فراه کې د ټاکنو لپاره ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي

 
فراه (پژواک۲۰ غبرګولی ۹۳): د فراه چارواکي وايي ، چې په دغه ولايت کې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو لپاره اړين تدابير نيول شوي او خلک کولاى شي په ډاډه زړه د رايې تر صندوقونو ولاړ شي.
د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې له اتو کانديدانو يوه هم د بري لپاره اړينې رايې ترلاسه نه شوې کړاى.
په دويم پړاو ټاکنو کې چې ټاکل شوې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شي، دوه مخکښ کانديدان ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى سيالي کوي.
د فراه والي محمدعمر شېرزاد چې نن يې له امنيتي ولايتي چارواکو سره په ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې وويل، په دغه ولايت کې تېرې ټاکنې په امن کې ترسره شوې او دويم پړاو به چې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره کېږي، تر لومړيو ښې وي.
شېرزاد د فراه له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
دغه راز هغه زياته کړه: "په تېرو ټاکنو کې په ځينو سيمو کې ستونزې وې، خو په دويم پړاو ټاکنو کې ۱۳ هغه مرکزونه چې د درغلۍ امکان په کې و، بند شوي او دغه ځل به هيچا ته اجازه ورنه کړو چې په انتخاباتو کې درغلۍ وکړي."
په دې خبري ناسته کې د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال محمد رزاق يعقوبي وويل چې په تېرو ټاکنو کې د ځينو ستونزو له امله د نوماندانو څارونکي د دغه ولايت د پرچمن ولسوالۍ ته ونه لېږدول شول، خو د راتلونکو ټاکنو لپاره يې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکتر اشرف غني لس او د بل نوماند ډاکتر عبدالله ۹ څارونکي يې د هوا له لارې يادې ولسوالۍ ته لېږدولي دي.
يعقوبي زياته کړه: "امنيتي ځواکونه به په ټاکنو کې هيڅ راز دخالت نه کوي او په مسلکي ډول به خپله دنده ترسره کوي او بې طرفه به پاتې شي."
په فراه کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د دويمې پلې لوا د ارکان مشر ډګروال نعمت الله خليل وويل چې د راتلونکو ټاکنو لپاره ټينګ تدابير نيول شوي او وسله وال مخالفين نه شي کولای چې ګډوډي رامنځته کړي.
هغه وويل چې زرګونه امنيتي ځواکونه د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ځاى پر ځاى شوي څو د ټاکنو امنيت ټينګ کړي.
نعمت الله خليل زياته کړه: "طالبانو د ټاکنو د ګډوډولو په موخه ډېرې هڅې پيل کړې؛ خو زموږ تدابير ترې زيات دي او دوی هېڅ کار هم نه شي کولای."
هغه وويل چې په دغه ولايت کې د رايې ورکولو د ١٥٣ فعالو مرکزونو امنيت به ټينګ وي او خلک دې په ډاډ سره رايه وکاروي.
د ټاکنو په لومړي پړاو کې چې د وري په ١٦مه ترسره شوې، د دغه ولايت په بالابلوک، ګلستان او پشترود ولسواليو کې نښتې وشوې، خو يواځې په بالابوک کې يې مرګ ژوبله لرله.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، د وري په ١٦مه په بالابلوک کې پنځه ملکي وګړي ټپيان شول او دوه پوليس او د دولتي چارواکو په وينا اته وسله وال طالبان ووژل شول.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.