فيروز کوه (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٣): د غور امنيه قوماندان د خلکو له لاريون وروسته له دندې ګوښه شو.
د غور سرپرست وياند عبدالحي خطيبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غور امنيه قوماندان مل پاسول احمدفهيم قايم د ولسمشر اشرف غني د فرمان او کورنيو چارو وزارت د لارښوونې له مخې له دندې ګوښه شوى دى.
خطيبي د نوموړي د ګوښه کولو په اړه څه ونه ويل.
دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت په غور کې په سلګونو کسانو لاريون وکړ او ويل يې چې د ځايي ادارې تر منځ اختلافونه او جنجالونه د خلکو د وېشنې لامل شوي او اړينه ده چې دولت ځايي چارواکي په ځانګړې توګه والي او امنيه قوماندان لرې کړي.
خو د ولايت سرپرست سيد انور رحمتي او فيهم قايم ويلي وو چې د ځايي ادارې ترمنځ اختلافات نشته او نه هم د دوى پر ضد چا لاريون کړى دى.
د غور يوه مدني فعال محمد نذير نوراني وويل چې د ځايي ادارې تر منځ اختلافات او د همغږۍ نشتوالى د دوى د ناکامۍ لامل شوي، اوس چې امنيه قوماندان ګوښه شو، نو والي دې هم لرې شي.
نوراني زياته کړه چې د غور ځايي ادارې په سر کې بدايد مسلکي او وړ کسان وګومارل شي.
Add new comment