د فراه ولايتي شورا چارې درېدلې

فراه (پژواک۳۰ وږی ۹۳): د ټاکنو د پايلو د څو مياشتني ځنډ له امله د فراه ولايتي شورا ډېر غړي شورا ته نه ځي او له امله يې د دې شورا نږدې ټولې چارې په ټپه درېدلې دي.
د ولايتي شوراګانو ټاکنې د ولسمشرۍ له لومړي پړاو ټاکنو سره يو ځاى د وري په ١٦مه ترسره شوې خو په ټاکنو کې د درغليو د دعوو له امله د ولسمشرۍ ټاکنې له بن بست سره مخ او د دې لامل شوې چې تر اوسه د دواړو ټاکنو وروستۍ پايلې نه دې اعلان شوې.
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې نن او د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې په نږدې راتلونکو ورځو کې اعلان شي.
د فراه د ولايتي شورا مرستيال عبدالحميد حميد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټاکنو د پايلو ځنډ د ولايتي شورا د کانديدانو او ځينو غړو د بې برخليکۍ لامل شوې دي.
د هغه په وينا، د فراه ولايتي شورا له نهوغړو چې دوې يې ښځې دي، يواځې دوه يا درې وکيلان شورا ته ځي او نور غيرحاضر دي.
ده زياته کړه: "د شورا وروستۍ پايلې نه دې معلومې، په همدې خاطر هغه پخواني وکيلان چې د ټاکنو په لومړيو پايلو کې بريالي نه دي اعلان، ځانونه ناکام بولي او شورا ته نه راځي او وروستۍ پايلې اعلان نه دي، چې نوي وکيلان معلوم شي."
د حميد په وينا، اوس د شورا له غړو دى ، عبدالستار رحيمي او ځينې ورځې شهلا ابوبکر خپلې دندې ته حاضرېږي او دغه درې واړه د ټاکنو په لومړنيو پايلو کې بريالي اعلان شوي دي.
د ده په وينا، د دې شورا پاتې شپږ غړي چې د لومړنيو پايلو له مخې بريالي نه دي اعلان شوي، شورا ته نه ورځي.
د فراه ولايتي شورا ته  د پنځو ښځو په ګډون دېرشو تنو ځانونه کانديد کړي وو.
د فراه د ولايتي شورا مرستيال وايي: "دا چې په شورا کې اکثره وکيلان نشته، نو ولس هم شورا ته مراجعه نه کوي او د دې شورا په مراجعينو کې د پخوا په پرتله تر پنځوس سلنه زيات کموالی راغلی او خلک اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دي."
حميد وايي چې اوس دغه شورا د دولتي ادارو پر کړنو هم څارنه نه شي کولاى.
هغه زياتوي: "مخکې به موږ په هرو پنځه لسو ورځو کې يوې ولسوالۍ ته سفر کاوه، خو اوس دا کار هم را څخه پاتې دى او د دې تر څنګ زموږ استماعيه غونډې او ډېر نور پروګرامونه هم په ټپه درېدلي دي."
د ده په وينا، دا وضعيت پر دولت د خلکو د باور د کچې د ټيټېدو لامل کېږي نو ځکه خو بايد د ټاکنو خپلواک کمېسيون ډېر ژر د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې اعلان کړي.
د ولايتي شورا له نورو غيرحاضرو غړو سره مو اړيکه ټينګه نه شوه، خو د دې شورا منشي شريفه سادات وايي، چې له شاوخوا يوې نيمې مياشتې راهيسې د ورپېښې ناروغۍ له امله خپلې دندې ته نه وه ورغلې.
هغې د ټيلېفون له لارې پژواک ته وويل چې د درملنې لپاره هرات ته تللې وه، تېره ورځ فراه ته رارسېدلې او نن (د وږي ٣٠مه) شورا ته ورغلې ده.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.