يو شمېر هېوادوالو د ټاکنو په دويم پړاو کې ګډون ته لېوالتيا وښوده

 
کابل ( پژواک، ٧ غويى ٩٣ ) : يو شمېر هېوادوال په دې اند دي، چې که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي،نو دوى به يو ځل بيا پکې په پراخه کې کچه ګډون وکړي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې، چې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه،ترسره شوې، لومړۍ پايلې يې تېره ورځ اعلان شوې، چې له مخې يې يو کانديد هم  پنځوس جمع يو سلنه رايې ترلاسه نه کړې او ښايي ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي.
 د ټاکنو د کمېسيون د معلوماتو له مخې، ډاکټر عبدالله ٤٤،٩ او ډاکټر اشرف غني احمدزى ٣١،٥ سلنه رايې اخيستې دي او اټکل کېږي، چې دواړه  به دويم پړاو کې سره مقابله کوي.
د کابل ښار د څلورمې حوزې اړونده په بره کي څلور لاري کې يو تن نانواى ضياء الدين د غويي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دى د ټاکنو له لومړيو پايلو خوښ دى.
هغه زياته کړه : (( په لومړي پړاو کې مې خپله رايه کارولې او که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې، نو په ډېر شوق سره به پکې برخه واخلم.))
د نوموړي په وينا، کاشکې د ټاکنو په لومړي پړاو کې يو کانديد بريالى شوى واى، نو ددويم پړاو کړاوونه او لګښتونه به نه کېدلى.
د کابل ښار يو بل اوسېدونکى مولوي محمد امين هم وايي ، چې دى به په دويم پړاو ټاکنو کې برخه اخلي.
هغه زياته کړه، چې خلک سولې او ارامۍ ته سخته اړتيا لري او ټاکنې د سولې ، ارامۍ او پرمختګ لپاره اړينې دي.
د کابل د بهارستان سيمې يوه اوسېدونکې مرضيه وايي، چې د کورنۍ له ٦ غړو سره يې په تېرو ټاکنو کې برخه اخيستې وه او دا ځل به بيا ټول په ټاکنو کې ونډه اخلي.
د کابل ښار يو تن سوداګر عتيق الله وايي، که څه هم ټاکنې د افغانستان د اقتصاد لپاره ګټورې  نه دي، خو د هېواد د سولې او ارامۍ لپاره دوى تيار دي، چې په دويم پړاو کې هم ګډون وکړي.
د ننګرهار ولايت مېشت ديني عالم مولوي جان محمد تره خېل د ټاکنو له پايلو خوښ دى، خو وايي ، چې د شکاياتو کمېسيون بايد شکايات په سمه توګه وڅېړي، ځکه په يو شمېر ولاياتو کې درغلۍ شوې دي.
نوموړي د امنيتي ساتونکو سرښندنې هم وستايلې او زياته يې کړه، امنيتي ځواکونو په پوره مېړانې سره د ټاکنو امنيت خوندي وساته.
هغه زياته کړه : ((امنيتي ځواکونو خو خپله مېړانه وښوده او افغانانو هم رايه ورکړه، خو زموږ غوښتنه دا ده ، چې اوس رايو ته درناوى وشي.))
مولوي تره خېل پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، نو په کار ده، چې ټول افغانان په کې ونډه واخلي.
په ننګرهار کې د ځوانانو د ټولنې يوه فعال سيداغا عرب پژواک ته وويل، که چېرې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي ، نو ځوانانو کلک هوډ کړى ، تر څو په ننګرهار کې د رايه کارونې درجه لوړه کړي.
هغه زياته کړه، دوى د ټاکنو په دويم پړاو کې لومړى عامه پوهاوى رامنځته کوي، څو په ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر شي.
د مدني ټولنې يو بل فعال او د ملي يووالي ټولنې مشر حاجي عمر بيا د ټاکنو او د شکايتونو پر کمېسيونونو غږ کوي، چې رايه شمېرنه او شکايات دې په بې پرې ډول وڅېړي.
ده زياته کړه، هېڅوک دې د افغانستان پر راتلونکي لوبې نه کوي او که چېرې ټاکنې دويم پړاو ته ځي، نو بايد بيا په رڼې او بې پرې ډول ترسره شي.
دى وايي: ((موږ اماده يو، چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه په دويم پړاو کې امنيت وساتو.))
د نورستان د ولايتي شورا پخوانى وکيل او اوسنى کانديد مولوي امان الله عنايت الرحمان پژواک اژانس ته وويل ، چې که د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، نو دى چمتو دي، چې يو ځل بيا په کې ونډه واخلي.
