Zabulis to Ghani: Honour campaign pledges

کلات (پژواک ٣ تله ٩٣): د زابل يو شمېر خلک وايي چې نوى ولسمشر بايد پر خپلو کړو ژمنو ودرېږي او هغه ستونزې چې دا مهال ولس ورسره لاس او ګرېوان دى، له منځه يوسي.

دوى زياتوي چې امنيت، د فساد له منځه وړل، په دولتي ادارو کې بدلونونه او اصلاحات، ښوونې او روزنې ته پاملرنه او ځوانانو ته د کار زمينه برابرول د دوى تر ټولو عمده غوښتنې دي.

د ياد ولايت يوه اوسېدونکي محمدنبي پژواک خبري اژانس ته وويل، په هېواد کې د بې روزګارۍ کچه لوړه شوې، چې نوی ولسمشر بايد ورته په خپلو لومړيتوبونو کې ځای ورکړي.

نوموړي زياته کړه ډاکټر اشرف غني احمدزی بايد لکه څنګه چې يې ژمنه کړې وه، د ولايتونو ترمنځ شته توپير له منځه يوسي څو د هېواد ټول اوسېدونکي په مساوي توګه اسانتياوو ته لاسرسی ومومي.

د دغه ولايت يو بل اوسېدونکی اسدالله وايي چې ولسمشر بايد په دولتي ادارو کې د فساد مخه ونيسي او هغه کسان چې د حامد کرزي د حکومت په وخت کې يې فساد کړی، محاکمه کړي.

د نوموړي په وينا، د زابل د خلکو تر ټولو لويه غوښتنه دا ده چې دولت د امنيت په راوستو کې په ټول هېواد کې له يو شان امکاناتو کار واخلي.

د ده په خبره چې که امنيت نه وي، نو د نورو پروګرامونو د تطبيق لپاره زمينه نه برابرېږي.

هغه وايي چې د دوى تر ټولو اصلي غوښتنه د پوهنې د بهير پياوړى کول دي؛ ځکه د زده کړې په وسيله د يوه هېواد اوسېدونکي کولى شي ښه پرېکړه وکړي.

عبدالقهار چې دا مهال په دوولسم ټولګي کې زده کړې کوي، وايي چې اصلي ستونزه يې سمو روغتيايي اسانتياوو ته نه لاسرسی دی.

نوموړى وايي چې د روغتيا برخې ته بايد ولسمشر زياته پاملرنه وکړي.

د هغه په وينا، په زابل کې ډېر لږ روغتيايي مرکزونه فعاليت لري چې ښه خدمات نه وړاندې کوي او په دې اړه بايد راتلونکی حکومت بشپړه څېړنه وکړي.

نوموړي زياته کړه چې تعليم او کار د دوى نورې غوښتنې دي او بايد چې ورته پاملرنه وشي.

نورالله چې په کلات ښار کې دوکانداري کوي وايي چې له نوي ولسمشره يې تر ټولو لويه غوښتنه د سولې لپاره کار کول دي؛ ځکه چې د ده په خبره، امنيت د ټولو چارو په سر کې ځای لري.

هغه زياته کړه چې د امنيت له راوستو وروسته بايد ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې پروژې پيل شي تر څو وزګار ځوانان پرديو هېوادونو ته له تګ او د وسله والو مخالفينو له ليکو سره له يو ځای کېدو را وګرځي.

نوموړی وايي چې په دولتي ادارو کې شته فساد بايد له منځه ولاړ شي تر څو د خلکو او دولت تر منځ موجود لرې والى راکم شي.

خو د دغه ولايت د شاه جوى ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى محمدشفيق بيا وايي چې راتلونکی حکومت بايد تر هر څه ډېر د کرنې د ودې او پراختيا لپاره پاملرنه وکړي.

نوموړي وايي چې افغانستان يو کرنيز هېواد دى او که ورته سمه پاملرنه وشي نو له يوې خوا په کې ډېرو کسانو ته د کار زمينه برابرېږي او له پلوه د هېواد پر ځان بسياينه ډېرېږي.

د ده په خبره چې د کرنې له ودې سره افغانستان کولى شي د خپلو صادراتو له درکه ښه عوايد هم ترلاسه کړي او ولسمشر اشرف غني ته په کار ده چې دې برخې ته زياته پاملرنه وکړي.

د دغه ولايت د نوبهار ولسوالۍ يو اوسېدونکى حبيب الله وايي چې دوى په سختو شرايطو او نا امنيو کې د رايو مرکزونو ته ولاړل او خپلې رايې وکارولې.

هغه زياتوي چې نوى ولسمشر بايد د دوى ستونزو او غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او دوى ته د ژوند لومړۍ اسانتياوې برابرې کړي.

د زابل ولايت اوسېدونکي له نوي ولسمشره دا غوښتنې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې نوى ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزى د راتلونکې دوشنبې په ورځ د لوړې مراسم ترسره کړي.

څو ورځې مخکې د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ د ملي يووالي حکومت تړون لاسليک شو.

د دغه تړون له مخې به ډاکټر عبدالله نوى اجرائيه رييس او حکومت به يې ترمنځ نيم وي.

د وږي په ٣٠مه د لاسليک شوي هوکړه ليک په ٣٠مه ماده کې ويل شوي، د حکومت اجرائيه رييس د دويم نوماند پر وړانديز د ولسمشر د هوکړې له مخې ټاکل کېږي.

د دې هوکړې له مخې، اجرائيه رييس او مرستيالان يې د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې معرفي کېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ولسمشريزو ټاکنو کې به د عبدالله عبدالله لومړى او دويم مرستيال هر يو محمدخان او محمدمحقق په اجرائيه رياست کې هم د مرستيالانو په توګه پاتې شي، خو سرچينې وويل چې لا هم څرګنده نه ده چې د حکومت د اپوزېسيون مشري به څوک کوي.

د دواړو نوماندانو تر منځ د وږې د ٣٠ مې نېټې په هوکړه ليک کې راغلي چې د حکومت اجرايي رييس د "اجرائيه لومړي وزير پر دندې کار کوي او د دوو کلونو په موده کې لويه جرګه راغوښتل کېږي، څو وکولى شي چې د اساسي قانون په تعديل سره اجرائيه رياست په "اجرائيه لومړي وزير" بدل کړي.

د دغه هوکړه ليک له مخې، ولسمشر د يوه فرمان له مخې، مشخص اجرايي صلاحيتونه اجرايي رييس ته سپاري چې عمده موارد يې له ولسمشر سره د تصميم نيونې په دوه اړخيزو غونډو کې د اجرايي رييس ګډون دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.