"درصورتى که والى نباشد ما چگونه از ادارۀ محلى نظارت کنيم"

باميان (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٤): په باميانو کې د ولايتي شورا يواځېنۍ ښځينه مشره وايي چې د دغه ولايت سرپرستي، په پراختيايي پروژو او ولايتي شورا کې د ځنډ لامل شوې دې.
طيبې خاوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولت کارونه نا منظم دي، کابينه نه ده بشپړه شوې، واليانو په ټوله کې کار نه دى پيل کړى، په ځانګړي ډول د باميانو د والي نشتوالي مديريتي تشه رامنځته کړې ده.
هغه زياته کړه چې د ولايت سرپرستۍ، په دولتي کارونو او پراختيايي پروژو کې ځنډ او خنډ رامنځته کړى، پراختيايي پروژې کمې شوې او تمويل کوونکې سرچينو خپلې مرستې کمې کړې دي.
خاوري وويل چې له دې وضعيت سره د ولايتي شورا د څارنې کارونه هم مخته نه ځي.
هغې زياته کړه: ((کله چې والي نه وي او کارونه غير منظم وي، موږ به پر څه باندې څارنه وکړو.))
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، په دې وروستيو کې طاهر زهير د باميانو ولايت د والي په توګه ټاکلى، خو نوموړى تر اوسه باميانو ته نه دى تللى او نوې دنده يې نه ده پيل کړې.
تېره اوونۍ سلګونو کسانو په کابل او باميانو کې د والي پر ملاتړ لاريون وکړ او له حکومت يې غوښتنه وکړه چې د والي په ور استولو سره دې د باميانو په اداره کې شته تشه ډکه کړي.
خو د ولسي جرګې څلور غړي هر يو محمد اکبري، صورا ايلخاني، سيد فکور بهشتى او عبدالرحمن شهيداني له يو شمېر نورو خلکو سره له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د باميانو د والي دفتر مخې ته، له نوي والي سره د مخالفت لپاره د تحصن خېمه وهلې  او په دې يې ټينګار کاوه چې حکومت بايد خپله پرېکړه بېرته واخلي.
تېره ورځ د باميانو د مدني ټولنې بنسټونو، سياسي ګوندونو، فرهنګيانو، بشري حقونو او سولې کمېټې، په يوه ګډه خبري غونډه کې د نوي والي د مقررۍ په اړه پيل شوي جنجالونه د ناورين او نا امنيو د پيدايښت سبب وبلل او د والي له مخالفيو او موافقيو ډلو يې وغوښتل چې خپل اختلافات پاى ته ورسوي.
د باميانو ولايتي شورا مشره چې څلور کاله يې د ښوونکې او پنځه کاله يې په خپل ولايت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د جندر څانګې مشرې په توګه دنده اجرا کړې، وايي چې له اداري تشې پرته، په اداري برخه کې هم شورا د خلکو ستونزې نه دې حل کړې.
د څارنې په برخه کې يې هم د دوو دولتي ارګانونو عامه روغتيا او کرنې رياستونو څارنه او ارزونه کړې ده.
خاوري زياته کړه، کله يې چې د ولايتي شورا کار له سره پيل کړى، تر اوسه يې په اداري ناستو کې ګډون کړى او نور رياستونه به هم نظارت کړي.
هغه زياته کړه چې د ولايتي شورا اکثره غړي هره ورځ د دولتي او ولسي محفلونو او مجلسونو کې ګډون کوي او له دې لارې خپلې چارې سمبالوي.
د باميان ولايتي شورا مشره د باميانو د يکاولنګ ولسوالي د انده کلي اوسېدونکې ده چې په ١٣٦٢لمريز کال کې زېږېدلې ده. هغې خپلې لومړنۍ زده کړې د ايران په مشهد، خو ١١ او ١٢ ټولګي د باميانو د مرکز په لېسه کې لوستلي دي.
نوموړې د ولايتي شورا خپلواک نوماند او د باميان پوهنتون د تاريخ له څانګې فارغه شوې وه، مدني او ټولنيز فعاليتونه يې کول او د ښځو له حقونو د دفاع په برخه کې يې رول درلود.
خو د باميانو يوه مدني فعال علي جهان دوست وويل چې ولايتي شورا ډېره کاري نه ده، ځکه چې ولسي عمل نه کوي او د خپلې خوښې له کسانو او اشخاصو څخه ملاتړ کوي.
د ده په خبره، دې شورا تر اوسه د خلکو د ستونزو د حل په موخه هېڅ کار هم نه دى کړى او ډېرى کړي کارونه يې هم سياسي، سمتي او قومي دي.
