له نوي ولسمشر څخه د فراه د خلکو غوښتنې

 
فراه(پژواک ۱٥ وږی ۹۳):د فراه خلک له راتلونکي ولسمشر څخه غواړي، چې د سولې، امنيت او ملي يوالي ټينګښت،د ښوونې او روزنې پراختيا،د کانونو استخراج او د بندونو په څېر د بنسټيزو پروژو پلي کولو ته دې پاملرنه وکړي.
د ولسمشرۍ لومړى پړاو ټاکنې د وري په ١٦مه او دويم پړاو د غبرګولي په ٢٤مه تر سره شوې، خو په ټاکنو کې د درغليو د ادعاوو له امله يې د ټولو رايو تفتيش پيل شوى او تر اوسه يې پايلې نه دي اعلان. 
د ټاکنو پروسې اوږدېدو، خلک له امنيتي، اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ کړي او د دې ترڅنګ چې د ټاکنو د پايلو د ژر اعلان غوښتونکي دي، له نوي ولسمشر څخه غوښتنې لري.
د فراه ولايت د ولايتی شورا مرستيال او د پرچمن ولسوالی اوسېدونکي عبدالحميد حميد پژواک خبري اژانس ته وويل:"که څه هم په تاسف سره چې تر اوسه پورې ټاکنيزې ناندرۍ نه دي خلاصې شوي، خو زما له راتلونکي ولسمشره غوښتنې دا دي چې هر څه نه زيات هېواد کې د ملي يووالي لپاره کار وکړي."
دغه راز هغه وايي، چې نوی ولسمشر دې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره د سولې پروسې ته عملي بنه ورکړي او د اداري فساد پر ضد دې ټينګه مبارزه وکړي.
دغه راز دی له راتلونکي ولسمشر څخه غواړي، چې د فراه د "بخش اباد" بند جوړ کړي،ځکه چې د فراه ډېرې ځمکې شاړې پرتې دي او ځوانان يې د اقتصادي ستونزو له امله ايران ته د مزدورۍ لپاره ځي.
 د پشترود ولسوالۍ د ځوانانو د شورا مشر توريالی رهي، د امنيت ټينګښت، د ښوونې او روزنې پراختيا، په تېره بيا په ناامنو سيمو کې د بندو ښوونځيو پرانيستل او د بې روزګاره خلکو لپاره کارموندنه هغه څه بولي، چې ولسمشر ورته ډېره پاملرنه وکړي.
 هغه وايي:"بېکاري هغه لويه ستونزه ده چې ځوان نسل رنځوي،يواځې د پشترود سلګونه ځوانان هر کال د کار لپاره  ايران ته ځي، خو بدبختانه کله چې بېرته راشي اکثره يې معتاد وی."
دى هم وايي، چې که حکومت د فراه د بخش اباد بند جوړ کړي،زرګونه هکتاره ځمکه به خړوبه شي او ډېرو ځوانانو ته به کار پيدا شي.
د فراه د مدني ټولنو د مرکزي شورا مشر نقيب الله نيکمل وايي:"نوي حکومت ته ښايي چې د امنيت د تامين تر څنګ، د افغان ولس اقتصادي وضعيت ته پاملرنه وکړي او بنيادي پروژې پلې کړي."
د هغه په اند، دا مهال ځکه ډير افغانان بې روزګاره دي، چې په تېرو ١٣ کلونو کې په افغانستان کې مهمې بنسټيزې پروژې نه دي پلې شوي.
هغه نوی ولسمشر ته وړانديز کوي چې د کانونو استخراج ته پام واړوي،ځکه چې په دې کار سره له يوې خوا د بې روزګارۍ کچه کميږي او له بلې خوا په ټوليز ډول د هېواد اقتصاد پياوړى کيږي.
نيکمل هم وايي:" فراه د کرنې لپاره بهترينې ځمکې لري، که دولت ورته پاملرنه وکړي او د بخش اباد بند جوړ کړي،نو دغه ولايت د هېواد په  اقتصاد کې مهم رول لوبولای شی."
د فراه د ولايتي شورا غړى او د جوين ولسوالۍ اوسېدونکى محمد جمعه رفعت هم وايي، چې نوى ولسمشر دې د بېکارۍ له منځه وړو ته ډېره پاملرنه وکړي.
 د ده په اند، که بېکاري له منځه ولاړه شي، هم ناامني له منځه ځي او هم فساد.
رفعت وايي چې جوين له ايران سره ګډه پوله لري، او هر کال يې سلګونه ځوانان د بېکارۍ له امله په قاچاقي ډول ايران ته ځي.
د هغه په وينا،د افغانستان ځوانان ايران ته پر لاره له ډېرو ستونزو سره مخ کيږي او يو شمېر يې پر پوله د ايران د سرحدي پوليسو پر ډزو وژل شوي هم دي.
دغه راز ده زياته کړه:"جوين د افغانستان هغه سيمه ده چې رېګونه او سخت توفانونه لري، دې توفانونو خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي، حتی ډېر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي؛ هيله مې دا ده چې نوى حکومت دې ستونزې ته پاملرنه وکړي."
د شيبکوه ولسوالۍ د ځوانانو د شورا غړى عبدالقادر بيا وايي:"موږ تعليم غواړو، نوی حکومت دې تعليم ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه؛ د بدبختۍ او کړاوونو د له منځه وړلو لپاره، يواځنۍ لار تعليم دى او بس."
هغه وايي چې نوى حکومت دې د ماشومانو لپاره په ځانګړې ډول په ناامنو سيمو کې د تعليم خوندي ځايونه برابر کړي او بند ښوونځي دې پرانيزي.
دغه راز شعيب زياتوي:"د هرې سيمې امنيتي چارې بايد خپله د سيمې خلکو ته ورکړل شي ؛يعنې زموږ د سيمې خلک پر خپلو ستونزو ښه پوهيږي نظر هغو کسانو ته چې له بل ځای څخه راځي."
د ده په وينا، نوى حکومت بايد بندرونو او د هېواد د پولو ساتنې ته ټينګه پاملرنه وکړي او چارې يې سمې تنظيم کړي.
دى د بېلګې په توګه زياتوي:"موږ له ايران سره اوږده ګډه پوله لرو، له همدې پولې موږ ته خوراکي او د سون توکي او غير قانوني وسله والو ته له همدې بنادرو څخه وسلې وارديږي. دغه خوراکي او د سون توکي بې کيفيته وي او د ايران پوله هر وخت چې ايرانيان وغواړي خلاصه وي او کنه بنده وي."
د شعيب په وينا،له ايران سره پر ياده پوله يا بايد د يو تړون له مخې بندر جوړ شي او يا دغه لاره وتړل شي، ځکه چې ډېری افغان سوداګر د ايرانيانو د دا ډول  "تعصبي کړنو" له امله سخت تاواني کيږي.
د فراه د اناردرې ولسوالی د پراختيايي شورا مشر عبدالرب مجددي وايي:" زموږ غوښتنه له نوي ولسمشر څخه دا ده چې د فساد سره جدي مبارزه وکړي، ځکه نور افغانان ستړي شوي او د دې وضعيت تحمل نه لری."
د ده په اند، په هېواد کې امنيت هغه مهال ټينګېداى شي او اقتصاد هم پراختيا کولاى شي، چې د  فساد مخه ونيول شي.
دغه راز دى له نوي ولسمشر څخه هيله کوي، چې چارې کارپوه کسانو ته وسپاري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.