Kandahar Ulama announce support for security forces

کندهار  (پژواک، ١٦ غويى ٩٤): د کندهار سلګونو ديني عالمانو په يوه غونډه کې د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ او له وسله والو مخالفينو يې وغوښتل چې د هېواد په امن او ثبات کې ونډه واخلي او سولې ته غاړه کېږدي.
دغه غونډه چې د غويي په ١٦مه په کندهار ښار کې جوړه شوې وه، د سلګونو ديني عالمانو تر څنګ په کې د ولايتي شورا غړو، د سولې شورا استازو او قومي مخورو ګډون کړى و.
د کندهار د علماوو شورا رييس مولوي عبيدالله فيضاني وويل، حالاتو ته په کتو بهرنۍ کړۍ په هېواد کې د جګړې دوام غواړي، چې په ترڅ کې يې هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې امنيتي ځواکونه او خلک قرباني کېږي.
هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونو شپه او ورځ پر ځان يوه کړې او د خپل سر په بيه د خپلې خاورې او ولس د ژوند ساتنه کوي، پر همدې بنسټ د هېواد ديني عالمان او ولس د هغوى تر شا ولاړ دي او په هر حالت کې يې ننګه کوي.
فيضاني له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د انسان وژنې او هېواد ورانونې لړۍ نور پاى ته ورسوي او د سولې په برخه کې دې له بهانو لاس پر سر شي.
ده وويل، اوسمهال ډېرى بهرني سرتېري له هېواده وتلي، که وسله وال طالبان سوله وکړي نو پاتې بهرنيو سرتېرو ته هم په هېواد کې اړتيا نه ليدل کېږي.
د کندهار د سولې ولايتي شورا مشر حاجي عطا محمد احمدي وويل چې په دې وروستيو کې د جګړې بڼه اوښتې استخباراتي بڼه يې غوره کړې ده.
هغه زياته کړه، افغان ځواکونه د هېواد د دفاع جوګه دي، خو په کار ده چې په استخباراتي برخه کې خپلې هلې ځلې ځواکمنې او پياوړې کړي او په دې توګه د پرديو کړيو د جګړې او وژنې مخنيوى وکړي.
د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي اغا لالي دستګيري هم پر وسله والو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي؛ ځکه سوله، ارامي او خپلواکې د دې خاورې د فرد فرد يوازېنۍ هيله او ارزو ده.
د غونډې يو شمېر نورو ويناوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې خپلې کړې ژمنې پوره کړي، تر څو په هره برخه کې د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي.
د يادونې ده، څو مياشتې وړاندې په هم په کندهار کې ورته غونده جوړه شوې وه چې په ترڅ کې يې ديني عالمانو د خپلو امنيتي ځواکونو او نظام ملاتړ اعلان کړى و.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.