Pouring onto streets to study under solar lights

 فيروزکوه(پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٤): هره خوا د شپې چوپتيا خوره ده، يو شمېر زده کوونکي او محصلين د غور ولايت د مرکز فيروز کوه ښار په واټونو کې د لمريزې برېښنا(سولر) رڼا ته مطالعه او ورزش کوي.
دوى دا برېښنا د ځان لپاره غنيمت بولي، ځکه د خلکو تګ راتګ نه وي او دوى له کوم مزاحمت پرته درس ويلى شي.
 د فيروز کوه د اوسېدونکو اټکليز شمېر ٢٠ تنه ښودل شوى، خو سربېره پر دې چې د فراه رود، هريرود او مرغاب سيندونه ورڅخه تېرېږي، لا هم ددې ښار اوسېدونکي له برېښنا محروم دي.
 يو دولتي ٥٠٠ کيلو واټه زوړ جنراتور ددې ښار ٢٥ سلنه اوسېدونکو ته د ماښام له اووه نيمو تر درېيو ساعتونو پورې برېښنا ورکوي، خو ددې برېښنا هر کيلو واټ د استوګنيزو کورونو لپاره په ٣٥ او د هټيو او دفترونو لپاره په ٦٠ افغانۍ تمامېږي چې يواځې همدا برېښنا استوګنيزو کورونو ته روښنايي ورکوي، په داسې حال کې چې په نورو ولايتونو کې د دولتي برېښنا د يوه کيلو واټ بيه دوه يا درې افغانۍ ده.
 خلک وايي چې په بازار کې پخواني څراغونه نه موندل کېږي او هغه څراغونه په بازار کې کم دي چې د بطرۍ له لارې روښنايي ورکوي، ځکه خو ډېر خلک شپه په تياره کې تېروي.
دا کوچنى ښار يواځې ١٢ کيلومتره قير شوى سړک لري چې په وروستيو څو کلونو کې يې په شاوخوا څلور کيلومتره سړک د جاپان په مرسته د لمريزې برېښنا څراغونه لګېدلي او تياره ښار يې روښانه کړى دى.
 دا بازار د ماښام له تيارو سره تړل کېږي، يواځې څو هټۍ د شپې تر لسو بجې خلاصې وي او له لسو بجو وروسته هر ډول شور ماشور او مزاحمت پاى مومي، خو داسې ښکاري لکه د ټولو هټيو دروازې چې خلاصې وي او د هېڅ ډول وېرې احساس نه کېږي.
 د ښار ارام وضعيت ددې سبب شوى چې اکثره زده کوونکي د شپې تر ناوخته د سړک څراغونه ته مطالعه وکړي او له څراغونو  د پتنګانو په څېر دورې ووهي.
 ځينې ځوانان د سړک پر غاړه قدم وهي، يو له بل سره خپل فکرونه شريکوي او له دې سوله ييزې ارامې فضا نه خوند اخلي.
دا چې په دې ښار کې يواځې يو ورزشي لوبغالى شته  او ټول ورڅخه کار نه شي اخيستلى، نو يو شمېر ځوانان د ښار په روښانه واټونو کې فوټبال کوي او له ښکلې هوا يې خوند اخلي.
ځوانان له امنيت څخه خوښي څرګندوي او وايي چې د شپې له نيمې برخې هم زياته په واټونو کې تېروي، خو د نا امنۍ هېڅ احساس ورسره نه وي او څوک يې مزاحمت هم نه کوي.
د سلطان علاوالدين غوري لېسې د لسم ټولګي زده کوونکي احسان الله وويل چې د جنراتوري برېښنا له پرې کېدو وروسته له دې پرته بله چاره نه وي چې د واټ غاړې د لمريزو څراغونو رڼا ته درس ووايي.
 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل:((کله چې ماښام برېښنا راشي، چاى او ډوډۍ خورو، برېښنا بېرته ځي، له کورونو وځو د سړکونو غاړو ته د لمريزو څراغونو رڼا ته درس وايو.))
دې ځوان زياته کړه چې له همدې فضا په کار اخيستلو سره په مطالعه کې دومره ډوب وي چې کله ساعت ته وګوري نو د شپې مهال دوه يا درې بجې وي.
