زره هکتاره ځمکه او ٦٤٠٠ ټنو ته رسېده، په داسې حال کې چې په ٢٠١٣ زېږديز کال کې ٢٠٩ زره هکتاره ځمکې او ٥٥٠٠ ټنه حاصل ته رسېده.
افغانستان اوسمهال د نړۍ ٩٠ سلنه ترياک توليدوي او د دې سروې موندنې څرګندوي چې په افغانستان کې شاوخوا سل زره کسان د نشه يي توکو د قاچاق او پېروپلور کار کوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.