تعداد زيادى افراد مسلح قرغيزستانى در عمليات زابل به قتل رسيده اند

کندهار ښار (پژواک، ١٣ کب ٩٣): په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان وايي چې د تښتول شوو کسانو د ژغورنې په موخه په زابل کې د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې ډېرى قرغيزستاني وسله وال وژل شوي دي.
ناپېژانده وسله والو د کب په ٤مه د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ  د پښ کندې په سيمه کې له يوه ٣٠٣ موټره ٣٠ مسافر  تښتولي دي.
ځايي چارواکو ويلي وو، دغه کسان چې تازه له ايرانه راستانه شوي وو،د غزني پيما ترانسپورټي شرکت په يوه ٣٠٣ موټر کې له هراته کابل ته پر لاره وو.
په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد د کب په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له پرون نيمې شپې راهيسې د زابل په خاک افغان او ارغنداب ولسواليو کې پيل شوي عمليات په برياليتوب سره روان دي.
هغه زياته کړه چې تر اوسه په دغو عملياتو کې د يو شمېر مهمو قوماندانانو په ګډون ٤٨  وسله وال وژل شوي او ګڼ نور  ټپيان دي.
جنرال حميد وويل چې په وژل شوو قوماندانانو کې همت، حکمت الله او عبدالديان شامل دي او د ملا عبدالله په نوم يو مهم قوماندان ژوندى نيول شوى دى.
دى وايي: ((يادو قوماندانانو د تور بيرغ لاندې په سيمه کې فعاليت کولو او خلکو ته يې ويلي وو، چې نور ملا عمر نشته او دوى دداعش پلويان دي.))
نوموړى وايي چې د دې جګړې په وژل شوو کسانو کې ډېرى د قرغيزستان وسله وال دي چې يواځې په روسۍ ژبه خبرې کولى شي.
د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان دغه راز وويل چې په وژل شويو وسله والو کې يوه قرغېزستانۍ ښځه هم ده، چې د کومانډو جامې يې په تن وې او بله قرغېز ښځينه وسله واله په ټپي حالت کې نيول شوې او اوس تر درملنې لاندې ده.
د هغه په وينا، تر اوسه دا عمليات په برياليتوب سره روان دي او دوى هڅه کوي چې تښتول شوي کسان په خوندي توګه وژغوري.
جنرال حميد زياته کړه، چې د ٢٠٥ اتل قول اردو د دويمې لوا ځواکونه د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ کلا بنده کړې، څو وسله وال  له خاک افغان څخه دې ولسوالۍ ته ونه تښتي.
دى وايي چې تر اوسه په دې عملياتو کې ملي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
پرون د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عطاء جان پژواک ته ويلي وو، چې تر اوسه ٦٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دا نه ده معلومه چې دا وسله وال داعش  پورې اړونددي، طالبان او که په  بله کومه ډله پورې.
د زابل امنيه قوماندان له دې امله معلومات نه ورکوي چې د کورنيو چارو وزارت له دغه کار څخه منع کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون د ولسمشر اشرف غني له خوا توشېح شوى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.