Pakistan duping world on border trench: Gen. Raziq

کندهار (پژواک، ٤ سلواغه ٩٣): د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق وايي چې پر ډيورنډ کرښه خندق د نړيوالو د تېر ايستلو لپاره کيندل کېږي او په دې سره د ترهګرو د تګ راتګ مخنيوى نه کېږي.
نوموړي دغه څرګندونې نن (د سلواغې ٤مه) د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کې د يوې خبري غونډې پر مهال د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.
جنرال عبدالرازق وويل، پاکستان پر ډيورنډ کرښه د خندق ايستلو په موخه له نړيوالو څه له پاسه ٧٥٠ ميليونه ډالر اخيستي او دا يوه پروژه ده.
هغه زياته کړه، په پيل کې يې په خپله ساحه کې د خندق ايستلو پر وړاندې مخالفت وکړ او ان خبره تر جګړې هم ورسېده، خو وروسته د مرکزي دولت او پاکستاني چارواکو تر منځ د خبرو په پايله کې د ډيورنډ کرښې د هغې غاړې په ٤٠٠ مترۍ کې د خندق ايستلو پرېکړه وشوه.
د ده په خبره، پاکستان پر ډيورنډ کرښه د خندق په کيندلو سره نړۍ تېرباسي او هغوى ته داسې ښيي چې ګواکې په دې سره د ترهګرو د تګ راتګ مخنيوى کوي.
خو هغه وويل چې په دې سره د ترهګرو د تګ راتګ مخنيوى نه کېږي، بلکې ترهګر د همدغه هېواد د امنيتي پوستو تر څنګ راتېرېږي او د افغانستان خاورې ته د ورانکاريو لپاره راځي.
امنيه قوماندان د دې او ورته نورو امنيتي مسايلو پر سر د خبرو لپاره د افغانستان او پاکستان د امنيتي چارواکو تر منځ د ځنډول شوو غونډو د بيا پيل کېدو خبر ورکړ او ويې ويل چې تېره اوونۍ يې د پاکستان د بلوچستان ايالت له نظامي مسوولينو سره غونډه لرله.
هغه زياته کړه، دا د پاکستان له نظامي مسوولينو د افغان امنيتي مسوولينو درېيمه غونډه وه چې په کندهار کې ترسره شوه، تر دې مخکې دوې ورته غونډې په تورخم کې شوې وې، چې دغه لړۍ د تېرو څلورو کلونو لپاره درول شوې وه، خو پاکستان د ولسمشر اشرف غني تر سفر وروسته بېرته پيل شوه.
نوموړي د دې غونډې له جزيياتو ورکولو پرته وويل چې تمه ده له پاکستان سره دا غونډې ګټورې ثابتې شي، تر څو له دې لارې وکړاى شي د کرښې په دواړو غاړو کې د ترهګرو د فعاليتونو د مخنيوي په موخه معلومات شريک شي او له يو بل سره همکاري وشي.
جنرال رازق په سوېل کې د داعش د شتون په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه راز څرګندونې يواځې تبليغاتي بڼه لري او دغلته داعش نشته.
هغه زياته کړه: ((دا د سيمې د استخباراتو کار دى، شل کاله يې په دغه هېواد کې د طالب په نوم جګړه مخ ته يووړه، اوس غواړي د هغوى سپين بيرغ په تور واړوي او داعش نوم ورکړي، خو د روزنې او تمويل سرچينه يې هماغه پخوانۍ ده او د هماغو موخو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي.))
نوموړي د کندهار د امنيتي وضعيت په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل که څه هم د هېواد په ځينو سيمو کې امنيتي وضعيت اندېښمنوونکى دى، خو په کندهار کې شرايط بدل دي، دلته د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي شته او د دې وړتيا لري چې د خپلو خلکو او خاورې ساتنه وکړي.
ده له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد په اړه وويل چې په کندهار کې دغه کار ان په ٢٠١٢ کال کې شوى و، هماغه مهال ګڼ شمېر ولسوالۍ يواځې د افغان ځواکونو له خوا ساتل کېدې او اوس به د پخوا په پرتله هم دا کار په ښه توګه تر سره کېږي.
