Daikundi women increasingly resort to suicide

نيلي (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٤): په دايکنډي ولايت کې د تاوتريخوالي، بې اندازې خپلواکي او د ديني عقايدو د پيکه کېدو له امله زيات شمېر نجونې او ښځې پر ځانوژنو لاس پورې کوي او ځانوژنه په يو دود بدله شوې ده.
د بشري حقونو سيمه ييزې شمېرې ښيي چې له يوې اونۍ په لږ موده کې په دغه ولايت کې د ځان وژنې څلور پېښې ثبت شوې چې وروستۍ پېښه يې تېره ورځ په شهرستان ولسوالۍ کې د يوې نجلۍ ځانوژنه وه.
دا ١٨ کلنه نجلۍ نالوستې وه او د کورني تاوتريخوالي له امله د زهرجنو درملو په خوړو يې ژوند ته د پاى ټکى کېښود.
د بشري حقونو د کمېسيون چارواکي وايي چې يوې ١٦کلنې نجلۍ د دايکنډي مرکز په نيلي ښار کې او يوې ٣٠ کلنې مېرمنې د خدير په ولسوالۍ کې د زهرجنو درملو په خوړولو سره پر ځان وژنه لاس پورې کړ، خو روغتون ته له لېږدولو وروسته وژغورل شوې.
له دوولسم ټولګي فارغ شوي ٢٠ کلن ځوان هم په نيلي ښار کې پر ځان وژنه لاس پورې کړ چې هغه هم په روغتون کې بستر شوى او روغتيايي حالت يې مخ په ښه کېدو دى.
د ياد ځوان د دغه کار لامل له يوې نجلۍ سره مينه کول و چې هغې ته يې مرکه ور ولېږله، خو د نجلۍ کورنې د هغوى له واده سره مخالفت وکړ.
د دايکنډي ولايت په روغتون کې ډاکتران دا مني چې له څلورو ورځو راهيسې دريو ښځو، يوې نجلۍ او يوه هلک ځان وژنې کړې دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي، درې تنه بېرته روغ شولخو يوې پيغلې نجلۍ ساه ورکړه.
امنيتي چارواکي وايي چې د دې ځوانې نجلۍ د ځان وژنې په اړه څېړنې دوام لري او ډېر ژر به جوته شي چې ولې يې له خپل ژوند سره مخه ښه وکړه.
د دايکندي د بشر حقونو خپلواک کميسيون د ولايتي دفتر مشر جواد دادګر وويل، چې د ځان وژنې پېښې د تېرکال په پرتله زياتې شوي دي؛ څرنګه چې د تېر کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د نجونو او ښځوو د ځان وژنې ١٥ پېښې ثبت شوې وې چې دوو نجونو د وژل کېدو لامل شوې، خو د سږ کال په څلورو مياشتو کې د ځان وژنې ١٧ پېښې ثبت شوې دي چې څلورو ښځو په کې ژوند له لاسه ورکړى دى.
دکمېسيون شمېرې ښيي چې د تېرکال په اوږدو کې ٤٧ ښځو او نجونو پر ځان وژنه لاس پورې کړى و چې څلور يې مړې شوې دي.
دادګر پژواک خبري اژانس ته وويل: "ځانوژنه په دايکنډي کې د يوې سترې ستونزې بڼه غوره کړې چې ريښې يې له بېلابېلو عواملو سره تړلې او زموږ لاسته راوړنې ښيي چې د ښځو په منځ کې د ځان وژنې زياتې پېښې د کورني تاوتريخوالي او ناسم چلند له امله رامنځ ته کېږي."
هغه زياته کړه چې د دې پېښو بل اړخ، اقتصادي ستونزې او د کورنيو د ژوند ناسم وضعيت پورې تړاو لري چې له بده مرغه دا موضوع د اندېښنې او حيرانتيا وړ مسئله ده.