جهان دوست وويل چې د ولايتي شورا غړو له ټاکنو وروسته يوه ورځ هم له خلکو سره ناسته نه ده کړې، څو د هغوى له ستونزو خبر او د حل په برخه کې يې اقدام وکړي.
دغه فرهنګي فعال زياته کړه: ((د باميان ولايتي شورا د نورو ولايتونو د شوراګانو په پرتله يوه شنډه شورا ده چې په دولتي ادارو کې د شته فساد په اړه يې هېڅ کار نه دى کړى.))
خو د باميانو د ولايتي شورا غړي مولوي محمديوسف مظهري د دې شورا کړنې بريالۍ وبللې او ويې ويل شورا پلان لري چې د ټولو ځايي ادارو څارنه او ارزونه وکړي.
د مظهري په خبره، د دوى له منفي او مثبتو کړنو نه به ټول راپورونه له ځايي ارګانونو سره شريک کړي، څو د هرې ادارې پر وړاندې تصميم ونيسي.
د باميانو ولايتي شورا مشر تېر کال له پژواک اژانس سره د ښځو په اړه په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو، غواړي په باميانو کې د ښځو کړنې چې سمبوليکې بلل کېږي، په رښتينو او حقيقي کړنو بدل کړي او ثابت کړي چې ښځې تر نرانو هم ښه رول ادا کولاى شي.))
د ده په باور، دا ظرفيت رامنځته شوى چې د ښځو نمايشي رول شا ته شي او خلک له کوم تبعيض پرته پر ښځو باور ولري.
خاوري زياته کړه: ((زما دنده د دې لامل کېږي چې نړيوالو ته د ښځو وړتيا څرګنده شي، په افغان حکومت کې د ښځو په اړه شته تبعيضونه او يا د ښځو د وړتيا نه لرلو په اړه دوديز باورونه له منځه يوړل شي.))
د باميان ولايتي شورا مشر زياته کړه چې ښه کار او غوره مديريت يې د دې لامل کېږي، څو ثابته کړي چې ښځې داسې ځاى ته رسېدلى شي چې کولى شي خپلې ټولنې ته د خدمت مصدر وګرځي او په دې دنده کې به هم هڅه وکړي چې د شورا مشري په ښه توګه ترسره کړي.
د باميانو يوې فرهنګي فعالې عذرا ابراهيمي وويل چې له بده مرغه د باميان ولايتي شورا له تېر يوه کال راهيسې د تحصن په توګه خپلې دروازې تړلې وې او اوس يې هم کوم د پام وړ کار نه ليدل کېږي.
د ولايتي شورا د ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې د ١٦مې نېټې د ټاکنو پايلې، تېر کال په لړم مياشت کې اعلان شوې، خو ملي شورا له وکيلانو د څارنې حق واخيست او يواځې د مشوره ورکولو حق ورپاتې شو.
دا کار د دې لامل شو چې وکيلان يې مخالفت وکړي او د ولايتي شوراګانو دروازې د اعتراض په توګه څه باندې يوه مياشت بندې کړي او د څارنې حق له بېرته ورکړې يې پرانيزي.
مېرمن ابراهيمي زياته کړه چې په ولايتي شورا اکثره د لوړ عمر لرونکي راغلي چې دوى خپله د کار وړتيا نه لري.
په دې شورا کې بېلابېلو ګوندونو لاره کړې، ډېرى يې په شورا پورې اړوند موضوعاتو کې د نظر يووالى نه لري.
دې مېرمنې وويل چې د شورا ځيني غړي د نوي والي د راتګ په اړه مثبت نظر لري او يو شمېر نور يې مخالف دي، دا کار ددې څرګندونه کوي چې شورا په نورو کارونو کې هم اختلافات لري او د ګوندي ملحوظاتو له مخې کار کوي.
خو د ولايتي شورا مشر وويل: ((تاسې به وګورئ چې ولايتي شورا به د خپلو پلانونو او پروګرامونو له اړخه له، د نورو ولايتي شوراګانو سره متفاوته وي او هيله من يم چې يو دوه نور ولايتونه هم وکولاى شي چې د ښځو له منځه مشرانې وټاکي.))
د يادونې ده، حبيبه سرابي د هېواد په کچه لومړنۍ ښځينه والي وه چې څه باندې اووه کاله يې دا دنده اجرا کړه، خو وروسته په ١٣٩٣ لمريز کال د وري ١٦مې نېټې ټاکنو کې د ګډون له امله اړ شوه چې استعفا وکړي.
له دې وروسته غلام علي وحدت د دغه ولايت د والي په توګه مقرر شو چې د تېر کال د تلې مياشت کې د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته يې د سرپرست په توګه دنده اجرا کوله، خو نږدې يوه مياشت کېږي چې دا ولايت والي نه لري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.