19 abducted passengers released

کلات (پژواک،٢١غويى٩٤): د ٣١ تښتول شوو مسافرو له ډلې څخه ١٩ تنه يې نن سهار خوشې شول او د پاتې نورو د خلاصون هڅې روانې دي.
دغه څرګندونې د زابل د ولايتي شورا رييس عطا جان حق بيان، نن پژواک خبري اژانس ته وکړې.
ده وويل، دغه ١٩ تنه مسافر نن سهار شاوخوا ٩ بجې د غزني ولايت د جاغوريو ولسوالۍ له مربوطاتو څخه خوشې شوي دي.
نوموړي، په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
تراوسه د دولت وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې شاوخوا دوه نيمې مياشتې مخکې ياد مسافر کور ته د راتګ پر مهال د کندهار-کابل پر لويه لار د زابل ولايت په مربوطاتوکې د ناپېژاندو وسله والو له لوري تښتول شوي وو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.