له يوې مياشتې ځنډ وروسته د کندهار ولايتي شورا لومړۍ غونډه وکړه

کندهار ( پژواک، ١٨ کب ٩٣ ) : د کندهار ولايتي شورا خپل اعتصاب پاى ته ورساوه او تر يوې مياشتې ځنډ وروسته يې نن د کب په ١٨مه خپله لومړۍ غونډه وکړه.
يوه مياشت مخکې د نورو ولايتونو له ولايتي شوراګانو سره يو ځاى د کندهار ولايتي شورا هم د ولسي جرګې د هغې پرېکړې په غبرګون کې خپل دفتر وتاړه چې د رايو په اکثريت يې د ولايتي شوراګانو هغه اووه فصل لرونکى قانون تصويب کړ چې په کې د خلکو له استازو څخه پر دولتي ادارو د څار حق اخيستل شوى و.
په دې لړ کې د کندهار ولايتي شورا خپل اعتصاب تر هغه وروسته پاى ته ورساوه او نن يې لومړۍ غونډه وکړه چې ولسمشر د يوه حکم په صادرولو ولايتي شوراګانو ته د څار حکم بيرته ورکړ.
د کندهار ولايتي شورا نننۍ غونډه د يادې شوې موضوع تر څنګ د بشري حقونو د څار د نړيوالې ادارې پر هغه وروستي راپور بحث ته ځانګړې شوې وه چې د کندهار امنيه قوماندان يې په بشري سرغړونو تورن کړى و.
د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال وويل، خلک ډېر خوشحاله دي چې هم ولسمشر او هم ولسي جرګې ولايتي شوراګانو ته د څار حق بېرته ورکړ.
هغه زياته کړه، ولسمشر په دې برخه کې نه يواځې د هغوی مخکيني صلاحيتونه ورکړي، بلکې ور زيات کړي يې هم دي.
د نوموړي په وينا، د همدې پرېکړې له مخې به د ولايتي شورا استازي هڅه وکړي چې د قانون په چوکاټ کې د سيمه ييزې ادارې کړنې وڅاري تر څو خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو په موخه ورسپارل شوې چارې په مسووليت تر سره کړي.
خاکرېزوال دا هم وويل چې هڅه کوي د تېرې يوې مياشتې ځنډ جبران کړي او د خلکو د ستونزو د هواري لپاره ډېر  کار وکړي.
د ولايتي شورا غړو په نننۍ غونډه کې د بشري حقونو د څار سازمان هغه راپور وغانده چې د کندهار د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق نوم يې په هغه لېست کې راوستلى چې په بشري سرغړونو تورن دي.
خاکرېزوال وويل: ((زه دغه راپور په کلکه غندم چې د کندهار امنيه قوماندان يې په بشري سرغړونو تورن کړى، ټول خلک په دې متفق دي چې جنرال عبدالرازق په دې ولايت کې امنيت راوستلى او د خلکو ژوند يې خوندي کړى، که هغه نه وي، نو په کندهار کې به هر ورځ سل او دوه سوه کسان وژل کېږي.))
د ده په خبره، د بشري حقونو نړيوالې ادارې دې د دې پر ځاى د وسله والو مخالفينو نومونه د بشري سرغړوونکو په لېست کې شامل کړي چې هره ورځ بې ګناه هېوادوال په چاودنو او جګړو کې وژني.
په ورته توګه د ولايتي شورا يوې بلې غړې زرغونې کاکړ هم وويل، هغه کسان چې خپلو خلکو او ټولنې ته خدمت کوي د دې پر ځاى چې ستاينه يې وشي په بېلابېلو ناسمو کړنو تورن کېږي.
هغې زياته کړه، د کندهار امنيه قوماندان د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې په موخه د وسله والو پر ضد درېدلى او دغه ډول څرګندونې د هغه په حق کې ظلم دى.
د کندهار د ولايتي شورا نننۍ غونډه د ولسمشر حامدکرزي د حکومت د مهال د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې د لومړنۍ کاليزې په مناسبت د هغه اروا ته په دوعاګانو پاى ته ورسېده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.