د ننګرهار عالمانو د سولې له پيل شوو خبرو ملاتړ وکړ

جلال اباد (پژواک، ۸ زمرى ۹۴): د ننګرهار ولايت يو شمېر ديني علماوو او قومي مشرانو د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د پيل شوو خبرو ملاتړ وکړ.
موده مخکې د افغان پلاوي له لوري پاکستان ته په سفر کې د سولې په تړاو له مقدماتي خبرو وروسته وېل کېږي چې ډېر ژر به په چين او يا هم اسلام اباد کې افغان پلاوي له طالب استازو سره نېغ په نېغه دويم پړاو خبرو ته کېني.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د زمري په ۸مه د افغان سرتېرو په ملاتړ د ديني علماوو په غونډه کې يو شمېر علماوو او مشرانو د ياد بهير ملاتړ وکړ او له ښکېلو غاړو يې وغوښتل چې خبرو ته سره کېني.
د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي محمداکرام هاشمي د يادې غونډه په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ديني علماوو دغه غونډه د افغان سرتېرو په ملاتړ جوړه شوې ده.
هاشمي زياته کړه: ((موږ او غونډه والو علماوو په خپلو خبرو کې د سولې له بهيره ملاتړ وکړ او پرېکړه مو وکړه چې تر دې وروسته به د ممبرونو له لارې د سولې او ثبات پر مسايلو غږېږو.))
د غونډې بل برخه وال مولوي عتيق الرحمن پژواک ته وويل: ((سوله د ټولو هيله ده او موږ يې ملاتړ کوو. د سيمې هېوادونه نه غواړي چې امن راشي خو هيله ده چې موږ دې اميد ته ورسېږو.))
نوموړي زياته کړه يادونه وکړه چې خلک دې په سوله او ثبات کې برخه واخلي او له خپل حکومت سره دې همکاري ډېره کړي.
ديني عالم او يوه خصوصي پوهنتون د اسلامياتو استاد مولوي صبغت الله پژواک ته وويل: ((موږ د حکومت او افغان سرتېرو د ښه کارونو ملاتړي يوو،د حکومت، د طالبانو او مخالفينو ډلو د ټولو هغه کارونو په خلاف يو چې له اسلام سره په ټکر کې وي.))
ده زياته کړه چې ولس د سولې لېوال دی او ښکېلې غاړې بايد د خبرو له لارې مخکې ولاړ شي.
د ننګرهار يوه ديني عالم شېخ الحديث مولوي محمد صادق بيا په دغه ولايت کې د داعش وسله والې ډلې فعاليتونه او کړنې غېرې اسلامي وبللې او هغوی يې پردي خلک ياد کړل.
نوموړي وويل: ((داعش چې هر څوک دي د بل هېواد دی او موږ يې دلته حکومت نه منو.))
په ياده غونډه کې يو شمېر ديني علماوو دا نيوکه هم وکړه، چې ګنې د پلټنو او تالاشيو پر مهال په اسلامي سيرت برابره کسان او ديني علما په عذابېږي او بايد د دې کار مخه ونيول شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.