دستګيري: د کندهار ولايتي شورا هېڅ لاسته راوړنه نه لري

کندهار (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٤): د کندهار د ولايتي شورا غړى حاجي اغا لالى دستګيري وايي، د ځينو نورو لاملونو تر څنګ د کمزوري مديره پلاوي له امله په تېرو اوو مياشتو کې کومه پام وړ لاسته راوړنه نه لري.
دستګيري پژواک خبري اژانس ته وويل، لومړى د ټاکنو د پايلو د ځنډ له امله ولايتي شورا ناوخته خپل کار پيل کړ او بيا د ولسي جرګې له خوا د نظارت حق ورڅخه واخيستل شو، چې دغو ستونزو د ولايتي شورا کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ کړل.
خو دى وايي، تر ټولو عمده ستونزه د کمزوري مديره پلاوي ده چې له امله يې هغوى کومه عمده لاسته راوړنه نه لري.
د هغه په باور تر څو چې د کندهار د ولايتي شورا د رهبرۍ لپاره قوي کسان ونه ټاکل شي نو کارونه به يې همداسې پڅ وي.
ده زياته کړه: ((زه ګومان نه کوم چې ولايتي شورا دې په راتلونکي کې هم کومه لاسته راوړنه و لري؛ ځکه کار هغه مهال کېداى شي چې مديره پلاوى په شورا کې د نظم راوستو وړتيا او د خلکو د ستونزو د حل لپاره ښه پلانونه جوړ کړي چې له بده مرغه په اوسني ټاکل شوي پلاوي کې دا خصوصيات نشته.))
خو هغه له دې سربېره په دې وروستيو کې مرکز کابل ته د ولايتي شورا د غړو د سفر يادونه وکړه چې د کندهار پر ستونزو يې له يو شمېر وزيرانو سره ليدلي دي.
دستګيري وايي، د ولايتي شورا غړو په کابل کې د پوهنې، روغتيا، برېښنا او يو شمېر نورو وزارتونو له وزيرانو سره وليدل او له هغوى څخه يې په کندهار کې د پوهنې او روغتيا په برخه کې د خدماتو د پراخولو او معياري کولو او دغه راز د برېښنا د ستونزې حل وغوښت.
ده دا هم وويل چې د ولايتي شورا غړو د خلکو پر ستونزو ځانونه خبر کړي او تر يوه حده يې له هغوى سره د حقوقي ستونزو په حل کې مرسته کړې ده.
خو د کندهار د ولايتي شورا بل غړى حاجي نعمت الله شېردلى دا نه مني چې ګواکې د ولايتي شورا مديره پلاوى دې ضعيف وي او هغوى دې کومه لاسته راوړنه نه لري.
شېردلي پژواک خبري اژانس ته وويل، دا د حاجي اغا لالي دستګيري شخصي نظر دى چې ګواکې ټاکل شوى مديره پلاوى کمزورى دى، په داسې حال کې چې همدا پلاوى د شورا د غړو په اکثريت رايو ټاکل شوى دى.
د کندهار د ولايتي شورا د مديره پلاوي د ټاکلو پر مهال د ولايتي شورا د رياست لپاره دوو تنو حاجي سيد جان خاکرېزوال او جانان ګلزي ځانونه نومولي وو، دغه راز د مرسيتالۍ لپاره يواځې يوه غړي حاجي عبدالقيوم او د منشي د څوکۍ لپاره يوازې يوې ښځينه غړې خالدې احمدي ځانونه نومولي وو او په ټاکنو کې د ولايتي شورا د ١٩ غړو له ډلې ١٥ تنو برخه اخيستې وه.
د ټاکنو په پايله کې حاجي سيد جان خاکرېزوال له پنځلسو رايو څخه نهه رايې او جانان ګلزي درى رايې خپلې کړې او درى نورې رايې باطلې وشمېرل شوې، چې په دې توګه حاجي سيد جان خاکرېزوال د ولايتي شورا رييس، حاجي عبدالقيوم د (١٣) رايو په وړو سره د ولايتي شورا د مرستيال او خالده احمدي د (١٤) رايو په وړلو سره د ولايتي شورا د منشي په توګه وټاکل شول.
شېردلى وايي، دلته يوازې مدير پلاوى کار نه کوي، بلکې د ولايتي شورا هر غړى دنده لري چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره کار وکړي.
 
ده زياته کړه: ((تر اوسه ډېر کم وخت تېر شوى، تاسې موږ ته يو څه وخت راکړئ، موږ د ډېرو کارونو د تر سره کولو پلان لرو.))
د نوموړي په خبره، د کندهار ولايتي شورا تر دې مهاله په سپين بولدک، ميوند او شاوليکوټ ولسواليو کې د ځينو قبيلو تر منځ د اوبو او يا ځمکو پر سر ډېرې لويې شخړې حل کړې او د هغوى تر منځ يې د دښمنۍ مخنيوى کړى دى.
هغه زياتوي، تر هغه وروسته چې تر يوې نيمې مياشتې کاربنديز په پايله کې ولايتي شوراګانو ته د نظارت حق بيرته ورکړل شو، نو د پوهنې د رياست د کارونو او فعاليتونو نظارت يې کړى، دغه راز په بېلابېلو ولسواليو کې يې د ملي پيوستون پروژې څارلې او هغه شوراګانې يې معطلې کړې چې کارونه يې په سمه توګه نه وو تر سره کړي.
نوموړي هم کابل ته د ولايتي شورا د غړو د سفر يادونه وکړه چې له وزيرانو سره يې د کندهار پر ستونزو خبرې کړې او هغوى ژمنه کړې چې کندهار ته به يې پلاوى لېږي، شته ستونزې به څېړي او د حل لپاره به يې اقدام کوي.
شېردلي په تېرو اوو مياشتو کې همدا د ولايتي شورا عمده لاسته راوړنې وبللې.
د کندهار د ولايتي شورا ښځينه غړې او منشي خالده احمدي وايي د هغو ښځينه محصلينو او زده کوونکو ستونزې يې تر مرکز پورې رسولې چې د زده کړې او سکالر شيپونو په برخه کې يې ستونزې لرلې.
دا وايي، د کندهار ولايتي شورا د اوونۍ دوې ورځې د خپلو موکلينو ستونزې اوري چې دا په خپله د نورو تر څنګ د ښځينه وو پر ستونزو ډېر تمرکز کوي.
دا وايي په پلان کې ده چې د مېرمنو د ستونزو د حل په موخه د ولايتي شورا په چوکاټ کې يوه کمېټه جوړه شي، د دې کمېټې دندې به دا وي چې وخت په وخت د کندهار له مېرمنو سره وګوري، ستونزې يې واوري او د حل لپاره يې لاس په کار شي.
هغې دا هم وويل چې د دوى يوه دنده به دا هم وي چې د کندهار د ستونزو د حل په موخه په د وزيرانو ژمنې تعقيبوي او پر هغوى به فشار راوړي چې په دې ولايت کې شته ستونزې حل کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.