مياخېل: د ټاکنيز بهير د اصلاحاتو لپاره مشورتي غونډې ګټورې دي

جلال اباد (پژواک، ۱۲ زمری ۹۴): د ټاکنو د اصلاحاتو کمېسيون چارواکي وايي چې د ټاکنيز بهير په تخنيکي او حقوقي اړخونو کې د اصلاحاتو لپاره په ولايتي او سيمه ييز کچه سلا مشورو ښې پايلې لرلې دي.
د دغه کمېسيون غړي شاه محمود مياخېل له تخنيکي پلاوي سره د زمري په ۱۲مه ننګرهار ولايت ته په سفر کې وويل چې په ولايتي کچه له سلا مشورو وروسته د ټاکنيز بهير لپاره پر منظمه تګلاره کار پېلېږي.
هغه دا څرګندونې د جلال اباد په شاهي قصر او ولايت مقام  کې د قومي مشرانو، علماوو، د ولايتي شورا او د سولې کمېټې له استازو سره په غونډه کې وکړې او په دې تړاو ېې د هغوی غوښتنې هم واورېدې.
د ننګرهار ولايت استازو بيا غوښتنه وکړه چې د درغليو د مخنيوي لپاره بايد د  ټاکنيز نظام په تخنيکي او قانوني اړخونو کې تغييرات راشي، په ولايتي کچه د ټاکنو د کمېسيونونو لپاره دې وړ رييسان وټاکل شي، د نفوسو شمېر پر معلومېدو سربېره دې ټاکنې حوزيي سيستم ته واړول شي.
د ټاکنو د اصلاحاتو کمېسيون د پلاوي مشر وويل: ((موږ ته دنده راکړل شوې، چې په ټاکنو کې د اصلاحاتو لپاره په سيمه ييزه کچه د خلکو نظريات کړو او وروسته د کمېسيون په خلمنځي بحثونو کې ترې طرحې او تګلارې جوړې کړو.))
شاه محمود مياخېل وايي چې کمېسيون يې د ټاکنيز بهير پر تخنيکي او حقوقي اړخونو کار کوي څو په دې برخه کې شته ستونزه ته حل لاره پيدا شي.
دی زياتوي: ((فکر کوو لومړی د لنډ مهال لپاره چې پارلماني ټاکنې مخکې دي څه بايد وکړو، ورپسې د ولسمشريزو ټاکنو او په درېيم پړاو کې پر دې فکر کېږي چې  د تل لپاره څنګه د ټاکنيز بهير د سمون او ټاکنيزو ناندريو د مخنيوى وشي.))
اخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د غونډې پر ګډون کوونکو غږ وکړ چې د ټاکنو په  تړاو خپل نظريات له ياد پلاوي سره شريک کړي، څو ستونزې هوارې شي.
کندوزي قومي مشرانو او علماوو ته په اشارې يادونه وکړه: ((تاسو په تېرو ټاکنو کې ولېدل، چې ستونزې وې، نو د اصلاحاتو لپاره ستاسو نظريات اړين دي.))
د ولايتي شورا غړې حميرا رفيع وويل: ((د ښځينه رايه ورکوونکو کارتونو کې چې عکسونه يې پرې نه وي بايد تګلاره جوړه شي، زورواکي د ټاکنو په ورځ يوه  بوجۍ دغسې کارتونه چاپوي، سيمه نا امنه کوي او بيا د ځان په ګټه صندوقونه ډکوي.))
رفيع دا هم وويل چې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره بايد د ولسواليو نفوس معلوم شي او ټاکنې په حوزه يي شکل ترسره شي.
ديني عالم مولوي عبدالظاهر حقاني بيا حکومت او د ټاکنو کمېسيون پر درغليو تورن کړ چې ګنې د ده په وينا د خلکو رايې ته يې احترام نه دی کړی.
نوموړي وويل چې د ټاکنو بهير لپاره بايد بنسټيز اصلاحات رامنځ ته شي، څو خلک باوري شي چې رايې ته يې احترام کېږي.
ټاکل شوې چې د اصلاحاتو کمېسيون پلاوي په ننګرهار کې د بېلا بېلو ټولنو او سيمه ييزو ادارو سره هم د ټاکنيز بهیر د سمون په موخه سلا مشورې وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.