Ghor’s female governor resumes work

فيروزکوه (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٤): د غور ولايت نوې والۍ سيما جوينده، په دغه ولايت کې له فساد سره مبارزه، د شخړو حل، د امنيت ټينګښت او د ښځو د رول پياوړتيا له خپلو کاري لومړيتوبونو وبلل.
نوموړې له دې وړاندې په ولسي جرګه کې د غور ولايت د استازې په توګه دنده تر سره کړې، چې نن ورځ د دغه ولايت د اوسېدونکو له لوري ترې ښه هرکلى وشو او نوموړې د هغې د پېژندنې په مراسمو کې چې شاوخوا زرو کسانو په کې ګډون درلود، وويل چې دولت مننه کوي، چې پر يوې ښځې باندې يې د والي په توګه باور کړى دى."
مېرمن جوينده، چې لوړې زده کړې لري او د يوې ښوونکې او د کليو او پراختيا وزارت د کارکوونکې په توګه يې هم دندې تر سره کړې، څرګنده کړه چې په سيمه ييزه اداره کې د اصلاحاتو رامنځته کول، د خپل منځيو شخړو حل، د امنيت ټينګښت، د دولت او خلکو تر منځ د واټن راکمول او د سيمه ييزې ادارې، ملکي او پوځي ادارو تر منځ د ښې همغږۍ رامنځته کول به د هغې په کاري لومړيتوبونو کې شامل وي.
د غور نوې والي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د ښځو وضعيت ته ډېر کمه پاملرنه شوې او هغه هڅه کوي، چې په سيمه ييزه اداره کې د ښځو رول پياوړى شي.
هغې زياته کړه: "دولت چې زه د والي په توګه ټاکلې يم، بايد ملاتړ رانه وکړي، څو د اصلاحاتو د رامنځته کولو او د فساد سره مبارزې په برخه کې بريالۍ شم، له هغه پرته به کار ستونزمن وي."
مېرمن جوينده، د ولايتي شورا، مدني بنسټونو او رسنيو رول هم مهم وباله او د هغوى له پياوړتيا يې ملاتړ وکړ.
د غور د ولايتي شورا غړي عبدالحميد ناطقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له نوې والي هرکلى کوي، دغه ولايت له ډېرو ستونزو سره مخ دى او هيله ده چې سيمه ييزه اداره وکولى شي چې د امنيت په ټينګښت، له فساد سره د مبارزې او د خلکو او ادارې تر منځ د همغږۍ رامنځته کولو کې اغېزمن کارونه وکړي.
هغه زياته کړه: "هيله لرو چې نوې والي په دې برخو کې کلک ګامونه پورته کړي، څو خلک سيمه ييزې ادارې ته ډېر هيله مند کړو."
نوې والي په داسې حال کې په دنده ګومارل شوې، چې تېره اونۍ د دغه ولايت د ولايتي شورا، بشر حقونو او مدني بنسټونو غړو په سيمه ييزو ادارو کې د چارواکو پر غيرحاضرۍ نيوکه کوله او د ولايت سرپرست والي يې د خلکو د سرګردانۍ، اداري فساد او د سيمه ييزې حکومتوالۍ د کمزورۍ لامل باله.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.