خو هغه کندهار ته د څېرمه ولايتونو زابل او هلمند له لوري د ځينو امنيتي ګواښونو يادونه وکړه چې د ده په وينا، امنيتي پلان ورته جوړ شوى او ژر به پلى شي.
امنيه قوماندان خبر ورکړ چې ډېر ژر به د هلمند ولايت له امنيتي ځواکونو سره په ګډه په کندهار
او هلمند کې پراخ عمليات وشي چې له مخې به يې ټولې سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شي.
هغه په دې لړ کې په جدي توګه د کوکنارو د مخنيوي خبر هم ورکړ او ويې ويل که د کوکنارو د کښت مخنيوى و نه شي نو را روان کال به جګړه زور واخلي، ځکه د کوکنارو کښت د وسله والو مخالفينو د جګړې ٧٠ سلنه عوايد برابروي.
ده وويل: ((موږ سږ کال په ډېره جدي توګه د کوکنارو د کر او قاچاق مخنيوى کوو، ځکه دلته جګړه کوکنارو اوږده کړې ده، موږ په کندهار کې سر له اوسه په دې برخه کې کار کوو، په دې ترڅ کې مو ان په ژيړۍ او ميوند کې د سيمه ييزو پوليسو هغه چارواکي بنديان کړي، چې د کوکنارو د مخنيوي په برخه کې يې خپله دنده نه ده تر سره کړې.))
جنرال رازق په کندهار کې د مرموزو او هدفي وژنو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې په ټوليزه توګه وسله وال مخالفين د ګرمۍ په موسم کې په ولسواليو کې جګړه مخ ته وړي، خو د ژمي په موسم کې تاکتيک بدلوي او په ښارونو کې په هدفي وژنو او غلچکي بريدونو لاس پورې کوي.
ده وويل، د همدې لپاره وسله والو ته د ډيورنډ کرښې په هغې غاړه کې د استخباراتو له خوا روزنه او بې غږه تومانچې ورکول کېږي، چې ډېر مهال په کې پوليس په نښه کېږي او په تېره يوه مياشت کې دغسې ٦ پېښې شوي، چې دوو پېښو عاملين يې نيولي دي.
خو هغه يادونه وکړه چې هغوى په ټول توان د وسله والو د دغه راز بريدونو مخنيوى کوي.
نوموړي په دې لړ کې په کابل کې د ځينو رسنيو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې په مرموزو وژنو کې د هغه او يا نورو امنيتي چارواکو لاس دى.
ده وويل: ((دغه راز څرګندونې هغه پخواني چارواکي او د ولسي جرګې يو شمېر استازي کوي، چې دلته يې په تېر کې شخصي زندانونه لرل او وژنې يې کولې، هغوى په دغه راز څرګندونو سره د خلکو ذهنيتونه خرابوي، موږ بيرته د ٢٠٠١ کال دور ته نه ستنېږو، بلکې پر مخ روان يو او هغوى دې د تېرو تجربو د تکرار خوبونه نه ويني.))
هغه دغه راز زياته کړه، دا مهال چې د امنيتي ځواکونو پر ضد کوم وسله وال جګړه کوي، ډېره برخه يې هغه کسان دي چې د همدغو کسانو له لاسه طالبان شوي، د هغوى د اعمالو په پايله کې ګڼ طالبان د پاکستان د استخبارات غېږې ته ولوېدل.
ده په ټينګار سره وويل چې د خپلو خلکو او خاورې د ساتنې په برخه کې د وسله والو پر ضد به په جديت عمل کوي، ځکه د اسلامي شريعت له مخې پر هغه د خپلو خلکو ساتنه واجب ده.
خو هغه په ډاګه کړه چې که څوک هم د ده په اړه د بې ګناه کسانو د مرموزو وژنو او يا د هغوى د زنداني کېدو په برخه کې شکايت لري، د کندهار سپين ږيري او ځوانان کولاى شي د هغه ګرېوان ته لاس واچوي او محکمې ته يې راکش کړي او دى به له کومې ستونزې پرته له هغوى سره محکمې ته حاضرېږي.

 

 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.