د کندهار د ولايتي شورا نوو غړو لوړه وکړه

کندهار (پژواک، ١٧ لړم ٩٣): د کندهار د ولايتي شورا د نوو غړو د لوړې مراسم د دغه ولايت د ولايتي شورا د غونډو په تالار کې ترسره شول.

په مراسمو کې د کندهار والي ډاکتر توريالي ويسا، امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق، برياليو وکيلانو، د يوناما استازو، قومي مشرانو او نور ګډون کړى و.

د کندهار والي د ولايتي شورا له نوو غړو وغوښتل چې د ښو وکيلانو په توګه ځانونه ثابت کړي او د حکومت او خلکو تر منځ اړيکې پياوړې کړي.

هغه زياته کړه، د ولايتي شورا غړي بايد پر دې پوه شي چې هغوى اجرائيوي ځواک نه دي، بلکې يوه مشورتي ډله ده چې د خلکو د ستونزو د هواري او د ادارو د نظارت په موخه کار کوي.

نوموړي دغه راز له وکيلانو وغوښتل چې هغوى بايد ناقانونه کړنو او د ځمکو د غصب پر وړاندې ودرېږي، نه دا چې د هغو کړيو او کسانو د حمايې لپاره ودرېږي چې غصب کوي او يا هم ناقانونه کړنې ترسره کوي.

د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي سيد جان خاکرېزوال چې د درېيم ځل لپاره ولايتي شورا ته بريالى شوى، په خپله وينا کې له وکيلانو د يووالي غوښتنه وکړه.

هغه دغه راز ټينګار وکړ چې وکيلان بايد په هر حالت کې د خلکو د ستونزو د حل لپاره کار وکړي او له خپلو شخصي ګټو تېر شي.

د کندهار د ولايتي شورا يوې ښځينه غړې سرينا فيضي له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال خوښي وښوده چې دې شورا ته بريالۍ شوې او خلکو ورباندې باور کړى دى.

نوموړې ژمنه وکړه چې په ولايتي شورا کې به د ښځينه وو استازيتوب کوي او د هغوى د ستونزو د هواري لپاره به کار کوي.

د کندهار د ولايتي شورا لپاره د ٧ ښځو په ګډون شاوخوا ٨٠ تنو ځانونه کانديد کړي وو چې شل سلنه يې نوي ځوانان او پاتې نور د ولايتي شورا پخواني غړي، قومي مشران او مخور وو.

په تېرو دوو دورو کې د کندهار ولايتي شورا د غړو ټول شمېر ١٥ تنه وو چې ١١ يې نارينه او ٤ يې ښځې وې، خو اوس دغه شمېر ١٩ تنو ته لوړه شوى چې ١٥ يې نارينه او ٤ يې ښځې دي.

د کندهار د ولايتي شورا د برياليو کانديدانو په نوملړ کې د دوو وژل شوو نوماندانو حشمت خليل کرزي او خان محمد افغان نومونه هم راغلي وو.

حشمت خليل کرزى د زمري په ٧مه د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې په خپل کور (حشمت کلا) کې د اختر د مبارکۍ په پلمه د يوه تن له خوا په ځانمرګي بريد کې ووژل شو او خان محمد افغان د چنګاښ په ٧مه د کندهار ښار په حضرت جي بابا سيمه کې د تلاشۍ پر مهال د پوليسو له لوري ووژل شو.

خو وروسته د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د برياليو نوماندانو په نوملړ کې د يادو وژل شوو نوماندانو پر ځاى دوه نور نوماندان عطا الله عطا او سيداحمد سېلاب ور شامل کړل.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.