Jirga formed to resolve Kandahar education problems

کندهار (پژواک، ٦ زمرى ٩٤): د کندهار د پوهنې د بهير د اصلاح په موخه مشورتي جرګه ګۍ جوړه شوې چې له اړوند رياست سره به د تدريسي بهير د کيفيت د لوړولو لپاره ګډ کار کوي.
دغه جرګه ګۍ به په رضاکارانه توګه کار کوي چې په کې د پوهنتون استادان، د رسنيو او مدني ټولنې غړي شامل دي او شمېر يې ١١ تنو ته رسېږي.
يادې جرګه ګۍ د کندهار د پوهنې په بهير کې د اصلاحاتو راوستو په موخه د کندهار له والي ډاکټر همايون عزيزي او د پوهنې له رييس عبدالقادر پيوستون سره ګډه غونډه وکړه.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د زمري په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، جرګه ګۍ په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د ولايت په کچه به د پوهنې بهير څاري او هغو ستونزو ته به په ګډه حل لارې لټوي چې دا مهال دغه رياست ورسره مخ دى.
هغه زياته کړه، جرګه ګۍ به په هرو ١٥ ورځو کې غونډه کوي او د هغو خنډونو د له منځه وړلو لپاره به کار کوي چې له امله يې د پوهنې بهير ټکنى کړى دى.
د امنيتي ستونزو له امله تر ١٠٠ زيات تړلي ښوونځي، د مسلکي ښوونکو نشتوالى، اداري فساد او نورې بېلابېلې ستونزې هغه څه دي چې له کلونو کلونو راهيسې يې د کندهار د پوهنې بهير ورو او پڅ کړى دى.
د کندهار د پوهنې رييس عبدالقادر پيوستون د پوهنې په بهير کې ستونزې تاييدوي او وايي، هيله لري چې د جوړې شوې مشورتي جرګه ګۍ په مرسته به د پوهنې په رياست او د پوهنې په بهير کې سمون او اصلاحات راولي.
د کندهار د ولايتي شورا رييس او د پوهنې د بهير د اصلاح په موخه د جوړې شوې جرګه ګۍ غړي حاجي سيد جان خاکرېزوال وويل، تېرو جګړو او ناخوالو د بلې هرې برخې تر څنګ د پوهنې بهير ته هم درانه زيانونه اړولي دي.
هغه زياته کړه، په کندهار کې نه يوازې فعال ښوونځي له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، بلکې تر ١٠٠ زيات ښوونځي په تېر کې د نا امنيو او نورو راز راز ستونزو له امله تړلي دي.
د نوموړي په وينا، جرګه ګۍ به هڅه وکړي چې د کندهار د پوهنې د بهير د کيفيت د لوړولو لپاره کار وکړي او هغه ستونزې په ګډه په نښه او حل کړي چې له امله يې د پوهنې بهير له ستونزو سره مخامخ دى.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي له جرګۍ   نه مننه وکړه چې په رضاکارانه توګه د پوهنې د بهير د اصلاح لپاره کار کوي.
نوموړي له جرګه ګۍ غوښتنه وکړه چې هغه کړۍ او خلک تشخيص کړي او د هغوى مخنيوى وکړي چې د پوهنې په بهير کې لاسوهنه کوي او له دې لارې شخصي ګټه تر لاسه کوي.
هغه زياته کړه، جرګه ګۍ دې د پوهنې په رياست او ښوونځيو کې هغه کسان هم په نښه کړي او ولايتي ادارې ته ور وپېژني چې علمي کچه يې ټيټه او په واسطو راغلي وي.
والي دغه راز د کندهار د پوهنې پر رييس هم ټينګار وکړ چې له قانون پرته د بل چا پروا و نه ساتي او هغه زورواکي چې ستونزې جوړوي، ولايتي ادارې ته دې يې ور وپېژني.
په کندهار ولايت کې د ٤٠٠ په شاوخوا کې ښوونځي شته، چې د ٥٠ زره نجونو په ګډون پکې شاوخوا ٢٢٠ زره زده کوونکي زده کړې کوي، خو د سلو په شاوخوا کې ښوونځي لا هم د ناامنيو او نورو ستونزو له امله د زده کوونکو پر مخ تړلي پاته دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.