 احسان الله وويل، که څه هم له امنيتي اړخه ستونزه نه لري او امنيت ښه دى، خو کله کله د موټر او موټر سايکل غږ چوپتيا ماتوي او په مطالعه کې يې ځنډ او خنډ راځي.
دې زده کوونکي وويل:((که چېرته برېښنا يا بل ځاى واى، ډېر به ښه و، خو دولت غور ته هېڅ پاملرنه نه کوي.))
د عبدالرحمن په نامه يو بل زده کوونکى هم چې له ازادې فضا ګټه اخلي، وايي چې د شپې تر درېيو بجو د ښار په واټونو کې درس وايي.
 خو هغه زياته کړه چې د ليليې په خونو کې د برېښنا نشتوالي دوى اړ کړي چې د واټونو تر  غاړې پر څراغونو د پتنګانو ازار ومني او درس وايي، څو په راتلونکې کې خپلې کورنۍ، خلکو او هېواد ته د خدمت مصدر وګرځي.
د دوولسم ټولګي زده کوونکي عبدالرحمن وويل:((هيله لرم چې د خپلې خوښې پوهنځي د کابل طب ته بريالى شم، خو ددې کار لپاره اړ يم چې زيات درس وواويم.))
امنيتي ځواکونه د خوښۍ په څرګندولو وايي، ځوانان ټوله شپه په واټونو کې درس وايي.
 د غور امنيه قوماندانۍ يو منسوب عبدالله چې د ښار د امنيت ساتلو مسووليت ور  په غاړه دى، وويل چې دوى په خدمت بوخت دي او خلک دې هېڅ ډول اندېښنه نه کوي.
هغه زياته کړه:((ځوانان د ځانګړې لېوالتيا له مخې د تر نيمو شپو او حتى تر سپيده دم پورې د خپل  هېواد د راتلونکي په موخه درس وايي، موږ يې امنيت نيسو، همدا ځوانان وو چې د درس ويلو په پايله کې د کانکور عمومي اول نومره ګان شول.))
د سلطان علاوالدين غوري لېسې د د ١٢ ټولګي فارغ عبدالقاسم، د ١٣٩١ لمريز کال د کانکور په ازموينه کې د هېواد په کچه عمومي اول نومره شو او د ٣٣٣نومرو په تر لاسه کولو يې د خپل خوښې پوهنځي( د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځي) ته لار ومونده.
ځوانان د ورزشي ځايونو له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې قير شوي او روښانه سړکونه د شپې له خوا دوى ته مجال ورکوي چې فوټبال وکړي، خپل وخت ښه تېر کړي او روغتيا ولري.
١٧ کلن محمود د خپل ټيم لپاره د فيروز کوه ښار واټونه  د غوره ځايونو په توګه ټاکلي او وايي چې د ورځې له خوا کورنۍ ته د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره بوخت وي او د شپې له خوا د واټونو د روښنايۍ  ته  فوټبال کوي.
 د غور د برېښنا  ادارې چارواکي په غور کې د برېښنا ستونزې مني، خو وايي چې د بوديجې نشتوالى ددې سبب شوى چې د برېښنا رسونې يوه سمه شبکه ونه لري، ددې شبکې  د ډيزاين کار دوه کاله وړاندې بشپړ شوى دى.
 د برېښنا امر انجنير محمد ياسين وويل چې په همدې سبب، د فيروز کوه شاوخوا ٢٥ سلنه ښاريان  د ماښام له اووه نيمو د شپې تر لس نيمو دولتي جنراتوري برېښنا کاروي، خو ٧٥ سلنه نور له برېښنا بې برخې دي.
 د هغه په خبره، د فيروز کوه د ټول ښار لپاره د برېښنا رسولو شبکې وړاندوينه ١٧٠ميليون افغانۍ شوې، د برېښنا د بيو د لوړ والي او د ښاريانو له خوا يې د ورکړې د توان نه لرل، ددې سبب شوي چې برېښنا له درې ساعتونو وروسته پرې کړي.
