په کندهار کې امنيتي ځواکونه د دويم پړاو ټاکنو ته چمتووالى لري

 
 کندهارښار(پژواک١٠غويى٩٣): د کندهار ولايت امنيتي مسوولين وايي، که ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، نو هغوى د امنيت د خوندي کولو لپاره بشپړ چمتووالى لري.
 دغه څرګندونې په اوونيزه امنيتي غونډه کې وشوې، چې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، د ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال، د سولې د ولايتي شورا رييس حاجي عطا محمد احمدي د افغان او ايساف ځواکونو قومندانانو پکې ګډون کړى و.
 په دغه غونډه کې د امنيتي ځواکونو مسوولينو وويل که ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، نو د تېر په څېر د امنيت خوندي کولو ته بشپړ چمتووالى لري.
 د کندهار ولايت د امنيې قومندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وويل، امنيتي ځواکونه توانېدلي چې په يوازې توګه په کندهار ښار او ولسواليو کې امنيت خوندي کړي او د وسله والو مخالفينو د فعاليتونه مخه ونيسي.
 نوموړي زياته کړه، اوسمهال د کندهار ولايت ټولې سيمې د امنيتي ځواکونو ته واک لاندې دي او کولاى شي نه يوازې په عادي حالت کې بلکې دويم پړاو ته د ټاکنو د تلو پر مهال هم امنيت خوندي کړي.
 دى وايي، په وروستيو ورځو کې يې په کندهار ښار او ولسواليو کې په بېلابېلو عملياتو کې وسله وال مخالفين ځپلي او د هغوى ډېر ترهګريز پلانونه يې شنډ کړي دي.
 اطرافي دغه راز وويل چې په روانه اوونۍ کې وسله والو مخالفينو د کندهار ولايت په بېلابېلو سرحدي ولسواليو کې د پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه تر سره کړي، چې هغوى يې پر وخت مخه نيولې او وسله والو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
 نوموړي په کندهار ولايت کې د کوکنارو د اړولو د کمپاين په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې بېلابېل امنتيي ارګانونه په ډېره ښه توګه دغه کمپاين مخ ته وړي او تر دې مهاله ډېره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.
 د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا که څه د امنيتي ځواکونو د همغږۍ او هلو ځو ستاينه وکړه، خو ويې ويل چې پر اوسني امنيتي وضعيت بايد بسنه و نه شي او په دې برخه کې بايد لا ډېر کار وشي.
 هغه زياته کړه، د ولسمشريو لومړنيو پايلو ته په کتو که ټاکنې دويم پړاو ته ځي، نو په کار ده چې امنيتي ځواکونو ورته بشپړ چمتووالى ولري.
 په اوونيزه امنيتي غونډه کې د هېواد په شمالي ولايتونو کې د سېلابونو له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشيني وښودل شوه او د حکومت تر څنګ له ټولو هېوادوالو وغوښتل شول چې له زيانمنو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.