د دايکنډي د ښځو چارو مشرې ذکې رضايي هم د دغه مطلب په څرګندولو سره چې د تاوتريخوالي په ځانکړې توګه د ځان وژنې شمېرې مخ په زياتېدو دي، د دغه کار يو لامل يې د ښځو د پوهاوي کچې لوړېدل په ګوته کړل او ويې ويل: "نورې ښځې د تاوتريخوالي پېښو پر وړاندې چوپې پاتې کېداى نه شي او عدالت ته د ښځو د لاسرسي وضعيت ښه شوى او دا قشر باور لري چې حقونو ته يې لاسرسى کېږي."
هغې زياته کړه چې په عدلي او قضايي چارو کې د قومي مخورو لاسوهنه، له مجرمينو سره د عدلي او قضايي بنسټونو کمزورى چلند، د کم عمره نجونو د واده په برخه کې د قوانينو ابهام او په ټولنه کې د ناسمو دودونو او رواجونو شتون، د تاوتريخوالي د زياتېدو نور لاملونه دي.
خو د دايکنډي اوسېدونکي تر ډېره پر دې باور دي چې له حد نه زياته ازادي او په ځوانانو کې د ديني عقايدو پيکه کېدل، هغه لاملونو دي چې دا ستونزه يې راټوکولې ده.
د دايکنډي د مرکز نيلي اوسېدونکي مهدي وويل چې له يو لوري د ډيموکراسۍ ناسمه معرفي او د دې تر څنګ ځوانانو ته بې ا ندازې ازادي، د ځوانانو تر منځ د ديني عقايدو د پيکه کېدو لامل ګرځي، کله چې کور ته ولاړ شي د کورنيو مشران په مذهبي باورونو ولاړ خلک دي، که کوم تصميم نيسي د کورنيو ځوانانو ته ښه نه برېښي او ګومان کوي چې ژوند يې پاى ته رسېدلى او بايد ځان وژنه وکړي.
هغه زياته کړه: "دا ګومان او باور نه د اسلام په دين کې ځاى لري او نه زموږ د خلکو په عقايدو کې، خو نه پوهېږم چې موږ ولې د داسې پېښو او قضيو شاهدان يوو."
د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکې زينب وويل، کله چې نارينه ټول باور او عقيده د خپلو مټو په ځواک کې ګوري، کله چې د ځينو کورنيو نارينه د ښځو عواطفو ته په ښه سترګه نه ګوري او هغوى له پامه غورځوي او کله چې د اولادونو د غوښتنو تر منځ په توپيري ډول جنسيتي چلند کوي، له دې د ډېر انتظار تمه نه کېږي چې په ټولنه کې به د ځان وژنې پېښې نورې هم زياتې شي.
دې نجلۍ زياته کړه چې افغاني ټولنه تر ډېره د نارينه وو تر اغېز لاندې ټولنه ده او ښځې ته اهميت نه ورکول کېږي چې داسې تعصبونه، نجونې او مېرمنې اړ باسي چې د ځان وژنې لارغوره کړي.
په دايکنډي ولايت کې د ناصر خسرو خصوصي پوهنتون مشر او ټولنپوه محمدهاشم علي زاده ډيموکراسي پالنه ځان وژنې ته د ځوانانو د هڅولو لوى لامل بولي.
هغه وويل: "ډيموکراسي د نورو ولايتونو په نسبت په دايکنډي کې په چټکۍ سره وړاندې روانه ده؛ کله چې دا چټکي په هره ټولنه کې زياته شي، وګړي د خپل هويت په اړه له ورک حالت سره مخ کېږي چې په دې وخت کې نه شي کولى له تېر وخت څخه لاس پر سر شي او نه هم کولى شي چې د نوې نړۍ له ناخوالو سره ځان عيار کړي."
دغه ارواپوه کورنى تاوتريخوالى د ځان وژنې بل اساسي لامل ګڼي او زياتوي چې تاوتريخوالى د معرفت له همدې کړکېچ نه پيلېږي، د کورنيو مشران په پخوانيو عقايدو ولاړ او د کورنيو ځوانان په عصري ګومانونو باور لري چې دواړه له يو بل سره په ټکر کې دي چې په پايله کې د کورني تاوتريخوالي لامل ګرځي له دغو لاملونو سربېره وزګارتيا او بېوسي د ځوانانو په ځان وژنه کې ستر لاس لري.
