کندهار ( پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٣ ) : په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د رسنيو کمېشنر له خبريالانو وغوښتل، چې د خپلو رسنيو له لارې دې د دويم پړاو ټاکنو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي لپاره پراخ کار وکړي.
د ټاکنو کمېسيون د رسنيو کمېشنر نجيب اڅګزي دغه څرګندونې د کندهار ولايت له خبريالانو سره په يوه ګډه غونډه کې وکړې ، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
نجيب اڅګزي وويل، دا چې د دويم پړاو ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، د رسنيو استازي دې د خلکو د عامه پوهاوي لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړي.
هغه دغه راز وويل ، چې رسنۍ دې د کانديدانو په اړه د راپورونو او مرکو خپرولو پر مهال توازون په پام کې وساتي او حقايق دې خپاره کړي.
نوموړي دغه راز پر رسنيو غږ وکړ، چې د ټاکنو له ورځې وړاندې دې د چوپتيا ٤٨ ساعتونه مراعات کړي او د کانديدانو په اړه دې هيڅ کمپايني خبر نه خپروي.
د ټاکنو کمېسيون د رسنيو دغه کمېشنر وروسته د خبريالانو ستونزې هم واورېدې او د هغو د حل ژمنه يې وکړه.
د بي بي سي خبريال مامون دراني وويل ، چې په تېرو ټاکنو کې پوليسو د رايې ورکولو مرکزونو ته د خبريالانو د ورتګ مخه نيوله، چې له ټاکل شويو اصولو خلاف کار دى
د کابل نيوز خبريال منان ارغند بيا وويل، چې په تېرو ټاکنو کې خبريالانو د رايو ورکولو د ښځينه محلونو څخه د راپور چمتو کولو پر مهال ستونزې لرلې او د کار مخه يې نيول کېدله.
د پژواک خبري اژانس خبريال وويل، چې په تېرو ټاکنو کې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ يوه عمده ستونزه دا وه ، چې پوليس د دې پر ځاى چې يواځې د انتخاباتي مرکزونو امنيت خوندي کړي، د رايې ورکولو په محلونو کې دننه موجود وو، چې نه يواځې خبريالانو ته يې ستونزې جوړولې، بلکې د ځينو کانديدانو د ناظرينو د کار مخنيوى يې هم کاوه.
نجيب اڅګزي د خبريالانو د ستونزو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه، چې دغه ټوال موارد به د کمېسيون له مشرتابه سره شريکوي او هڅه به کوي چې د ټاکنو د دويم پړاو پر مهال تکرار نه شي.
هغه زياته کړه ، پوليس يواځې د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت ساتلو دنده پر غاړه لري او دا حق نه لري چې د خبريالانو او يا هم د ناظرينو د کار مخه ونيسي.
ټاکل شوې ده د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې په ټول هېواد کې د غبرګولي په ٢٤مه تر سره شي.
په دغو ټاکنو کې دوه مخکښ کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله سيالي کوي.
Add new comment