کندهار (پژواک ١١ غويى ٩٣): د کندهار ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، چې د ولايتي شورا اړوند ٧٤ ټاکنيز شکايتونه ورسره ثبت شوي، چې د څېړنې کار يې راتلونکې اونۍ پيلېږي.
په کندهار کې د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون مشر مړوند وزيري پژواک خبري اژانس ته وويل، د ولايتي شورا اړوند په ثبت شوو ټاکنيزو شکايتونو کې ١٦ يې د پوليسو او پاتې نور د ټاکنو د کمېسيون په اړه دي.
هغه زياته کړه، د پوليسو په اړه د شوو شکايتونو ډېره برخه دا ده، چې د ټاکنو په ورځ امنيتي ځواکونو د ولايتي شورا د ځينو کانديدانو ناظرينو ته اجازه نه ده ورکړې، چې د رايې ورکولو مرکزونو ته دننه لاړ شي او نظارت وکړي.
نوموړي وويل، د دې تر څنګ پاتې نور شکايتونه د ټاکنو د کمېسيون د کارکوونکو او نورو په اړه دي، چې د مشخصو کانديدانو په ګټه يې سرغړونې کړې دي.
دى وايي، په ثبت شوو شکايتونو کې ځيني داسې هم دي ، چې د کانديدانو د رايو پر پايلو اغېز کولاى شي.
وزيري ډاډ ورکړ چې ټول ثبت شوي شکايتونه به په بې پرې توګه د قانون له مخې څېړي.
هغه د ولسمشرۍ د کانديدانو اړوند د ثبت شوو شکايتونو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې په دې برخه کې ټول ثبت شوي شکايتونه ٩٨ وو، چې د څېړنې کار يې په مرکز کې بشپړ شوى دى.
د ده په خبره، د شکايتونو او شکونو پر بنسټ يې د ولسمشرۍ اړوند د ٩٩ مرکزونو رايې قرنطين کړې چې هم د کندهار ښار او هم د ولسواليو وو.
د کندهار د ولايتي شورا لپاره د ٧ ښځو په ګډون شاوخوا ٨٠ تنو ځانونه کانديد کړي وو، چې شل سلنه يې نوي ځوانان او پاتې نور يې د ولايتي شورا پخواني غړي، قومي مشران او مخور دي.
د کندهار ولايتي شورا ١٥ غړي لري، چې ١١ يې نارينه او ٤ تنې يې ښځې دي، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، کېداى شي دغه شمېره ١٩ تنو ته پورته شي، چې ١٥ به يې نارينه او ٤ تنې به يې ښځې وي.
د ولايتي شورا نوماندان هم د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون څخه غوښتنه کوي، چې ثبت شوي شکايتونه دې په بې پرې توګه وڅېړل شي او پاکې رايې دې له ناپاکو رايو بېلې شي.
Add new comment