National unity govt. proposal sparks protest

 
کلات (پژواک ٢٩ زمرى ٩٣): د زابل سلګونو اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې د اېتلافي حکومت او له اساسي قانونه خلاف په دولت کې د نوو تشکيلاتو د رامنځته کولو پر وړاندې احتجاجي غونډه وکړه.
دغه غونډه چې نن (د زمري ۲۹مه)  د دغه ولايت په عيدګاه جومات کې جوړه شوې وه، په کې د دغه ولايت له مرکز او ولسواليو سلګونو قومي مشرانو، ځوانانو، د ولايتي شورا وکيلانو او عامو خلکو برخه اخيستې وه.
د غونډې يوه وينا وال محمد داود ګلزار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د زابل خلک له اېتلافي حکومت سره مخالف دي او نه غواړي چې په غير قانوني ډول واک د دوو کانديدانو د ډلو ترمنځ ووېشل شي.
نوموړى وايي چې نړيواله ټولنه او ځيني هېوادونه بايد د ولس رايو ته درناوی وکړي او د ولسمشرۍ پر کانديدانو فشار را نه وړي چې سهامي دولت جوړ کړي او قدرت په ناقانونه ډول ووېشي.
هغه زياته کړه چې د اجرائيه رياست رامنځته کول د اصولو خلاف کار دى او د زابل ولسونه به له خپلو رايو دفاع وکړي او د ناقانونه کړنو مخه به ونيسي.
د غونډې يو بل ګډونوال او د ولايتي شورا کانديد حاجي عطاجان هم وايي چې که د خلکو رايو ته درناوى ونه شي، نو دوى به خپل احتجاجونه پراخ کړي او لويې لارې به وتړي.
هغه زياته کړه: ((موږ د ټولو  خطرونو په نظر کې نيولو سره د رايه ورکولو مرکزونو ته ولاړو او د خپلې خوښې کانديد ته مو رايه ورکړه، اوس چا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ رايو ته سپکاوی وکړي.
نوموړی وايي، د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني دا حق نه لري چې د خلکو پر رايو لوبې وکړي او له اساسي قانون څخه خلاف حکومت جوړ کړي او که داسې وشي و نو دوى به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي او لارې به بندې کړي.
له غونډې وروسته احتجاج کوونکو لاريون وکړ او د کابل-کندهار لويه لاره يې هم د څو شېبو لپاره د ترافيکو پر مخ وتړله.
د يادونې ده، د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو وروسته ددواړو کانديدانو ترمنځ ناندرې پورته شوې او ‌کانديد ډاکټر عبدالله  درايو د پايلو له منلو انکار وکړ.
وروستو د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په منځګړيتوب د يوه ملي ګډ حکومت په جوړولو او د ټولو رايو پر بيا شمېرنې موافقه وکړه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.