60 rebels eliminated in Zabul offensive

کلات (پژواک، ١٢ کب ٩٣ ): چارواکي وايي چې زابل ولايت کې د تښتول شويو کسانو د ژغورنې په موخه پيل شويو عملياتو کې تر اوسه ٦٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ناپېژاندو وسله والو تېره اوونۍ د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ  د پښ کندې سيمې له يوه ٣٠٣ موټر څخه ٣٠ تنه مسافر  تښتولي دي.
ځايي چارواکو ويلي وو،دا کسان چې تازه له ايران څخه راستانه شوي وو، د غزني پيما ترانسپورټي شرکت په يوه ٣٠٣ موټر کې له هرات څخه کابل ته پر لاره وو.
د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عطاء جان وايي چې له تېرې نيمې شپې راهيسې ددې ولايت په خاک افغان ولسوالۍ کې عمليات پيل شوي دي.
هغه د کب په ١٢مه، پژواک اژانس ته وويل : (( د امنيتي ځواکونو د معلوماتو له مخې تر اوسه ٦٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دا نه ده معلومه چې دا وسله وال داعش  پورې اړونددي، طالبان او که په  بله کومه ډله پورې.))
د ولايتي شورا رييس وويل چې دا عمليات په برياليتوب سره روان دي او تر اوسه امنيتي ځواکونو  ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليونى هم وايي چې دا عمليات نن  تر غرمې وروستو پورې په برياليتوب سره روان وو او تر اوسه يې ډېرې لاسته راوړنې درلودې.
هغه زياتوي چې په دې اړه به بشپړ جزييات سباته له رسنيو سره شريک کړي.
تر دې مخکې نن سهار روغ ليوني پژواک ته ويلي و ، چې دا عمليات  تېره شپه  په درېيو بجو په خاک افغان ولسوالۍ کې پيل شوي دي.
هغه زياته کړې وه، چې ځانګړي ځواکونه  د چورلکو په وسيله  ياده ولسوالۍ کې پياده شوي او ډېره قوي جګړه يې پيل کړې ده.
د روغ ليوني د معلوماتو له مخې ، تر اوسه په دغو عملياتو کې ٣٢   وسله وال وژل شوي ، خو د  تښتول شويو کسانو په اړه يې  معلومات نه دي ترلاسه کړي.
يوې بلې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق او ددغه ولايت نورو ځواکونو هم برخه اخيستې ده.
ځايي چارواکو تېره اوونۍ ويلي وو، د قومي مشرانو يوه ډله ددې ولايت خاک افغان ولسوالۍ ته د يادو کسانو د خوشې کولو او له تښتوونکو سره د خبرو اترو لپاره لېږلې وه، خو ددوى هڅې ناکامې شوې او هغوى تش لاس بېرته راستانه شول .
د وسله والو طالبانو وياندويانو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي  غبرګون نه دى ښودلى، پژواک تر اوسه دوه ځلې د طالبانو په ادرس ايميليونه کړي، خو د هغوى له خوا کوم ځواب نه دى ورکړل شوى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.