Protestors call for Amarkhel’s trial

فيض اباد (پژواک ٢ چنګاښ ٩٣): په بدخشان او کاپيسا ولايتونه کې په سلګونو کسانو د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم پر ملاتړ لاريون وکړ او د تحول او تداوم ټيم او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشرانو د محاکمې غوښتنه يې وکړه.
دوى نن سهار په فيض اباد کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له دفتره تر زاړه ښار پورې لاريون وکړ او د دفتر پر وړاندې سره راټول شول.
دوى د اشرف غني احمدزي او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء د رييس ضياءالحق امرخېل چليپا شوي تصويرونه له ځان سره لېږدول او پر ضد يې شعارونه ورکول.
دا په داسې حال کې ده، چې د ډاکټر عبدالله ټاکنيزې ډلې يو داسې غږيز فايل خپور کړ چې دغه ټيم د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رييس او د اشرف غني احمدزي د ټاکنيز ټيم او د ټاکنو خپلواک کمېسيون تر منځ ټيلېفوني خبرې او پلان شوى تقلب ګني.
خو امرخېل دغه غږيز فايل جعلي بللى او هغه يې په کلکه رد کړى دى.
د غلام سخي په نوم يوه لاريون کوونکي وويل، چې دوى د ټاکنو په دواړو پړاوونو کې رايه ورکړه، څو تقلب نه وي، خو د اشرف غني احمدزي ټيم تقلب کړى او د خلکو رايې تر پښو لاندې کړې دي.
د بدخشان پوهنتون د دويم کال محصل صفي الله وويل: ((زه د يوه ځوان تحصيل کړي ځوان په توګه غواړم، چې د خلکو رايو ته درناوى وشي او د هېواد له برخليک سره دې لوبه نه کېږي.))
 معترضينو ويل، چې اشرف غني احمدزى او ضيا الحق امرخېل دې محاکمه شي او ګواښ يې وکړ، چې که يې غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، نو خپلو سوله ييزو لاريونونو او مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي.
د بدخشان والي شاه ولي الله اديب د معترضينو له استازو سره په خبرو کې وويل، چې مدني حرکتونه د خلکو حق دى او دوى له سوله ييزو خوځښتونو څخه ملاتړ کوي.
 هغه زياته کړه، چې ټاکنيز کمېسيونونه، حکومت او ملګري ملتونه هڅه کوي، چې اوسنى رامنځته شوى بحران ژر تر ژره حل کړي.
بلخوا په کاپيسا کې هم په سلګونو کسانو په ټاکنو کې د تقلب په اړه لاريون وکړ.
د کاپيسا د کوهستان لومړۍ حصې ولسوالۍ اوسېدونکو، د هغه څه په اړه چې دوى د ټاکنو له خوا تقلب وباله، لاريون وکړ او د سروبي – جبل سراج لاره يې د څو ساعتونو لپاره د ترافيکو پرمخ تړلې وه.
په دغو لاريونونو کې نږدې څلور سوه کسانو ګډون کړى و.
د حاجي بابه په نامه يوه لاريون کوونکي پژواک ته وويل: ((غواړو چې رايه مو په تقلب کې وانه خيستل شي، که چېرې زموږ غوښتنو ته ځواب رانه کړل شي، خپلو لاريونونو ته په دوام ورکړو.))
لاريون کوونکو د مرګ پر تقلب ګرو شعارونه ورکول او يو درې ماده ييز پرېکړه ليک يې هم صادر کړ. په پرېکړه ليک کې راغليو چې د ټاکنو متقلپين او درغلګر دې محکمې ته کش شي او پاکې رايې دې له نا کاکو رايو بېلې شي.
په پرېکړه ليک کې همدا را ز د خلکو د رايو څخه پر دفاع ټينګار شوى او ويل شوي، چې د نه څېړلو په صورت کې به يې هېواد له ستونزه سره مخ شي.
د يادونې ده، چې د ولسمشرۍ کانديد ډاکټرعبدالله هم ټاکنيز کمېسيونونه او ولسمشرۍ حامد کرزى د خپل ټاکنيز سيال څخه پر ملاتړ تورن کړى او د رايو د شمېرنې د ژر بنديدو غوښتنه يې کړې وه .
خو حکومت دغه تورنه رد کړي او د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم ويلي، چې د رايې شمېرنې پروسه نه ودروي او شکايتونه به پر عادلانه توګه وڅېړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.