"په کندهار کې دې د ملي پيوستون غټې پروژې پلې شي"

کندهار ( پژواک، ١٢ زمرى ٩٤ ) : د کندهار ولايتي شورا وايي، د دغه ولايت په ولسواليو کې دې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې د کوچنيو پروژو پر ځاى غټې پروژې پلې شي، تر څو ګټه يې ډېرو خلکو ته ورسېږي.
د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال وايي په دې اړه يې د ولايتي شورا په نوبتي غونډه کې د ملي پيوستون د پروګرام له مسوولينو او د کليوالي شوراګانو سره خبرې کړې دي.
هغه زياته کړه، له دغه پرمختيايي پروګرام څخه بايد سمه ګټه واخيستل شي او په کليو کې دې د خلکو د اړتيا وړ لويې پروژې انتخاب او پلې شي.
د ده په خبره، د دغه کار لپاره اړتيا ده چې په هره ولسوالۍ کې کليوالي شوراګانې سره کېني او د کوچنيو پروژې پر ځاى داسې لويې پروژې پلې کړي چې د خلکو ورته ډېره اړتيا وي.
نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې په ډېرو کليو کې د نا امنۍ او نورو ستونزو له امله د ملي پيوستون پرمختيايي پروژې په سمه توګه نه پلي کېږي چې تر ټولو غوره لاره يې په ګډه او يووالي د لويو پروژې پلې کول دي.
خو د ولايتي شورا رييس په کليو کې د ملي پيوستون د پروګرام پر څارنه ټينګار وکړ او ويې ويل، هڅه کوي د کليوالي شوراګانو لپاره داسې غړي وټاکل شي چې همالته اوسېږي او د خلکو په اړتياوو ښه خبر وي.
ده وويل، اوس تازه يې په ښوراوک ولسوالۍ کې د ملي پيوستون د پلي شوو پروژو د څارنې په موخه د ولايتي شورا يو پلاوى ټاکلى چې د ملي پيوستون د پروګرام له استازو سره يو ځاى به دې ولسوالۍ ته سفر وکړي او د ترسره شوو پروژو کيفيت به له نژدې وګوري.
د کندهار ولايتي شورا بل غړى حاجي نعمت الله شېردلى وايي، تر هر څه وړاندې د ولسواليو په کليوالي شوراګانو کې اصلاحاتو راوستلو ته اړتيا ده، تر څو د پيسو په لګولو کې د فساد مخنيوى وشي.
هغه زياته کړه، ولايتي شورا په بېلابېلو ولسواليو کې د ملي پيوستون پروژې څارلې او هغه شوراګانې يې معطلې کړې چې کارونه يې په سمه توګه نه وو تر سره کړي.
څو ورځې مخکې د هېواد د مرکزي او سوېلي حوزو لپاره د ملي پيوستون د پروګرام مسوول احمد ولي عزيزي کندهار ته راغلى و او دغلته يې له ولايتي چارواکو سره په يوه ليدنه کې يادونه کړې وه چې په تېر کې يو شمېر سيمه ييزو زور واکو او چارواکو د ملي پيوستون د پروژو په پلي کېدو کې لاسوهنه کوله او په ډېرو مواردو کې د پرمختيايي چارو لپاره ځانګړې شوې پيسې شخصي جېبونو ته تللې دي.
هغه د کندهار له والي څخه غوښتي وو چې د ملي پيوستون په پروګرام کې د فساد مخنيوى وکړي او په ولسواليو کې داسې پرمختيايي شوراګانې جوړې کړي چې د خلکو له اړتياوو سره سم پرمختيايي کارونه تر سره کړي.
نوموړي دا هم ويلي وو چې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې لويې بيارغنيزې پروژې هم پلي کېداى شي او هغه داسې چې د ولسواليو څو پرمختيايي شوراګانې سره راټولې شي او ځانګړې شوې پيسې پر يوه داسې مهمه پروژه ولګوي چې ګټه يې ډېرو خلکو ته رسېږي.
تر دې وړاندې د کندهار د ميانشين ولسوالۍ اوسېدونکو هم غوښتنه کړې وه چې د دوى په ولسوالۍ کې دې د ملي پيوستون د پروګرام په چوکاټ کې لويې پروژې ترسره شي.
هغوى يادونه کړې وه چې د ناامنيو له امله د ميانشين په ډېرو سيمو کې د بيارغونې کارونه نه شي کېداى، له همدې امله دې د دغې ولسوالۍ لپاره د ملي پيوستون ځانګړې شوې بوديجه د سړک پر جوړولو ولګول شي.
د ميانشين ولسوالۍ قومي مشرانو او د ولسوالۍ د پرمختيايي شورا غړي وايي، له ولسوالۍ څخه تر کندهار ښار پورې غځېدلې ٧٠ کيلومتره لاره خامه ده، چې له امله يې خلک کندهار ښار ته د تګ راتګ پر مهال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېون دي.
د ده په خبره، که دغه سړک ورغول شي، نو ګټه به يې د ولسوالۍ ټولو خلکو ته ورسېږي.
د يادونې ده، د کليو د پراختيا او بيارغونې وزارت اړوند د ملي پيوستون پروګرام مسوولين وايي، چې سږ کال د هېواد په کچه د ملي پيوستون په چوکاټ کې د کليو د بيا رغونې لپاره ٢٦٥ ميليونه ډالر ځانګړي شوي چې ٥ ميليونه ډالر به يې په کندهار کې ولګول شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.