خو نوموړي زياته کړه: ((په يو شمېر شمالي ولايتونو کې ډېرې زياتې درغلۍ شوي، حتى ناظرين هم نه دي ور پرېښودل شوي.))
دى وايي، چې د ټاکنو له پايلو څخه نا راضه دي، ځکه په يوشمېر ولايتونو کې درغلي شوې ده.
د نورستان يوه بل اوسېدونکي سلطان مير پژواک خبري اژانس ته وويل، که چېرې حکومت امنيت خوندي کړي، نو دوى به يو ځل بيا رايه ورکړي.
ده زياته کړه : (( که بيا اړتيا شوه، نو موږ به يو ځل بيا د سر په بدل صندوقونو ته لاړ شو او رايه به ورکړو.))
د لغمان ولايت اوسېدونکي امين ګل پژواک ته وويل ، چې په لغمان ولايت کې هم يوشمېر اشخاصو د ځانګړو کانديدانو په پلوۍ درغلۍ کړي او دوى د ټاکنو له لومړنيو پايلو خوښ نه دي.
نوموړي دا هم وويل ، چې که  ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، نو دوى به په رضاکارانه توګه خلک رايې ورکولو ته وهڅوي.
ددې ولايت د قرغيو ولسوالۍ قومي مشر سالم جان پژواک ته وويل ، چې دوى د ټاکنو دويم پړاو ته اماده دي او يو ځل بيا کولى شي ، چې رايه ورکړي.
ده زياته کړه: (( موږ ښه په وياړ سره يو ځل بيا صندوقونو ته ځو، که زموږ د سر خطر هم وي موږ به ټاکنې ترسره کوو.))
د بلخ ولايت د مزارشريف ښار اوسېدونکي نورالدين پژواک ته وويل، چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې ورته د منلو وړ نه دي.
نوموړي زياته کړه، چې هغه مهال به د ټاکنو په پايلو پوره باور وکړي، چې کله د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون په ټاکنو کې شوې درغلۍ وڅېړي او د پاکو رايو پايله راووځي.
د هغه په وينا، دواړه کمېسيونونه بايد د ټاکنو په ورځ د افغانانو هيلې او اميدونه په نظر کې ونيسي او د هغوی له هيلو سره سياسي لوبه ونه کړي.
د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي لعل محمد پژواک ته وويل، چې له لومړينو پايلو داسې ښکاري، چې ټاکنې سل په سلو کې دويم پړاو ته روانې دي.
نوموړي زياته کړه، پکار ده، چې دويم پړاو کې د ټاکنو کمېسيونونو څخه ټول هغه کارکووکونکي وويستل شي، چې يو ډول نه يو ډول له برياليو کانديدانو سره تړاو لري.
 د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي او د ولايتي شورا کانديد غلام رسول پژواک ته وويل، چې د ټاکنو کمېسيونونه بايد داسې پرېکړې وکړي، چې د افغانانو رايو ته درناوی شوی وي.
نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون تر يو ځايه خپله دنده ښه تر سره کړه او د ټاکنو لومړۍ پايلې يې پر وخت اعلان کړې.
د کندوز ښار يو تن اوسېدونکي بشيرخان ساپي پژواک اژانس ته وويل ، چې ټاکنې ملي پروسه ده او خلک بايد په دويم پړاو کې هم په پراخه کچه پکې ګډون وکړي.
هغه وايي، چې دديموکراسۍ د ښه تمثيل لپاره اړينه ده، چې خلک نه يواځې په دويم پړاو کې ګډون وکړي، بلکې په خلاص تندي پايلې يې ومني.
د باميان ولايت يو تن اوسېدونکى ضياء صادق وايي ، چې په ټاکنو کې يو کانديد هم ٥٠ جمع يو سلنه رايې نه دي ترلاسه کړي، نو بايد ټاکنې د قانون له مخې دويم پړاو ته ولاړې شي.
هغه زياته کړه، چې که څه هم ټاکنې ځينې امنيتي او مالي ستونزې لري، خو د خلکو ګډون په دويم پړاو کې د ديموکراسۍ اصل سره مرسته کول دي.
د باميان ولايت د مدني ټولنې يو تن فعال حسين داد احمد وايي ، چې دويم دور ته د ټاکنو  تګ يوه مدني پديده ده او بايد خلک پکې په پراخه کچه ګډون وکړي.
د پکتيکا ولايت د سروبي ولسوالۍ يوتن اوسېدونکى زلمی خروټی وايي ، چې د ټاکنو پايلې ورته هغه مهال دمنلو وړ دي، چې پاکې او ناپاکې رايې سره جلا کړاى شي .
هغه زياته کړه،چې هغه مهال به په دويم پړاو کې برخه اخلي، چې د شکايتونو کمېسيون سمې څېړنې وکړي او وروستۍ پايلې اعلان کړي.