له بلې خوا د غور د اوبو لګولو رييس محمد امين وکيل وويل چې پر هريرود سيند د ګرم ابک د برېښنا بند جوړولو مقدماتي کارونه پيل شوي او ټاکل شوې چې تر پنځو راتلونکو کلونو پورې بشپړ شي.
  وکيل زياته کړه چې ددې  برېښنا قرار داد  د روسي شرکت له خوا د ١٦ ميليون  ډالرو په لګښت د افغانستان د ملي بوديجې څخه شوى چې د څلور نيم ميګا واټ برېښنا د توليد ظرفيت به ولري.
د اوبو لګونې د مشر په وينا، دا برېښنا به د غور د مرکز ټولې برخې روښانه کړي او د برېښنا ستونزه به حل شي.
هغه کسان چې دولتي برېښنا نه لري، شکايت کوي او له دولت نه غوښتنه کوي چې د برېښنا ستونزه  دې ژر تر ژره حل کړي.
 محمد ظريف د فيروز کوه په شمال کې ژوند کوي، د دوى سيمې ته تر اوسه برېښنا نه ده ورغلې، هغه وويل چې د شپې په کور کې د شخصي جنراتور نه کار اخلي، هره شپه درې لېتره تيل سوځوي چې هر لېتر ٥٠ افغانۍ بيه لري او دوى ته غير اقتصادي تمامېږي.
هغه زياته کړه:((د خواشينۍ ځاى دى چې د هريرود سيند د ښار له منځه تېرېږي، خو موږ له برېښنا محروم يو! که مو اوبيزه برېښنا درلودى، نو ټولو خلکو به په ډېره تيټه بيه ترې کار اخيسته.))
  خو د فيروز کوه ښار يوه بل اوسېدونکي اخترمحمد وويل چې دوى پخوا له تيلي څراغونو کار اخيسته او اوس يې ځاى هغو څراغونو نيولى چې د بطرۍ له لارې روښانه کېږي.
هغه وويل چې دا ډول څراغونه په بازار کې کم دي او دده په څېر نور خلک هم په تياره کې ژوند کوي.
هغه زياته کړه:((برېښنا نه لرو، ځکه خو د شپې ډوډۍ ماښام خورو او ماشومان مو د تيارې له وېرې وختي ويده کېږي.))
 اخترمحمد زياته کړه چې غور له وروسته پاتې ولايتونو څخه دى چې دولت هېر کړى.
د مدني ټولنې فعال نبي ساقي هم وويل چې تر اوسه په غور کې هېڅ ډول کومه بنسټيزه پروژه نه ده عملي شوې، په ځانګړي ډول خلک برېښنا او سړک نه لري، پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل حکومت په لومړيو کې غور ته د سفر په ترڅ کې د برېښنا ژمنه کړې وه، خو عملي نه شوه.
 دې مدني فعال زياته کړه، د تعجب ځاى دى چې له غور څخه درې مشهور سيندونه تېرېږي، خو برېښنا نشته او يواځې د ښار يوه برخه د ډيزلي جنراتور په وسيله روښانه کېږي چې يو کيلو واټ برېښنا يې هم خلکو ته ملا ماتونکې ده.
هغه زياته کړه چې جنراتور ډېر ځله خرابېږي، خليک يوه اوونۍ او حتى يوه مياشت په تياره کې پاتې وي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېر ژمي کې په فيروز کوه ښار کې د برېښنا د توليدونکي جنراتور د زړښت په سبب خلک له رڼا محروم شول او څه باندې يوه مياشت يې برېښنا نه درلوده، تر دې چې جنراتور يې په کابل کې جوړ کړ او برېښنا بېرته فعاله شوه.
  د ويلو ده چې تېر کال د مدني ټولنې د غړو په ګډون سلګونو تنو په فيروز کوه ښار کې د هريرود سيند پر غاړه شمعه، تيلي څراغونه او الکينونه روښانه کړل او ددې ولايت د برېښنا د بند د رغولو غوښتنه يې وکړه.
دوى د(( ولسمشره ژمنې دې څه شوې؟، غور به د هريرود، فراه رود او مرغاب له څپانده او مشهورو سيندونو سربېره هم تر څو په تياره کې وي؟ او موږ برېښنا غواړو))، شعارونه ورکول.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.