کندهار: ( پژواک ٢٠ غبرګولى ٩٣):د کندهار ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د ټاکنو په ورځ به په دغه ولايت کې له ٢٤٠ ټاکنيزو مرکزونو څخه ١٣٤ د خلکو پر مخ پرانيستي وي او پاتې ١٠ به د ځينو ستونزو له امله تړلي وي.
په دې اړه په کندهار پريس کلب کې خبري غونډه جوړه شوې وه چې د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري او له کابل څخه راغلې د ټاکنو د کمېسيون کمېشنرې ګلالۍ اڅګزۍ په کې ګډون کړى و.
انجنير عبدالهادي وويل، د کندهار په څلورو ولسواليو ميانشين، ميوند، خاکرېز او شاوليکوټ کې به يوازې لس ټاکنيز مرکزونه د ناامنۍ او ځينو نورو ستونزو له امله تړلي وي، خو ١٣٤ مرکزونه چې ټولټال ١٠٧٩ محلونه به ولري، د خلکو پر مخ پرانيستي وي.
هغه زياته کړه، دغو ټاکنيزو مرکزونو ته يې د توکو او اړينو وسايلو د لېږد پروسه همدا نن پيل کړې چې د جمعې تر ورځې به بشپړې شي.
دى وايي، ځينو ولسواليو ته به توکي د ځمکې او يو شمېر ناامنو ولسواليو ته به د هوا له لارې ولېږدول شي.
نوموړي د ټاکنو د روڼتيا په موخه خبر ورکړ، چې خپل هغه ٦٦٦ تنه کارکوونکي يې له دندو ليرې کړي، چې په تېرو ټاکنو ورباندې د درغليو او تقلب ادعاوې شوې وي.
دى وايي، د ګوښه شوو مامورينو پر ځاى يې نور مامورين په دندو ګومارلي او تمه لري، چې دا ځل به يې کار کوونکي د درغليو کولو هڅه نه کوي.
خو داوري د رڼو ټاکنو د کېدو لپاره د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو له ستادونو وغوښتل چې ټولو مرکزونو ته خپل ناظرين واستوي، تر څو د درغليو مخه ونيول شي.
خو هغه ټينګار وکړ چې ناظرين بايد سواد لرونکي وي، تر څو د درغليو پر مهال وکولاى شي په دقيقه توګه شکايت وليکلاى او درج کړاى شي.
نوموړي د کانديدانو له ملاتړو وغوښتل چې د تقلب هڅه دې نه کوي، بلکې د دې لپاره دې کار وکړي چې د خلکو په پاکو رايو ټاکل شوى ولسمشر واک ته ورسېږي.
د ټاکنو د کمېسيون مشر د تېرو ټاکنو له ځينو ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل جدي تصميم يې نيولى چې تېرې تېروتنې به نه تکرارېږي.
هغه وويل امنيتي ځواکونو د ټاکنو په چارو کې د هيڅ راز مداخلې حق نه لري او هغوى نه شي کولاى خبريالان، ناظرين او نور اړوند کسان ټاکنيزو مرکزونو ته له ننوتو راوګرځوي.
نوموړي دا هم وويل چې امنيتي ځواکونو د بشپړ امنيت ډاډ ورکړى او د تېر په څېر به دا ځل هم د ټاکنو امنيت په ډېره ښه توګه خوندي کوي.
له کابل څخه راغلې د ټاکنو د کمېسيون کمېشنرې ګلالۍ اڅګزۍ هم وويل، چې د دويم پړاو ټاکنو د شفافيت په موخه يې د هېواد په کچه خپل ٦٠٠٠ په درغليو تورن مامورين له دندو ليرې کړي او ځينې يې ان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
دې ټينګار وکړ، چې د ټاکنو په روڼتيا کې ناظرين زيات رول لري او په همدې موخه د هېواد په کچه د ولسمشرۍ هر کانديد ته پنځوس- پنځوس زره د ناظرينو کارتونه وېشل شوي دي.
اڅګزۍ هم يادونه وکړه چې امنيتي ځواکونه حق نه لري ټاکنيزو مرکزونو ته دننه لاړ شي او په کارونو کې مداخله وکړي، بلکې هغوى يواځې د امنيت ساتلو دنده په غاړه لري او له ټاکنيزو مرکزونو څخه به سل متره لېرې وي.
دې زياته کړه، چې په دې اړه د کندهار له والي سره خبرې کړې او هغوى ته يې په دې اړه د ولسمشر فرمان سپارلى دى.
ټاکل شوې ده په ټول هېواد کې د ولسمشر دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه تر سره شي، چې دوه کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله به په کې سيالي کوي.
Add new comment