ددې ولايت د مټاخان ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى او قومي مشر حاجي محمد رسول وايي، چې په ټاکنوکې پراخه درغلۍ شوې دي او څو پورې چې پاکې او ناپاکې رايې سره جلا نه شي، پايلې ورته د منلو وړ نه دي.
د پکتيکا د مرکز ښرنې اوسېدونکي محمدافضل پژواک ته وويل ، چې خلکو په سختو شرايطو کې په ټاکنو کې برخه اخيستې  او که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، بيا به پکې برخه اخلي.
 دلوګر ولايت د مرکز پل علم ښار يوتن اوسېدونکى قنداغا پژواک ته وويل ، چې د ټاکنو پايلې دوى ته د منلو وړ ځکه نه دي، چې په پراخه کچه پکې درغلۍ شوي.
هغه زياتوي، چې دوى په ډېر شوق سره په ټاکنو کې برخه اخيستې وه، خو که دويم پړاو ته ولاړې، نو دوى پکې ګډون نه کوي.
ددې ولايت د محمداغې ولسوالی اوسېدونکی محمد اجمل وايي ، چې په يوه شرط په دويم پړاو کې برخه اخلي، چې د ټاکنو کمېسيون خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي.
د کندهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي سره له دې، چې د امنيت او ځينو نورو ستونزو په اړه اندېښنې لري، خو وايي چې د هېواد د برخليک په خاطر به په دويم پړاو ټاکنو کې ونډه اخلي.
د کندهار ښار د مير بازار اوسېدونکى عبدالنافع ، چې د موټرو جوړولو ورکشاپ لري، پژواک اژانس ته وويل، که د لومړي پړاو ټاکنو پر مهال د ولسمشرۍ د کانديدانو شمېر کم شوى واى، نو د خلکو رايې به نه وېشل کېدې او ټاکنې به دويم پړاو ته نه تللې.
هغه وويل، دا چې د لومړي پړاو ټاکنو پر مهال هوا يخه وه او وسله والو لا هم خپل فعاليتونه، نه وو پيل کړي، نو ډېرو خلکو په ټاکنو کې برخه واخيسته.
خو دى وايي، اوس چې هوا ګرمه شوې، وسله والو خپل فعاليتونه پيل کړي، نو له خلکو سره به د دويم پړاو ټاکنو پر مهال اندېښنې موجودې وي.
د کندهار ښار د عينو مېنې اوسېدونکى سميع الله قريشي وايي، تر هغه ځايه چې د خپل کار په ساحه کې له خپلو ملګرو او دوستانو سره ويني، نو ټول دې ته ژمن دي، چې په دويم پړاو کې به لا هم په پراخه کچه خپلې رايې وکاروي.
دى وايي، اوس د دوو ټيمونو تر منځ انتخاب کول دي او د هېواد د راتلونکي په خاطر به داسې ټيم ته رايه ورکوي، چې دا هېواد له ستونزو وژغوري.
د نظر محمد په نوم د کندهار ښار د هرات بازار يو دوکاندار که څه هم دويم پړاو ته د ټاکنو په تلو خپه دى او وايي، چې دا به نه يواځې د امنيت او هم د لګښت له پلوه ستونزې له ځان سره ولري، خو دى تمه لري، چې د تېر په پرتله به دا ځل هم خلک په پراخه کچه نور هم په مسووليت خپلې رايې وکاروي.
د کونړ ولايت يو تن اوسېدونکى اسرائيل وايي، چې په دويم پړاو ټاکنو کې ګډون نه کوي، ځکه چې تېر ځل هم په دې ولايت کې ډېرې امنيتي پېښې رامنځته شوې وې.
د هغه په وينا، که چېرې درغلۍ نه واى شوې، نو ټاکنې دويم پړاو ته نه تللې.
د حميد ځواکمن په نامه ددې ولايت يوه بل اوسېدونکي بيا وويل ، چې په ډېرې خوښۍ سره به په دويم پړاو ټاکنو کې برخه اخلي.
د زابل ولايت د کلات ښار اوسېدونکى محمدعثمان وايي ، چې که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې، نو په ټاکنو کې به برخه واخلي
د دې ولايت د شاه جوى ولسوالۍ يو اوسېدونکى نورالله بيا وايي، چې دا ځل د ډيرو کانديدانو شتون ، رايې سره ووېشلې او دوى له پيله دا ګومان کاوه ، چې ټاکنې به دويم پړاو ته ولاړې   شي .
دده په وينا، چې د هوا ګرمېدل، د طالبانو ګواښونه او د ټاکنو پر پروسه د خلکو بې باوري به د دويم دور ټاکنو پر وړاندې سترې ننګونې وي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.