د کندهار اوسېدونکو د طالبانو له نوي مشرتابه څخه د سولې خبرو د دوام غوښتنه وکړه

کندهار ( پژواک، ١٢ زمرى ٩٤ ) : د کندهار ديني عالمانو، مخورو او د مدني ټولنې استازو د طالبانو د نوي مشرتابه له خوا په هېواد کې د جګړې د دوام حکم په سختو ټکو وغانده او له هغه يې وغوښتل چې د سولې خبرې روانې وساتي.
له هغه وروسته چې د ملا عمر د مړينې خبرونه خپاره شول، وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ملا اختر محمد منصور د نوي مشر، مولوي هيبت الله اخوندزاده او سراج الدين حقاني د مرستيالانو په توګه وټاکل.
ملا اختر محمد منصور په خپله لومړنۍ وينا کې چې رسنيو ته هم لېږل شوې، د سولې له پروسې سره مخالفت ښودلى او دا يې د دښمن تبليغات ګڼلي دي.
هغه ويلي: ((د سولې خبرو ته غوږ نه نيسو، موږ به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو.))
خو د کندهار ديني عالمانو، مخورو او د مدني ټولنې استازو نن د زمري په ١٣مه د يوې غونډې په جوړولو د وسله والو طالبانو د نوي مشرتابه دغه دريځ وغانده او له هغه يې د سولې د خبرو د دوام غوښتنه وکړه.
غونډه په کندهار پريس کلب کې جوړه شوې وه.
د غونډې په پيل کې د کندهار د ديني عالمانو د ټولنې مشر مولوي عبيدالله فيضاني خبرې وکړې او ويې ويل، دا ډېر بد او ناهيلى کوونکى خبر دى، چې د طالبانو نوي مشر د سولې پر ځاى د جګړې د دوام حکم کړى دى.
خو هغه په دې برخه کې پاکستان تورن کړ چې لا هم له دوه مخۍ کار اخلي او د ملا عمر د مړينې خبر يې داسې مهال ورکړ چې د سولې د دويم پړاو خبرو ته ايله دوه ورځې پاتې وې.
ده وويل، دا حقيقت پرون هم جوت و  او نن خو لا ډېر څرګند شو چې په هېواد کې روانه جګړه د ګاونډيانو د استخباراتي او نظامي قوتونو د ګټو جګړه ده، که څوک د افغانيت دعوه کوي، نو بيا هم څنګه په دې جګړه کې ځان ښکېلوي.
فيضاني د وسله والو طالبانو پر نوي مشرتابه د سولې د خبرو د دوام غږ وکړ او ويې ويل سوله هم د افغانستان د ټولو اوسېدونکو غوښتنه ده او هم د اسلامي شريعت.
نوموړي دا هم وويل چې د هېواد له مسوولينو بيا تر عامو اوسېدونکو ټول مسلمانان دي او څوک چې يې پر ضد د جهاد حکم ورکوي، د اسلام ارشاداتو له مخې به يې ځاى جهنم وي.
د کندهار د ولايتي شورا غړي عطا الله عطا وويل، چې د ملا عمر له مړينې سره داسې ښکاري چې وسله وال طالبان په دوو ډلو وېشل شوي، چې يوه يې سوله کوي او بله يې د جګړې د دوام غوښتنه کوي.
نوموړي دا حالت هم د هېواد په زيان وګاڼه او ويې ويل، وسله وال طالبان بايد په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره يوه خوله شي او خپل اختلافات حل کړي.
هغه زياته کړه، د هېواد اوسېدونکي قراردادي سوله نه غواړي.
د کندهار يوه مدني فعال احمدشاه سپر وويل: ((موږ بايد له تېرو تجربو پند واخلو، ملا محمد عمر اخند پاکستان امير المومنين کړ، وروسته يې د امريکا د بي دوه پنځوس الوتکو په زر ليرې کړ، بيا يې کار ورڅخه واخيست او وروسته يې مړ اعلان کړ او هغه داسې چې مړى هم چا و نه ليد.))
هغه زياته کړه، ولسمشر غني پراخې هڅې وکړې چې له وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره پر پاکستان فشار راوړي، پر پاکستان سربېره يې سعودي، چين او نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل، د همدې فشار پايله وه چې پاکستان د لومړي ځل لپاره د وسله والو طالبانو استازي د افغان حکومت له استازو سره مخامخ خبرو ته کښېنول.
خو ده وويل، پاکستان لا هم دوه مخې لوبه کوي او د ملا عمر د مړينې خبر يې په ډېر حساس وخت کې خپور کړ، په داسې حال کې چې هغه دوه- درې کاله مخکې مړ شوى و.
د سپر په وينا، د خلکو هيله دا وه  چې د وسله والو طالبانو نوى مشرتابه ملا اختر محمد منصور به د سولې اعلان کوي، خو هغه بر عکس د جګړې د دوام اعلان وکړ، چې خلک يې سخت ناهيلې کړل.
هغه وويل، په پاکستان کې د طالب مشرانو ملا محمد عمر، ملا عبيدالله، معتصم اغاجان، ملا برادر او لسګونو نورو برخليک ته په کتو ملا اختر محمد منصور دا فکر نه کوي، چې په راتلونکې کې به د ده برخليک هم همداسې وي؟
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د سولې لپاره خپله غېږه پرانيستې وساتي، خو د ګاونډيانو د مداخلې پر وړاندې دې باالمثله عمل وکړي او تر وروستي بريده دې د افغان ځواکونو پر پياوړتيا کار وکړي.
هغه د وسله والو طالبانو پر نوي مشرتابه غږ وکړ چې د پرديو په پيسو او وسلو دې نور د افغانانو وژلو ته د پاى ټکى کښېږدي.
يو بل مدني فعال انجنير کبير دروېش هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د جګړې د ښکېلو دواړو غاړو په ليکو کې د کونډو، يتيمانو او وژل شوو شمېر لږ نه دى، نور نو په کار ده چې سولې ته غاړه کېښودل شي.
هغه زياته کړه، د طالبانو د نوي مشرتابه د جګړې د دوام حکم د افغان ولس په خير نه دى، په کار ده هغوى په دې اړه غور وکړي او تر هر څه وړاندې د ولس او هېواد ګټو ته وګوري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.