ANSF to take control of Kandahar airport installations

کندهار ( پژواک، ٧ سلواغه ٩٣ ) : ټاکل شوې ده د مسووليتونو د لېږد په لړ کې په کندهار هوايي ډګر کې د بهرنيو ځواکونو تاسيسات هم افغان دولت ته وسپارل شي.
دغه تاسيسات په لس کيلومتره ساحه کې جوړ شوي چې په کې بېلابېلې ودانۍ، سړې خونې، د موټرونو ترميم ځايونه او نور شامل دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د سلواغې په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د والي ډاکټر توريالي ويسا، د بهرنيو چارو رييس عبدالنافع ثنا، په سوېل کې د بهرنيو ځواکونو قوماندان او د ملکي برخې له مشاور جنرال کمبل سره نن له دغو تاسيساتو ليدنه وکړه.
د دې ليدنې پر مهال جنرال کمبل وويل چې دغه تاسيسات په کندهار کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو لپاره په لس کيلومتره ساحه کې جوړ شوي، چې ډېر ژر به افغان لوري ته وسپارل شي.
هغه زياته کړه، د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به په دغو تاسيساتو کې افغان کارکوونکو ته د کار زمينه برابروي.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د بهرنيو ځواکونو له مسوولينو مننه وکړه چې د خپلو پوځيانو لپاره جوړ شوي تاسيسات افغان دولت ته سپاري.
هغه زياته کړه د اقتصاد او کرنې له کمېټو سره به په دې اړه بحث وکړي چې له دغو تاسيساتو څنګه ښه ګټه اخيستل کېداى شي.
نوموړي د بهرنيو ځواکونو له مسوولينو وغوښتل چې د دغو تاسيساتو د ساتلو په موخه دې هوايي ډګر ته د څېرمه دوو ولسواليو ډنډ او دامان اوسېدونکي وروزي، تر څو په دې توګه په کې هغوى ته د کار زمينه برابره شي.
د يادونې ده چې دوه اوونۍ وړاندې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد وروستى پړاو تر سره شو او له دې وروسته به بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو د روزنې او تجهيز په برخه کې مرسته کوي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.