Ghani arrives in Kandahar

کندهار ښار ( پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٤ ) : ولسمشر اشرف غني له يوه لوړ پوړي پلاوي سره کندهار ولايت ته رسېدلى دى.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د غبرګولي په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر اشرف غني او پلاوى يې نن تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو کندهار ته  ورسېد.
هغه زياته کړه، چې ولسمشر نېغ په نېغه د کندهار منډيګک ماڼۍ ته ولاړ ، چېرته به چې ددې ولايت له چارواکو، قومي مشرانو، مخورو  او د مدني ټولنو له غړو سره وګوري.
د نوموړي په وينا، تر دې وروسته به ولسمشر له يو شمېر قومي مشرانو او ځايي چارواکو سره ځانګړې ليدنې هم  وکړي.
خپلواک وويل چې له ولسمشر سره په دې سفر کې د کورنيو چارو وزير نور الحق علومي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني، يو شمېر نور چارواکي او د ملي شورا غړي ملتيا کوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.