علي زاده له دې پديدې سره د مبارزې لارو چارو ته په اشارې سره زياته کړه چې د ځان وژنې کچې په راټيټولو کې د ديني عالمانو نقش ستر او بنسټيز دى؛ عالمان د ديني موضوعګانو په غوره تعريفولو سره کولى شي چې د ځوانانو باور بدل کړي.
نوموړي زياته کړه چې رسنۍ، حکومت، د بشري حقونو مدافع بنسټونه هم ښکاره نقش لري او کولى شي چې د معلوماتي پروګرامونو له لارې پر دغه بهير مثبت اغېز پرې باسي او د دغه بهير کچه راټيټه کړي.
د اسلام دين حکم کوي څوک چې ځان وژنه کوي ځاى يې دوزخ دى او الله (ج) ورته سخت عذاب ورکوي.
په دايکنډي کې د شيعه عالمانو شورا مرستيال علي محمد احمدي وويل چې د اسلام په لارښوونو کې ځان وژل حرام دي او جواز نه لري، دې موضوع ته په پام سره له بده مرغه په دايکنډي کې دا موضوع په يو دود بدله شوې او د پراخېدو په حال کې ده.
نوموړي زياته کړه، د خواشينۍ ځاى دى، د عالمانو له لوري تر اوسه د ځان وژنې موضوع ته ډېره پاملرنه نه ده شوې، په داسې حال کې چې عالمان دنده لري څو په دې اړه خلکو ته پوهاوى ورکړي او د دې تر څنګ د دغه ولايت د حج او اوقافو رياست هم په دې اړه پروګرام نه لري.
احمدي د ځان وژنې د زياتېدو په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وويل چې دا پديده د ښځو په منځ کې ډېره لېدل کېږي، خو دا چې دې موضوع ته ډېره توجه نه ده شوې، نارينه و کې هم خپره شوې ده او اوس اورېدل کېږي چې تېره اونۍ يو نارينه په ځان وژنه لاس پورې کړ.
ياد ديني عالم د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى په ځانګړې توګه د هغوى د ځان وژنې د پېښو په راټيټولو کې د رسنيو او مدني بسنټونو نقش مهم وګاڼه او يادونه يې وکړه: "دا بنسټونه بايد د نوبت په ډول فعاليت وکړي څو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په ځانګړې توګه د ځان وژنې پديدي د کمښت شاهدان و اوسو."
په دايکندي کې د بشري حقونو کمېسيون شمېرې ښيي چې له ١٣٩١ کال څخه د تېرکال تر وروستيو پورې په دغه ولايت ١٢٣ ښځو او نجونو پر ځان وژنه لاس پورې کړى دى چې له دې ډلې ١٥ يې ژوند له لاسه ورکړى دى.
د ښځو او نجونو وژنه هغه زړه بوږنوونکې پېښې دي چې د دايکنډي په ګډون په ټولنه کې رامنځ ته کېږي.
د روژې مياشتې په پيل کې، د دايکنډي په مرکز کې پلار او زوى سره شخړه کړې وه چې ناوې په کې قرباني شوه.
غوسه شوي پلار چره ييز ټوپک را واخيست او غوښتل يې چې خپل زوى وګواښي چې ناوې منځګړتوب وکړ خو د ډز له امله ووژل شوه او پوليسو يې خسر ونيو.
له يادې ٢٦ کلنې ناوې څخه دوه ماشومان پاتې دي.
د دايکنډي د بشري حقونو مسوولين د دې وژنې په غندلو سره وايي چې په روان کال کې د وژنې دا لومړۍ پېښه وه، په داسې حال کې چې تېر کال د وژنو شمېر څلورو ښځو او نجو ته رسېده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.